مخکینۍ څپرکۍ

د حضرت يوايل نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

۱د مالِک خُدائ کلام چې په يوايل د فتوايل په زوئ نازل شو.

د مُلخانو حمله

۲اے مشرانو، دا واورئ. تاسو ټول غوږ شئ، څوک چې په دې مُلک کښې اوسېږئ. ولې ستاسو په ژوند کښې يا ستاسو د پلار نيکۀ په ژوند کښې داسې څۀ کله پېښ شوى دى؟ ۳دا خپل اولاد ته ووايئ، او هغوئ دې دا خپل اولاد ته ووائى او داسې دې دا ياد تر نسلونو پورې تازه وى. ۴د قحطۍ د مُلخانو د لښکرو نه چې څۀ پاتې شُو، هغه غټو مُلخانو وخوړل، چې د غټو مُلخانو نه څۀ پاتې شُو نو هغه وړو مُلخانو وخوړل، او څۀ چې د وړو مُلخانو نه پاتې شُو، نو هغه نورو مُلخانو وخوړل. ۵اے شرابيانو، ويښ شئ او وژاړئ، اے مے څښونکو، تاسو ټول افسوس وکړئ، د نوؤ ميو په وجه افسوس وکړئ، ځکه چې دا ستاسو د شونډو نه راښکلے شول. ۶د هغوئ ټول لښکر زما په مُلک حمله وکړه، چې طاقتور او د شمېر نه بهر دى، د هغوئ غاښونه د زمرى په شان تېرۀ دى او د هغوئ داړې د زمرۍ په شان دى. ۷هغوئ زما د انګورو بوټى تباه کړى دى او زما د اينځرو ونې يې تباه کړې دى، پوستکى يې ترې نه ويستى دى او تباه کړى يې دى، د دې څانګې يې خالى او لغړى پرېښودې دى. ۸لکه د هغه پېغلې وژاړئ چا چې د ماتم جامې اغوستې وى او د خپل چنغول په مرګ ژړا انګولا کوى. ۹د غلې او د څښلو نذرانې د مالِک خُدائ په کور کښې ختمې شوې. هغه اِمامان ژاړى څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې خِدمت کوى. ۱۰پټى تباه شوى دى، زمکه اوچه شوه، غله تباه شوه، انګور ضائع شُو، او د زيتُونو تېل ختم شول. ۱۱اے زميدارانو غمژن اوسئ، اے د انګورو د باغ ماليانو، ژړا کوئ، د غنم او د اوربشو دپاره غمژن شئ، ځکه چې د فصل پټى تباه شوى دى. ۱۲د انګورو بوټى اوچ شُو او د اينځرو ونې وچې شوې، د انارو ونې، د کجورو ونې، او د سيوانو ونې او ټولې مېوه دارې ونې وچې شوې دى. او يقيناً د خلقو خوشحالى ورسره ورکه شوې ده. ۱۳اے اِمامانو د ټاټ جامې واچوئ او وژاړئ، او ماتم وکړئ تاسو څوک چې په قربان‌ګاه کښې خِدمت کوئ. راشئ، ټوله شپه د ټاټ په جامو کښې تېره کړئ، تاسو څوک چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوئ. ځکه چې ستاسو د خُدائ کور د غلې او د څښلو د نذرانو نه محروم شو. ۱۴د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ. ۱۵افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى. ۱۶زمونږ خوراک زمونږ د سترګو په وړاندې غېب شو، او خندا خوشحالى زمونږ د خُدائ پاک په کور کښې بنده شوه. ۱۷تخم د زمکې لاندې اوچ شو. د غلې ګودامونه خالى او وران ويجاړ پراتۀ دى، خمبې تشې او ماتې شوې ځکه چې تخم اوچ شوے دے. ۱۸څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى. ۱۹اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد کوم، ځکه چې اور د څرېدو ځايونه وسوزول او لمبو د ټولو پټو ونې وسوزولې. ۲۰تر دې چې ځنګلى ځناور هم تا ته فرياد کوى ځکه چې د اوبو نِهرونه اوچ شوى دى، او د اور لمبو په صحرا کښې څرن ځايونه سوزولى دى.

مخکینۍ څپرکۍ