د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

دوېم باب

په قانا کښې وادۀ

۱په درېمه ورځ د ګليل په قانا نومې ځائ کښې يو وادۀ وو. د عيسىٰ مور هم هلته وه، ۲او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو. ۳کله چې مے ختم شُو نو د عيسىٰ مور هغۀ ته ووئيل، ”دوئ سره نور مے نشته.“ ۴عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”مورې، دا زما کار نۀ دے، زما وخت لا نۀ دے راغلے.“ ۵خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“ ۶هلته د کاڼى شپږ چاټۍ خوا په خوا ولاړې وې، دا د يهوديانو د دستور په مطابق د پاکېدو دپاره وې، په هره يوه کښې د شلو نه تر دېرشو ګيلنو پورې ځائ وو. ۷عيسىٰ خادِمانو ته وفرمائيل چې، ”دا چاټۍ د اوبو نه ډکې کړئ.“ او هغه هغوئ تر خولې خولې کړې. ۸بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”څۀ ترې وباسئ او د مېلمستيا مشر له يې يوسئ.“ او هغوئ هم دغسې وکړل. ۹کله چې د مېلمستيا مشر هغه اوبۀ وڅښلې نو هغه په ميو بدلې شوې وې. خو هغۀ ته د دې پته نۀ وه چې دا د کوم ځائ نه راغلى دى اګر چې نوکرانو ته پته وه چا چې اوبۀ راويستلې وې. نو هغۀ د وادۀ زلمے راوغوښتو ۱۰او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څوک ښۀ مے اول ورکوى او کمزورى تر هغې ساتى ترڅو چې مېلمانۀ پوره ماړۀ شوى نۀ وى، خو تا خو تر اوسه ښۀ مے لا ساتلى دى.“ ۱۱د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو. ۱۲د دې نه پس عيسىٰ د خپلې مور، وروڼو او مريدانو سره کفرنحُوم ښاريې ته ښکته لاړو او هغوئ هلته يو څو ورځې ايسار شول.

د خُدائ پاک د کور پاکول

۱۳د يهوديانو د فسح د اختر ورځې رانزدې وې نو عيسىٰ بره يروشلم ته لاړو. ۱۴هلته هغۀ د خُدائ د کور په دربار کښې د غوَيانو، ګډو او د کونترو خرڅوونکى او صرافان په خپلو کُرسو ناست وليدل. ۱۵عيسىٰ د پړى کوړه جوړه کړه او د خُدائ د کور نه يې سوداګر، ګډې او غوَيان بهر وشړل. هغۀ د صرافانو تختې نسکورې کړې، او د هغوئ پېسې يې ونوستلې، ۱۶بيا هغۀ د کونترو خرڅوونکو ته وفرمائيل، ”دا څيزونه دلته نه اخوا کړئ زما د پلار د کور نه بازار مۀ جوړَوئ.“ ۱۷د هغۀ مريدانو ته د صحيفو دا پېشګوئې راياده شوه، ”ستا د کور غېرت به ما وسوزوى.“ ۱۸بيا يهوديانو عيسىٰ ورټلو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ مونږ ته داسې څۀ معجزه ښودلے شې چې تۀ دا ثابت کړې چې دا اختيار تا سره شته؟“ ۱۹عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا د خُدائ کور ونړوئ او زۀ به يې په درېو ورځو کښې بيا ودروم.“ ۲۰بيا يهوديانو ووئيل، ”دا د خُدائ کور خو په شپږ څلوېښت کاله کښې جوړ شوے دے، او تۀ يې راته په درېو ورځو کښې ودروې؟“ ۲۱خو د خُدائ د کوم کور ذکر چې عيسىٰ کولو هغه د دۀ خپل بدن وو. ۲۲د هغۀ د بيا راژوندى کېدو نه پس د هغۀ مريدانو ته راياد شول چې هغۀ څۀ فرمائيلى وُو نو د هغوئ په صحيفو او د عيسىٰ په وينا يقين راغلو.

حضرت عيسىٰ د ټولو خلقو د فطرت نه واقف دے

۲۳کله چې عيسىٰ د فسح د اختر دپاره په يروشلم کښې دېره وو نو خلقو هغه معجزې وليدې کومې چې هغۀ ښکاره کړې او ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو. ۲۴خو عيسىٰ په خپله په هغوئ اعتبار نۀ کولو ځکه چې هغۀ ټول خلق ډېر ښۀ پېژندل. ۲۵او د بل چا د پوهولو ضرورت ورته نۀ وو ځکه چې هغه د ټولو خلقو د فطرت نه ښۀ خبر وو.