چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ د مصر څخه د اسراییلو د قوم د راوتلو څخه وروسته د دوهم کال د دوهمې میاشتې په اوله ورځ کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د سینا په دښته کې په مقدسه خېمه کې خبرې وکړې هغه وفرمایل: ۲ <ته او هارون طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ د اسراییلو د ټول قوم سرشمېرنه وکړئ او د هغو ټولو خلکو د نومونو لست ولیکئ ۳ چې عمر یې شل کاله یا زیات وي او جنګ کولی شي. ۴ د هرې قبیلې د طایفې د یو مشر څخه مرسته وغواړئ. ۵ دا د هغو مشرانو نومونه دي چې تاسو سره باید مرسته وکړي:
۱۶ دا خلک قبیلوي مشران وو چې د اسراییلو د قوم څخه د دې کار دپاره وټاکل شول.
۱۷ د دې دولسو نفرو په مرسته حضرت موسیٰ او حضرت هارون ۱۸ د دوهمې میاشتې په اوله ورځ ټول قوم راوغوښت. خلکو خپل نومونه طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ ولیکل او هغه نفر چې عمر یې شل کاله یا زیات ؤ د هر یو نوم په لست کې ولیکل شو. ۱۹ څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغوی یې د سینا په دښته کې وشمېرل: ۲۰-۴۶ ټول نفر چې عمر یې شل کاله یا زیات ؤ او جنګ یې کولی شو نومونه یې په لست کې ولیکل شول. د هر یو نوم د خپلو طایفو او کورنیو د سوانحو په مطابق ولیکل شو او د حضرت یعقوب د مشر زوی روبین د قبیلې څخه شروع وشوه.
د هغو نفرو شمېر چې د حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د دولسو قبیلو د مشرانو له خوا لیکل شوی ؤ، ټول ۶۰۳۵۵۰ تنه وو.
۴۷ مګر هغه خلک چې د لاوي د قبیلې څخه وو په دې کې شامل نه وو، ۴۸ ځکه چې څښتن حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو: ۴۹ <کله چې ته د هغو نفرو سرشمېرنه کوې چې جنګ کولی شي، نو د لاوي قبیله په کې مه شاملوه. ۵۰ د هغې په ځای لاویان د مقدسې خېمې او د هغې د ټول سامان مسوولان وټاکه. هغوی به دا خېمه او د هغې سامان انتقالوي، ساتنه به یې کوي او د هغې په شاوخوا کې به خپلې خېمې ودروي. ۵۱ هرکله چې تاسو خپلې خېمې بل ځای ته وړئ، نو لاویان دې مقدسه خېمه راټوله کړي او په نوي ځای کې دې بیا ودروي. که بل هرڅوک ورته نژدې ورشي وبه وژل شي. ۵۲ پاتې اسراییلیان به د خپلو ډلو په اساس خېمې ودروي، هر سړی به د خپل بیرغ لاندې د خپلې ډلې سره وي. ۵۳ خو لاویان به خپلې خېمې د مقدسې خېمې په شاوخوا کې ودروي ترڅو د اسراییلو په قوم باندې زما قهر نازل نه شي. لاویان دې د مقدسې خېمې د ساتلو مسئولیت په غاړه واخلي.>
۵۴ څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، اسراییلیانو کټ مټ هماغسې وکړل.