۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت يشوَع کِتاب

درېم باب

د بنى اِسرائيلو د اُردن سيند نه اوړېدل

۱په بل سحر يشوَع او ټول اِسرائيليان وختى پاڅېدل. او د شطيم کېمپ نه روان شول او اُردن ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې او انتظار يې کولو چې د هغه ځائ نه پورې غاړه واوړى. ۲درې ورځې پس مشرانو په کېمپ کښې چکر لګولو ۳او خلقو ته يې حُکم ورکولو، ”کله چې تاسو وګورئ چې اِمامان د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د لوظ صندوق اوړى نو د خپل ځائ نه پاڅئ او هغوئ پسې ځئ. ۴تاسو مخکښې هيڅکله دلته نۀ يئ راغلى نو هغوئ به تاسو ته د تلو لار ښائى. د لوظ صندوق ته مۀ ورنزدې کېږئ، دې نه تقريباً زر ګزه شاته اوسئ.“ ۵يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”ځانونه پاک کړئ ځکه چې مالِک خُدائ به سبا ستاسو په مينځ کښې لوئ کارونه کوى.“ ۶بيا يشوَع اِمامانو ته وفرمائيل چې، ”د لوظ صندوق اوچت کړئ او دې سره د خلقو نه مخکښې ځئ.“ او څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو نو هغوئ هم هغه شان وکړل. ۷مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن نه به زۀ د بنى اِسرائيلو په نظر کښې تا عزتمند کړم نو داسې به دوئ پوهه شى چې زۀ ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. ۸اِمامانو ته ووايه چې د لوظ صندوق اوړى او کله چې سيند ته ورسى نو دوئ دې د سيند غاړې ته ورکوز شى او هلته دې ودريږى.“ ۹بيا يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”دلته راشئ او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو ته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ. ۱۰داسې به تاسو ته پته ولګى چې ژوندے خُدائ پاک ستاسو په مينځ کښې دے او کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به ضرور کنعانيان، حِتيان، حِويان، فرزيان، جرجاسيان، اموريان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړى. ۱۱ګورئ چې د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اُردن ته ستاسو په مخکښې تېرېدونکے دے. ۱۲اوس دولس سړى چې د اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې نه يو يو وى غوره کړئ. ۱۳اِمامان به د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اوچتوى او کله چې هغوئ خپلې پښې په اوبو کښې کېږدى نو د اُردن سيند بهېدل به بند شى. او کومې اوبۀ چې ښکته راروانې وى هغه به د دېوال په شکل کښې يو ځائ کښې ودريږى.“ ۱۴‏-۱۵دا د لَو وخت وو او سيند ښۀ په موج کښې وو. کله چې خلقو کېمپ پرېښودو چې د اُردن نه پورې غاړه واوړى نو اِمامان چې د لوظ صندوق يې وړو د دوئ نه مخکښې لاړل او څنګه چې اِمامانو په سيند کښې قدم کېښودو، ۱۶نو د اوبو بهېدل بند شو. او لرې د آدم ښار په خوا کښې چې د ضرتان سره نزدې دے هلته اوبۀ د دېوال په شکل ودرېدې. او کومې اوبۀ چې لاندې د مالګې درياب ته بهېدې هغه په مکمله توګه بند شوې او خلق د يريحو سره نزدې پورې غاړه واوړېدل. ۱۷اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې په اوچه زمکه تر هغې پورې ولاړ وُو چې د اِسرائيلو ټول خلق په اوچه زمکه باندې پورې غاړه اوړېدلى نۀ وُو.