چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
د زبورونو کتاب
یوسلو شپږویشتم زبور
د اسیرتوب څخه وروسته د خوشبختۍ دپاره دعا
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
۱ کله چې بېرته څښتن راوستلو مونږه
اورشلیم ته له اسارته څخه
معلومېده داسې چې مونږ لیدلی دی کوم خوب
۲ څومره وخندل مونږ
او مونږ ووهلې چیغې د خوشحالۍ نه
بیا داسې وویل نورو قومونو زمونږ په هکله
څه عجیبه کارونه وکړل څښتن هغوی ته
۳ په رښتیا چې څښتن وکړل مونږ ته عجیبه کارونه
څومره خوشحاله وو مونږ
۴ مونږه څښتنه یوځل بیا خوشبخت کړه
لکه باران چې بېرته راولي اوبه وچو سیندونو ته
۵ څوک چې په خپلو اوښکو کښت کوي
هغه به لو کاندي د خوشحالۍ په چیغو
۶ څوک چې وځي په ژړا دباندې
او هغه وړي تخم د کښت دپاره
بېرته به راوړي خپل حاصل د خوشحالۍ په چیغو