چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى،
د هغې د جوړونکى محنت بېکاره دے.
ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى،
د هغې چوکيداران بېکاره ولاړ وى.
۲ خوراک پسې وختى پاڅېدل
او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بېفائدې دى،
خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى
کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.
۳ د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے،
ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.
۴ لکه څنګه چې د جنګيالى په لاس کښې غشى وى،
داسې وى لکه د چا چې په ځوانۍ کښې زامن وى.
۵ هغه څوک به بختور وى،
چې د چا چې تيلۍ د دغه شان غشو نه ډکه وى،
نو دوئ به ونۀ شرمولے شى،
کله چې دوئ د ښار په دروازو کښې د دشمن سره په مقابله شى.