۰:۰۰ / ۰:۰۰

د یعقوب لیک

درېم فصل

خپله ژبه په خپل واک کې ساتل

۱ای زما خویندو او ورونو! باید هڅه ونه کړئ چې تاسو ټول دې استاذان شئ، ځکه په دې پوهېږئ چې مونږ استاذانو سره به تر نورو زیات حساب کیږي، ۲ځکه چې مونږ ټول ډېرې تېروتنې کوو او څوک چې په خبرو کې تېروتنه نه کوي هغه کامل انسان دی او هغه کولای شي چې خپل ټول بدن په خپل واک کې وساتي. ۳مونږ د اس په خوله کې قیضه اچوو، ترڅو زمونږ تابع شي او هرې خواته چې وغواړو هغه بوځو. ۴همدارنګه کشتۍ‌ګانو ته وګورئ، سره له دې چې ډېرې غټې وي او په قوي بادونو باندې چلیږي، خو د یو وړوکي راشپېل په وسیله رهنمایي کیږي او هرې خواته چې کشتۍ چلوونکی وغواړي هماغې خواته یې بېولی شي. ۵ژبه هم همداسې ده، که څه هم هغه د بدن یو وړوکی غړی دی، خو د غټوغټو شیانو په هکله لافې وهي.

ګورئ څومره لوی ځنګل د اور په یو ورکوټي بڅرکي سره اور اخلي. ۶همدارنګه ژبه هم د اور په شان ده. هغه د بدیو څخه ډکه یوه نړۍ ده چې زمونږ په ټول بدن کې ځای نیسي او زمونږ ټول بدن فاسدوي. هغه زمونږ ټول ژوندون په اور سوځوي او دا په خپله د دوزخ په اور کې سوځیږي.

۷نو انسان کولای شي چې هر ډول وحشي حیوانات، مرغان، خزندې او بحري حیوانات اهلي کړي او اهلي کړي یې دي، ۸خو هېڅوک نه شي کولای خپله ژبه په خپل واک کې وساتي. ژبه بده او نه کنترولوونکې ده او د وژونکو زهرو څخه ډکه ده. ۹په همدې ژبه مونږ هم د څښتن یعنې اسماني پلار ثنا او صفت کوو او هم په انسان باندې چې د خدای په شکل پیدا شوی دی، بد وایو. ۱۰د همدې یوې خولې څخه هم د ستاینې خبرې راوځي او هم بدې خبرې. ای خویندو او ورونو! داسې باید نه وي. ۱۱ایا دا کېدای شي چې د یوې چینې د خولې څخه هم خوږې او هم تروې اوبه راوځي؟ ۱۲ای زما خویندو او ورونو! ایا د انځر ونه کولای شي چې زیتون او یا د انګورو تاک انځر ونیسي؟ په همدې ډول د تروو اوبو د چینې څخه خوږې اوبه نه شي راوتلی.

اسماني او دنیاوي حکمت

۱۳په تاسو کې څوک هوښیار او پوه شته؟ که چېرې وي، نو هغه دې دا په نېک ژوند تېرولو او په نېکو کارونو ثابته کړي یعنې داسې عاجزي چې د حکمت نه پیدا کیږي. ۱۴که چېرې ستاسو په زړونو کې سخته کینه او ځان خوښونه وي، نو باید لافې ونه وهئ چې هوښیاران یئ. که داسې وکړئ، نو حقیقت په دروغو بدلوئ. ۱۵دا هغه حکمت نه دی چې د اسمان نه راځي بلکې دا دنیاوي، نفساني او شیطاني حکمت دی. ۱۶ځکه چې هر‌چېرته چې کینه او ځان خوښونه وي، نو هلته ګډوډي او هر ډول بد کارونه کیږي. ۱۷خو کوم حکمت چې د اسمان نه راځي هغه لومړی سوچه وي، بیا سوله خوښوونکی، نرم، معقول، رحم کوونکی، له ښو ثمرو څخه ډک، بېطرفه او بې‌ریا وي. ۱۸او د نېکۍ او عدالت حاصل د هغه تخم څخه پیدا کیږي چې د سوله خوښوونکو له خوا په سوله کې کرل کیږي.