چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.
اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،
او د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ.
۲ د مالِک خُدائ نوم ته دې ثناء صِفت وى،
د اوس نه تر ابده پورې.
۳ د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې،
د مالِک خُدائ د نوم ستائينه دې وى.
۴ مالِک خُدائ په ټولو قومونو کښې اوچت دے،
او د هغۀ جلال پاس په آسمانونو کښې دے.
۵ زمونږ د مالِک خُدائ خُدائ پاک په شان بل څوک دے،
هغه څوک چې پاس په آسمان کښې په تخت ناست دے.
۶ څوک چې خپل ځان په دې عاجزوى
چې آسمانونو او زمکې ته لاندې ګورى.
۷ هغه غريبان د خاورو نه اوچتوى،
او هغه حاجتمند د ايرو نه اوچتوى.
۸ هغوئ د شهزادګانو سره کښېنوى،
او تر دې هغوئ د خپلو شهزادګانو سره کښېنوى.
۹ هغه شنډې ښځې په خپلو کورونو کښې داسې خوشحالوى،
لکه يوه خوشحاله د بچو مور چې وى.
مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.