د يعقوب رسول خط

دوېم باب

د طرفدارۍ په خلاف خبردارے

۱اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې ستاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان وى څوک چې د جلال مالِک دے، نو بيا تاسو څنګه طرفدارى کولے شئ؟ ۲فرض کړئ چې کۀ يو سړى د سرو زرو ګوته او ښائسته جامې اغوستې وى او ستاسو د عبادت ځائ ته راشى او يو غريب سړے هم په شلېدلو جامو کښې دننه راشى، ۳کۀ تاسو هغه سړى ته زيات اهميت ورکړئ چې ښائسته جامې يې اچولې وى او ورته ووايئ چې، ”دلته بره د دې عزت په ځائ کښې کښېنئ،“ خو غريب سړى ته ووايئ چې، ”تۀ هلته ودرېږه،“ او يا، ”بهر د ور سره نزدې کښېنه،“ ۴نو ولې دا تاسو په خپل مينځ کښې طرفدارى ونۀ کړه؟ او تاسو د بدنېتۍ منصفان نۀ شوئ؟ ۵اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟ ۶خو تاسو د غريب سپکاوے وکړو. ولې دا مالداره نۀ دے چې په تاسو ظلم کوى او عدالت ته مو راکاږى؟ ۷ولې دا هغوئ نۀ دى څوک چې د هغه چا د عزتمند نوم په حقله کُفر غروى په کوم نوم چې تاسو يادېږئ؟ ۸کۀ په حقيقت کښې تاسو په هغه شاهى شريعت عمل وکړئ چې په کِتاب مقدس کښې دے چې فرمائى چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه کوئ،“ نو تاسو ښۀ کوئ. ۹خو کۀ چرې تاسو طرفدارى کوئ نو ګناه کوئ او د شريعت په مطابق مجرمان يئ. ۱۰ځکه کۀ يو کس په ټول شريعت عمل کوى او صرف په يوه خبره کښې هم خطا وکړى نو هغه د هغه چا په شان دے چې ټول شريعت ماتوى. ۱۱ځکه چا چې دا فرمائيلى دى چې، ”زنا مۀ کوئ،“ نو هغۀ دا هم فرمائيلى دى چې، ”قتل مۀ کوئ،“ نو کۀ تاسو زنا ونۀ کړئ او قتل وکړئ نو بيا هم تاسو شريعت مات کړو. ۱۲نو څۀ چې تاسو وايئ او څۀ کوئ خو دا خبره ياده ساتئ چې ستاسو به په هم هغه شريعت اِنصاف کيږى کوم چې تاسو له آزادى درکوى. ۱۳ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.

حقيقى مومن

۱۴اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ څوک ووائى چې زۀ ايماندار يم او نېک کارونه نۀ کوى نو د هغۀ د دې ايمان نه څۀ فائده ده؟ ولې داسې ايمان هغۀ له خلاصون ورکولے شى؟ ۱۵فرض کړئ کۀ تاسو يو ورور يا خور ووينئ چې خوراک يا جامو ته يې ضرورت وى، ۱۶او تاسو ورته ووايئ چې، ”په خير لاړ شه، ګرم اوسه او موړ اوسه،“ خو د کومو څيزونو چې هغۀ ته ضرورت وى، هغه ورنۀ کړئ نو د دې فائده څۀ ده؟ ۱۷دغه شان ايمان هم دے، کۀ د دې سره نيکى کول نۀ وى نو دا ايمان عبث دے. ۱۸خو څۀ خلق به وائى چې، ”تۀ ايماندار يې او زۀ نېک کارونه کوم.“ تۀ خپل ايمان بغېر د نېک کارونو نه ما ته وښايه او زۀ به خپل ايمان درته په نېک کار کولو وښايم. ۱۹تۀ په دې خبره يقين کوې چې خُدائ پاک يو دے. دا ډېره ښۀ خبره ده. اګر چې پيريان هم داسې ايمان ساتى او د يرې نه رپيږى. ۲۰اے کم عقله، ولې تۀ په دې هم نۀ پوهېږې چې د نېک کار کولو نه بغېر ايمان عبث دے؟ ۲۱نو کله چې زمونږ نيکۀ اِبراهيم خپل زوئ اِسحاق په قربان‌ګاه د قربانۍ په طور پېش کړو نو ولې هغه په دې کار سره صادق نۀ شو څۀ؟ ۲۲نو تا وکتل چې د هغۀ ايمان او عمل په شريکه کار وکړو او د هغۀ دې کار د هغۀ ايمان کامِل کړو. ۲۳او د صحيفو هغه ليکل پوره شو چې فرمائى، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو،“ او هغه خليل اللّٰه وبللے شو. ۲۴نو تاسو وينئ چې انسان تش په ايمان نه، بلکې په عمل صادق کيږى. ۲۵نو راحب کنجره هم د دې يو بل مثال دے چې هغې په خپل نېک کار سره د خُدائ پاک صداقت حاصل کړو کله چې هغې هغه جاسوسانو له پناه ورکړه او په بله لار يې رُخصت کړل. ۲۶نو څنګه چې بدن بغېر د روح نه مړ دے هم دغه شان ايمان هم بغېر د نېک کار کولو نه مړ دے.