۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

شپږم باب

د سبت په ورځ وَږى شوکول

۱ نو يو ځل د سبت په ورځ عيسىٰ د فصل په پټو تېرېدو او د هغۀ مريدانو وَږى شوکول، هغه يې په لاسونو کښې مږل او خوړل يې. ۲ ځينو فريسيانو دا ووئيل چې، ”تاسو هغه کار ولې کوئ کوم چې د سبت په ورځ ناروا وى؟“ ۳ عيسىٰ ورله جواب ورکړو، ”تاسو دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى وُو نو هغوئ څۀ وکړل؟ ۴ هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې راواخسته او وې خوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو له هم ورکړه.“ ۵ بيا هغۀ دا وفرمائيل چې، ”اِبن آدم د سبت د ورځې مالِک دے.“

د يو وُچ لاسى سړى روغول

۶ د يو بل سبت په ورځ عيسىٰ عبادتخانې ته ننوتو او تعليم يې ورکولو. هلته په ګڼه کښې يو سړے وو چې ښے لاس يې اوچ شوے وو. ۷ او د شرعې عالمانو او فريسيانو دې ته کتل چې عيسىٰ به د سبت په ورځ دے روغ کړى او کۀ نه؟ د دې دپاره چې په هغۀ باندې د هغۀ خلاف څۀ اِلزام ولګوى. ۸ خو هغه پوهېدو چې د دوئ په زړونو کښې څۀ دى. نو هغۀ هغه سړى ته چې لاس يې وُچ وو، وفرمائيل چې، ”پاڅه او دلته ودرېږه.“ نو هغه پاڅېدو او هلته ودرېدلو. ۹ عيسىٰ بيا هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو راته دا ووايئ چې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد، ژوند بچ کول کۀ تباه کول؟“ ۱۰ هغۀ ټولو ته ګېرچاپېره وکتل او بيا يې هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ نو هغۀ داسې وکړل او د هغۀ لاس روغ جوړ شو. ۱۱ خو هغوئ د غصې نه سرۀ شول او يو بل ته يې ووئيل چې، ”مونږ د عيسىٰ سره څۀ وکړو؟“

د دولسو رسولانو غوره کول

۱۲ هم په دغه ورځو کښې عيسىٰ غرونو ته لاړو چې دُعا وکړى او ټوله شپه يې د خُدائ پاک نه دُعا وغوښتله. ۱۳ چې سحر شو نو هغۀ خپل مريدان راوبلل او د هغوئ نه يې دولس کسان خوښ کړل او هغوئ يې رسولان وبلل: ۱۴ شمعون په چا چې هغۀ پطروس نوم کېښودو، او د هغۀ ورور اندرياس، يعقوب، يوحنا، فيليپوس، برتلماۍ، ۱۵ متى، توما، د حلفئ زوئ يعقوب، او شمعون چې ورته ننګيالے هم وئيلے شى، ۱۶ او د يعقوب زوئ يهوداه، او يهوداه اِسکريوتى چا چې وروستو د هغۀ جاسوسى وکړه.

د حضرت عيسىٰ تعليم او شفا ورکول

۱۷ عيسىٰ د هغوئ سره د غرۀ نه راکوز شو او په هوار مېدان کښې ودرېدو. په دغه ځائ کښې د هغۀ د مريدانو ډله او ډېر خلق، چې ټول د يهوديه او يروشلم او د صور او د صيدا د سمندرى غاړې نه راټول شوى وُو، ۱۸ او د هغۀ اورېدو ته راغلى وُو او چې دوئ د خپلو رنځونو نه شفا ومومى. او هغه څوک چې پيريانو نيولى وُو، روغ شول. ۱۹ ټولو خلقو کوشش کولو چې لاس وروړى ځکه چې د هغۀ نه يو طاقت راوتلو او ټول به يې روغول.

برکتونه او غمونه

۲۰ بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته مخ راواړولو او وې فرمائيل چې، ”تاسو بختور يئ چې غريبان يئ، ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو ده. ۲۱ تاسو بختور يئ چې اوږى يئ، ستاسو لوږه به په مړېدو بدله شى. تاسو بختور يئ چې اوس ژاړئ، ستاسو ژړا به په خندا بدله شى. ۲۲ تاسو بختور يئ کله چې خلق تاسو نه نفرت کوى او د خپل مينځ نه مو شړى او درته سپکې سپورې وائى او د اِبن آدم د مريدى په وجه په تاسو اِلزام لګوى. ۲۳ نو په هغه ورځ تاسو خوشحالى کوئ او په خوشحالى ټوپونه وهئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے. هم دغه شان د دوئ پلار نيکونو هم د نبيانو سره دغه شان سلوک کړے وو. ۲۴ خو اے مالدارو. په تاسو افسوس دے ځکه چې تاسو خپل د خوشحالۍ دور تير کړو. ۲۵ په تاسو افسوس چې اوس ماړۀ يئ ځکه چې تاسو به اوږى شئ. په تاسو افسوس چې اوس خاندئ، ځکه چې تاسو به په غم آخته شئ او ژاړئ به. ۲۶ افسوس دے په تاسو کله چې ټول خلق ستاسو ښۀ تعريف کوى نو دغه شان د هغوئ پلار نيکونو د دروغژنو نبيانو تعريف هم کولو.

