چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲ <د هرې قبیلې څخه یو یو مشر انتخاب کړه او کنعان ته یې د جاسوسانو په توګه ولېږه چې هغه وطن وګوري چې زه یې اسراییلیانو ته ورکوم.>
۳ نو حضرت موسیٰ د څښتن د حکم سره سم د فاران له دښتې څخه دولس قبیلوي مشران ولېږل ۴-۱۶ او حکم یې ورکړ چې د کنعان ځمکه وګوري. د هغوی نومونه دا دي:
۱۷ مخکې له دې چې حضرت موسیٰ هغوی کنعان ته ولېږي، داسې یې ورته وفرمایل: <کله چې د کنعان د جنوبي دښتې څخه تېر شوئ، غرنۍ سیمې ته چې په شمال کې ده لاړ شئ. ۱۸ دا معلومه کړئ چې هغه هېواد څه ډول دی، په هغه ځای کې څومره خلک اوسیږي او هغوی څومره قوي دي. ۱۹ هغه ځمکه ښه ده یا خرابه او آیا خلک په بې دېواله ښارونو کې اوسیږي یا په دېوال لرونکو ښارونو کې؟ ۲۰ خاوره یې حاصلخېزه ده او یا ځمکه یې ځنګلي ده؟ د هغو مېوو څخه چې هلته پیدا کیږي لږه خامخا د ځان سره راوړئ.> (دا د اولنیو پخو شویو انګورو موسم ؤ.)
۲۱ نو نفر د شمال خواته لاړل او هغه ځمکه یې د صین د دښتې څخه چې په جنوب کې وه تر رحوب پورې چې په شمال کې د حمات غاښي ته نژدې وه، وکتله. ۲۲ هغوی اول د هغه وطن جنوبي برخې ته لاړل او حبرون ته ورغلل. هلته د اخیمان، شیشای او تلمای طایفې اوسېدلې، دا د عناقیانو د قوم اولاده وه، چې ډېر لوړ قدونه یې درلودل. (حبرون اووه کاله مخکې د صوعن څخه چې په مصر کې ؤ جوړ شوی ؤ.) ۲۳ هغوی د اشکول درې ته ورغلل او هلته یې یوه څانګه پرې کړه چې د انګورو یو وږی په کې ؤ او دومره درنده وه چې دوه تنو هغه د یوې میلې په وسیله انتقال کړه. هغوی لږ انار او اینځر هم راوړل. ۲۴ (د انګورو د وږي له کبله چې اسراییلیانو هلته پرې کړ، هغه ځای د اشکول د درې په نوم یاد شو.)
۲۵ د کنعان د خاورې د کتلو څخه وروسته چې څلوېښت ورځې یې دوام وموند، ۲۶ هغه دولس نفره قادش ته چې د فاران په دښته کې ؤ راستانه شول او څه یې چې لیدلي وو، حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د اسراییلو ټول قوم ته وویل او هغه مېوه چې هغوی راوړې وه هغوی ته یې وروښودله. ۲۷ هغوی حضرت موسیٰ ته وویل: <مونږ هغه ځمکه وکتله او معلومه شوه چې هغه غني او حاصلخېزه ده او دا د هغې ځمکې لږه مېوه ده. ۲۸ مګر د هغه ځای خلک قوي او ښارونه یې ډېر لوی او دېوال لرونکي دي. برسېره پردې، مونږ هلته د عناقیانو اولاده هم ولیدله. ۲۹ عمالیقیان په جنوبي دښته کې اوسیږي، حیتیان، یبوسیان او اموریان په غرنۍ سیمه کې دي او کنعانیان د مدیترانې د بحیرې او د اردن د سیند په غاړه اوسیږي.>
۳۰ کالیب هغه خلک غلي کړل چې د حضرت موسیٰ په ضد یې شکایتونه کول او ویې ویل: <راځئ چې اوس لاړ شو او دا ځمکه ونیسو. زه پوهېږم چې مونږ دا کار کولی شو!>
۳۱ مګر هغو نفرو چې د کالیب سره تللي وو وویل: <نه، مونږ دومره قوي نه یو چې په هغوی باندې حمله وکړو، د هغه ځای خلک زمونږ څخه ډېر قوي دي.> ۳۲ نو هغوی د هغې ځمکې په باره کې چې هغوی کتلې وه د اسراییلیانو په منځ کې غلط خبر خپور کړ. هغوی وویل: <هغه ځمکه دومره حاصل هم نه ورکوي چې د هغه ځای د خلکو د مړولو دپاره کفایت وکړي. هرڅوک چې مونږ لیده ډېر لوړ قد یې درلود، ۳۳ حتیٰ مونږ په هغه ځای کې د عناقیانو اولاده ولیدله. هغوی دومره قوي وو او لوړ قدونه یې درلودل چې مونږ ته خپل ځانونه داسې کوچني ښکاره شول لکه د ملخانو په شان او هغوی ته هم همداسې ښکاره کېدو.>