مخکینۍ څپرکۍ

د سلیمان د متلونو کتاب

لومړی فصل

د کتاب سریزه

۱دا د اسراییلو د پاچا او د داود د زوی سلیمان متلونه دي.

د متلونو د کتاب مقصد

۲د دې متلونو مقصد دا دی

چې خلک په حکمت او نصیحت پوره پوه شي

او د عقلمندۍ خبرې زده کړي

۳ترڅو نصیحت ومني چې هوښیار شي

او خپل ژوند په انصاف، عدالت او برابرۍ تېر کړي

۴چې ساده خلکو ته پوهه ورکوي

او ځوانانو ته علم او لیاقت وربخښي

۵نو هوښیاران دې واوري او خپل تعلیم دې زیات کړي

او عقلمندان دې له نورو ښې مشورې واخلي

۶د دې دپاره چې د متلونو او نصیحتونو په اهمیت پوه شي

او د حکمت د خاوندانو خبرې او رازونه هم وپېژني.

۷له څښتن څخه وېره د علم او پوهې شروع ده

خو جاهلان حکمت او نصیحت ته په سپکه سترګه ګوري.

د ګناهکارانو له دام نه ځان ساتل

۸ای زما زویه! د خپل پلار نصیحت ته غوږ ونیسه

او د خپلې مور روزنه له پامه مه غورځوه

۹ځکه دا ستا دپاره د افتخار شمله ده

او ستا د غاړې دپاره ښکلی هار دی.

۱۰نو ای زما زویه! که ګناهکاران تا لمسوي

نو د هغوی خبرو ته غوږ مه نیسه

۱۱که هغوی تاته ووایي: «زمونږ سره راځه

چې د چا د وینو د تویولو دپاره کمین ونیسو

او په یو بې‌ګناه انسان ناحقه یرغل وکړو.

۱۲راځه چې هغوی د قبر په څېر ژوندي تېر کړو

لکه هغه خلک چې روغ رمټ د مرګ کندې ته ښکته کیږي.

۱۳مونږ به هر ډول قیمتي مال دولت تر‌لاسه کړو

او خپل کورونه به د لوټ شوې شتمنۍ نه ډک کړو.

۱۴راځه، مونږ سره مل شه

او لوټ شوی مال به په خپل منځ کې ووېشو.»

۱۵نو ای زما زویه! د هغوی سره په لاره مه ځه

او د هغوی په پل قدم مه ږده

۱۶ځکه د هغوی پښې د بدۍ او زیان په لور منډې وهي

او د وینو تویولو طرف ته په بیړه روان دي.

۱۷نو د یو وزر لرونکي په مخکې

جال غوړول بې‌ګټې کار دی.

۱۸داسې خلک چې نورو ته په کمین کې ناست وي

نو خپله وینه تویوي

او هغوی چې په نورو یرغل کوي

نو خپل ځانونه په دام کې نښلوي.

۱۹نو بیا ټول ټګان چې د داسې لارو ناروا ګټه تر‌لاسه کوي

نو په داسې ګټې سره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د حکمت غږ او سختې خبرې

۲۰حکمت په لارو کوڅو کې چیغې وهي

او په چوکونو کې په لوړ اواز نارې وهي.

۲۱د ګڼې ګوني په ځایونو کې خپل غږ پورته کوي

او د ښار د دروازو دننه خپله وینا کوي:

۲۲«ای ساده خلکو، ترڅو به تاسو له ناپوهۍ سره مینه لرئ؟

ترڅو به ملنډې وهونکي له ملنډو نه خوند اخلي

او کم‌عقل خلک به له علم نه کرکه کوي؟

۲۳ماته مخ راواړوئ او زما سختې خبرې واورئ

نو زه به د خپل زړه دروازه تاسو ته بېرته کړم

او خپل کلام به تاسو ته ښکاره کړم.

۲۴ما تاسو ته غږ وکړ

خو غوږونه مو بند کړي وو.

کله چې مې لاس در وغزولو

نو سترګې مو ورباندې پټې کړې.

۲۵زما ټولې لارښوونې مو له پام نه وغورځولې

او زما سختې خبرې مو ونه منلې.

۲۶کله چې په تاسو لوی مصیبت راشي

زه به په تاسو پورې وخاندم

او کله چې په تاسو لویه بلا راشي

تاسو پورې به ملنډې ووهم

۲۷کله چې په تاسو لویه بلا د توفان په شان راشي

کله چې لوی مصیبت لکه د سختې سیلۍ په څېر

په تاسې نازل شي

او کله چې سختي او تکلیف په تاسو راشي.

۲۸نو بیا به هغوی ماته چیغې وهي خو زه به ځواب نه ورکوم

او په سختۍ به ما لټوي خو پیدا به مې نه کړي

۲۹ځکه چې هغوی له علم نه کرکه وکړه

او له څښتن څخه یې وېره غوره نه کړه.

۳۰هغوی زما لارښوونه ونه منله

او زما ټولو سختو خبرو ته یې په سپکه وکتل

۳۱نو بیا به د خپلې کړنې مېوه وخوري

او د خپلو دسیسو په ترخه مېوه به ماړه شي.

۳۲نو د ساده خلکو سرکښي به د دوی د مرګ سبب شي

او د کم‌عقلانو بې‌پروایي به دوی تباه کړي

۳۳خو هرڅوک چې زما واوري هغه به په امن کې ژوند کوي

او له زیان څخه به وېره ونه لري.»

مخکینۍ څپرکۍ