دشمنانو سره مينه

۲۷ خو ما ته غوږ شئ چې زۀ درته څۀ وايم د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ او څوک چې ستاسو نه نفرت کوى د هغوئ سره ښۀ کوئ. ۲۸ د هغوئ دپاره برکت غواړئ څوک چې په تاسو لعنت کوى او د هغوئ دپاره دُعا کوئ څوک چې تاسو بې‌عزته کوى. ۲۹ کۀ څوک تاسو په يو مخ ووهى نو هغۀ ته بل مخ هم ورواړوئ. کۀ څوک ستاسو چُوغه واخلى نو هغۀ ته خپل قميص هم ورکړئ. ۳۰ څوک هم چې ستاسو نه څۀ وغواړى هغوئ له يې ورکړئ. کله چې تاسو نه څوک هم ستاسو څيز واخلى نو د هغۀ نه يې بيا تپوس مۀ کوئ. ۳۱ د نورو سره داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره غواړئ. ۳۲ کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ځکه چې ګناه ګار هم د هغه چا سره مينه کوى څوک چې د هغوئ سره مينه کوى. ۳۳ او کۀ چرې تاسو د هغه چا سره نېکى کوئ څوک چې تاسو سره ښېګړه کوى نو ستاسو څۀ اجر دے؟ ځکه چې ګناه ګار خو هم دغسې کوى. ۳۴ او کۀ چرې تاسو تش هغه چا له قرض ورکوئ چې ستاسو باور وى چې تاسو ته به يې واپس کړى نو په دې کښې ستاسو اجر څۀ دے؟ ځکه چې ګناه ګار هم يو بل له قرض ورکوى او يو بل ته يې پوره واپس کوى. ۳۵ خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے. ۳۶ ترس ناک شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار هم ترس ناک دے.

په نورو خلقو اِلزام لګول

۳۷ په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى. بل څوک مۀ مجرموئ نو تاسو به هم مجرم ونۀ ګڼلے شئ. معاف کوئ نو تاسو به هم معاف کړے شئ. ۳۸ ورکړئ، نو تاسو ته به واپس درکړے شى. نو ستاسو جولۍ ته به ستاسو برخه ښۀ منډلې دربلې ښۀ ډکه تر خولې خولې واپس مِلاو شى. نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ دغه رنګ به واپس ستاسو ناپ تول کولے شى.“ ۳۹ او عيسىٰ هغوئ ته يو مِثال هم وئيلو چې، ”ولې يو ړوند بل ړوند ته لار ښودلے شى څۀ؟ آيا دواړه به په کنده کښې ونۀ غورزيږى څۀ؟ ۴۰ شاګرد د خپل اُستاذ نه لوئ نۀ وى خو هر هغه څوک چې پوره تربيت حاصل کړى نو هغه به د خپل اُستاذ په شان شى. ۴۱ تاسو د خپل ورور د سترګې خسڼى ته ولې ګوته نيسئ خو په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ ۴۲ تۀ څنګه خپل ورور ته دا وئيلے شې چې، وروره، راشه چې ستا د سترګې نه دا خسڼے وباسم، خو حال دا چې په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې.

ونه د مېوې نه پېژندلے شى

۴۳ هيڅکله ښۀ ونه بده مېوه نۀ نيسى، او هيڅکله بده ونه ښۀ مېوه نۀ نيسى، ۴۴ ځکه چې هره ونه په خپلې مېوې پېژندلے کيږى. تۀ د ازغو بوټو نه اينځر نۀ شې راټولولے او نۀ د جاړو بوټو نه انګور راشوکولے شى. ۴۵ ښۀ سړے به د خپل زړۀ د خزانې نه ښۀ څيزونه راوباسى او بد سړے به د خپل زړۀ د بدې خزانې نه بدې خبرې وباسى، ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.

دوه قسمه بنيادونه

۴۶ تاسو ما ته ولې مالِک مالِک وايئ او هغه کار هيڅکله هم نۀ کوئ چې زۀ يې درته وايم؟ ۴۷ هر هغه څوک چې ما له راځى او زما خبرې اورى او عمل پرې کوى نو زۀ به تاسو ته وښايم چې هغه د چا په شان دے. ۴۸ هغه د يو داسې سړى په شان دے چا چې د کور جوړولو دپاره ښۀ ژور بنيادونه وکنستل او بنياد يې په پوخ ګټ کېښودلو. او هر کله چې سېلاب راغلو نو په کور وروختو خو هغه يې ونۀ خوځولے شو ځکه چې هغه پوخ جوړ شوے وو. ۴۹ خو څوک چې زما خبرې اورى او عمل پرې نۀ کوى نو هغه د داسې سړى په شان دے چا چې د خپل کور بنياد د زمکې په مخ جوړ کړو. کله چې سېلاب راغلو نو په کور وروختو نو هغه يې راوغورزولو او بلکل تباه يې کړو.“