چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ اے مالِکه خُدايه داؤد ياد ساته
او ټول هغه کړاونه کوم چې هغۀ وزغمل ياد ساته.
۲ هغۀ د مالِک خُدائ سره قسم وخوړلو
او د يعقوب د قادر مطلق خُدائ پاک سره يې وعده وکړه،
۳ ”او زۀ به خپل کور ته نۀ ورننوځم
او نۀ به خپل کټ کښې آرام وکړم.
۴ او نۀ به سترګې پټې کړم
او نۀ به سترګې مرغۍ کېدو ته پرېږدم،
۵ تر دې چې مالِک خُدائ له ځائ پېدا کړم،
او د يعقوب قادر خُدائ له د اوسېدو ځائ پېدا کړم.“
۶ مونږ د لوظ صندوق ذکر په اِفراته کښې واورېدلو،
او مونږ هغه د يعريم په مُلک کښې وموندلو.
۷ ”راځئ چې مونږه د هغۀ د اوسېدو ځائ ته لاړ شُو،
راځئ چې د هغۀ د پښو چوکۍ په وړاندې هغۀ ته سجده وکړُو.“
۸ مالِکه خُدايه پاڅه او خپل مقدس عرش ته دې راشه،
خپل د لوظ صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده.
۹ ستا اِمامان دې د صداقت جامې واچوى،
او ستا مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.
۱۰ ستا د خِدمتګار داؤد په خاطر
خپل غوره شوى دې مۀ رد کوه.
۱۱ مالِک خُدائ د خپل خِدمتګار داؤد سره قسم وکړو
يو داسې پوخ قسم چې هغه به نۀ ماتوى،
”چې زۀ به يو کس ستا د نسل نه ستا په تخت کښېنوم.
۱۲ کۀ ستا زامن زما لوظ پوره وساتى
او ستا هغه اصُول منى کوم چې ورته وښايم،
نو بيا به د هغوئ زامن تر ابده پورې ستا په تخت ناست وى.“
۱۳ ځکه چې مالِک خُدائ صيون خوښ کړے دے،
هغۀ د اوسېدو دپاره دغه ځائ خوښ کړے دے،
۱۴ ”دا زما تر ابده پورې د آرام ځائ دے،
او هلته به زۀ په تخت کښېنم د کوم چې ما خواهش کړے وو.
۱۵ دا به زۀ په ډېر پېداوار باندې بختور کړم،
او د هغې غريبان به زۀ په خوراک باندې ماړۀ کړم.
۱۶ زۀ به د خلاصون جامې ورواغوندم د دې اِمامانو ته،
د هغې مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.
۱۷ دلته به زۀ د داؤد د فخر ښکر جوړ کړم،
د خپل مقرر شوى کس دپاره به ډيوه بله کړم.
۱۸ زۀ به د هغې دشمنانو ته د شرم جامې واغوندم،
او د هغۀ په سر تاج به د لوئې مرتبې وى.“