مخکینۍ څپرکۍ

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

اول باب

دَ عيسىٰ مسيح نسب نامه

لُوقا ۳ :  ۲۳ ـ ۳۸

۱کتاب دَ نسب نامے دَ عيسىٰ مسيح، نسل دَ داؤد، نسل دَ اِبراهيم.

۲اِبراهيم دَ اِسحاق پلار وو، اِسحاق دَ يعقُوب، يعقُوب دَ يهوداه اؤ دَ هغۀ دَ وروُڼو پلار وو. ۳دَ يهوداه نه فِرص اَؤ زورح پيدا شو، دَ دوئ مور تامار وه. فِرص نه حصرون اَؤ حصرون نه رام پيدا شو. ۴دَ رام نه عميناداب پيدا شو. دَ عميناداب نه نحشون پيدا شو اَؤ دَ نحشون نه سلمون، ۵دَ سلمون نه بوعز، دَ دۀ مور راحب وه، دَ بوعز نه عوبيد پيدا شو، دَ دۀ مور روت وه. دَ عوبيد نه يَشى، ۶اَؤ دَ يشى نه داؤد بادشاه پيدا شو. داؤد دَ سليمان پلار وو، دَ هغۀ مور اول دَ اوريا ښځه وه، ۷دَ سليمان زوئے رحبوعام وو، دَ رِحبوعام زوئے ابياه، دَ ابياه زوئے آساه. ۸دَ آساه زوئے يهوسفط، دَ يهوسفط زوئے يورام اَؤ دَ يورام زوئے عُزياه، ۹اَؤ دَ عُزياه زوئے يوتام اَؤ دَ يوتام زوئے احاز، دَ احاز زوئے حزقياه، ۱۰دَ حزقياه زوئے منسه، دَ منسه زوئے امُون، دَ امُون زوئے يوشياه، ۱۱دَ يوشياه زوئے يکونياه، اَؤ دَ هغۀ ورُوڼه په هغه زمانه کښے پيدا شول چه بنديوان بابل ته بوتللى شول. ۱۲دَ بنديوانئ اَؤ بابل ته دَ دوئ دَ بوتللو نه پس دَ يکونياه نه شلتئ ايل پيدا شو اَؤ شلتئ ايل دَ زرُوبابل پلار وو، ۱۳زرُوبابل دَ ابيهود، اَؤ ابيهود دَ اِلياقيم اَؤ اِلياقيم دَ عازور پلار وو. ۱۴اَؤ دَ عازور نه صدوق پيدا شو، صدوق دَ اخيم پلار وو، اخيم دَ اِليهود، ۱۵اِليهود دَ اِلعازر، اِلعازر دَ مَتان، مَتان دَ يعقُوب، ۱۶يعقُوب دَ يُوسف پلار وو. يُوسف دَ مريم خاوند وو چه عيسىٰ ترے پيدا شو څوک چه مسيح بللے کيږي. ۱۷دَ اِبراهيم نه تر داؤد پورے ټولے څوارلس پيړئ دى، اَؤ دَ داؤد نه بابل ته دَ بنديوان بوتللو پورے څوارلس پيړئ، اَؤ دَ بنديوانئ نه تر مسيح پورے څوارلس پيړئ دى.

دَ عيسىٰ مسيح پيدايښت

لُوقا ۲ :  ۱ ـ ۷

۱۸دَ عيسىٰ مسيح دَ پيدايښت بيان داسے دے چه هر کله چه دَ هغۀ مور مريم يُوسف ته کوژدن شوه نو دَ وادۀ نه وړاندے معلُومه شوه چه هغه دَ رُوحُ القُدس نه اُميدواره ده. ۱۹يُوسف يو نيک سړے وو، نو هغۀ دَ هغے دَ بدنامئ نه دَ بچ کولو دَ پاره په پرده کښے دَ کوژدن ماتولو نيت وکړو. ۲۰هغۀ دا نيت کړے وو چه په دے کښے دَ خدائے يوه فرښته په خوب کښے ورته راغله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے دَ داؤد زويه يُوسفه! دَ مريم سره دَ وادۀ کولو نه مه ويريږه ځکه چه دَ هغے اُميدوارى دَ رُوحُ القدس په قُدرت ده. ۲۱دَ هغے به زوئے وشى اَؤ تۀ پرے عيسىٰ نُوم کيږده، ولے چه هغه به خپل اُمت دَ ګُناهونو نه خلاصوى.“

۲۲دا هر څۀ ځکه وشول چه خدائے دَ نبى په معرفت څۀ وئيلى وُو هغه پُوره شى. ۲۳”ګورئ، يوه پيغله به اُميدواره شى اَؤ زوئے به ئے وشى اَؤ دَ هغۀ نُوم به عمانوايل کيږ دى“ چه معنىٰ ده، خدائے زمونږ مل دے. ۲۴هر کله چه يُوسف دَ خوبه بيدار شو نو دَ خدائے دَ فرښتے حُکم ئے ومنو اَؤ مريم ئے خپل کور ته دَ خپلے ښځے په طور راوسته. ۲۵اَؤ تر هغے ئے لاس ورنۀ وړو تر څو چه ئے زوئے پيدا شوے نۀ وو، اَؤ دَ هغۀ نوم ئے عيسىٰ کيښودو.

مخکینۍ څپرکۍ