چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ ای د یعقوب اولادې
چې یادېږئ په نامه د اسراییلو
ای د یهودا اولادې
تاسو قسم خورئ د څښتن په نامه
او کوئ ذکر او عبادت د اسراییلو د خدای
خو په رښتیا او صداقت سره نه
۲ خو بیاهم ویاړئ په دې
چې اوسېدونکي د سپېڅلي ښار یئ
او تاسو تکیه کوئ د اسراییلو په خدای
چې نوم یې دی مطلق قادر څښتن
۳ څښتن وایي د اسراییلو قوم ته:
«ما پېشګویي کړې وه ډېره پخوا
او اعلان مې کړی ؤ چې پېښیږي به څه
بیا مې ناڅاپه عملي کړلې دا
او زما ټولي پېشګویۍ شوې رښتیا
۴ ځکه چې زه پوهېدم
چې تاسو څومره یئ سرکښه خلک
او یئ کلک لکه د اوسپنې په شان
او نه نرمېدونکي یئ د برنجو په شان
۵ او ما پېشګویي کړې وه
ستاسو د راتلونکې په هکله له ډېر پخوا نه
اعلان مې کړی ؤ د هغو پېښو چې دي شوي
د دې دپاره چې دعوه ونه کړئ
چې دا هرڅه کړي ستاسو بتانو
او شوي ستاسو د فلزي مجسمو په امر
۶ تاسو زما پېشګویۍ واورېدلې
اوس یې وګورئ چې پوره شوې ټولې
باید په دې باندې اقرار وکړئ
چې پېشګویۍ وې زما سمې
اعلانوم تاسو ته نوي شیان
له دې نه وروسته
هغه څه چې وو پټ له تاسو
او خبر نه وئ له هغو نه تاسو
۷ یوازې اوس منځ ته راوړمه هغه ټول شیان
چې تاسو نه وو اورېدلي تېرو وختونو کې
که چېرې تاسو اورېدلي وای
نو تاسو کړې به دعوه وای
چې مونږ خبر وو له دې
۸ نه، تاسو په دې اړه هېڅ نه دي اورېدلي
او خبر نه یئ هېڅ په دې هکله
ځکه چې زه پوهېدم چې خاینان یئ تاسو
او مشهور وئ د یاغیانو په نوم د مور له ګېډې
۹ خو د خپل نوم په خاطر ډډه کومه زه
له خپلې غوسې
د خپل ثنا او صفت په خاطر زه مخنیوی کوم
له خپلې غوسې او له منځه نه وړم تاسو
۱۰ ګورئ، ما تاسو پاک کړئ،
خو نه په شان د سپینو زرو
تاسو مې وازمایلئ د کړاوونو داش کې
۱۱ څه چې کوم هغه کوم زه د خپل ځان په خاطر
یوازې کړم یې د خپل ځان په خاطر
ځکه زه نه پرېږدم چې بې عزتي مې وشي
او زه به ورنه کړم خپل جلال هېچا ته»
۱۲ څښتن وایي: «ای یعقوبه، ای اسراییله،
ای زما قومه چې ما راغوښتي یئ واورئ!
یوازېنی خدای یمه زه
اول او اخر یمه زه
۱۳ هو، ما بنیاد ایښی د ځمکې
خپلو لاسونو باندې
او ما خپاره کړي اسمانونه دي
کله چې زه هغوی راغواړمه
نو راځي او حاضروي ځانونه
۱۴ سره راغونډ شئ تاسو ټول او واورئ!
په خدایانو کې چا وکړه پېشګویي د دغو پېښو؟
د کوم سړي سره چې مینه لرم
هغه تر سره به کړي بابل باندې زما اراده
او د هغه قدرت به کاندي ړنګه د بابل پاچاهي
۱۵ زه هغه ذات یم چې کورش ته مې اواز وکړ
او ما راوغوښت هغه
هغه دنده چې ما وسپارله هغه ته
نو بری به یې شي په برخه
۱۶ اوس نژدې راشئ او څه چې وایم
ورته غوږ ونیسئ
ما له پیله په ښکاره خبرې کړې
او له شروع نه مې لاس درلود په ټولو پېښو کې»
اوس زه څښتن تعالی د خپل روح سره رالېږلی یم.
۱۷ سپېڅلی خدای د اسراییلو
هغه څښتن چې دی ژغورونکی ستاسو
داسې وایي:
«زه څښتن خدای یم ستاسو
زه هغه ذات یمه چې غواړم
درکړم تاسو ته تعلیم چې وي په ګټه ستاسو
او درته ښایم هغه لاره چې پرې لاړ شئ تاسو
۱۸ کاشکې مو پام کړی وای زما حکمونو ته
نو بیا به د سیند په شان جاري وای سوله ستاسو
او بری به راروان وای ستاسو خواته
په شان د بحیرې د څپو
۱۹ لکه د شګو په شان به وای بې شمېره اولاده ستاسو
او پرېښودلئ مې نه چې تاسو خپله
او یا نوم ستاسو له منځه لاړ شي»
۲۰ وځئ بابل نه او وتښتئ!
ټوله نړۍ کې کړئ اعلان دا زېری
د خوشحالۍ په چیغو
او ووایئ: «څښتن وژغوره
خپل خدمتګار یعقوب!»
۲۱ په وچه دښته کې چې کله روان کړی ؤ
څښتن خپل قوم
هغوی یې پرېنښودل چې تږي شي
څښتن د ګټ څخه جارې کړلې اوبه هغوی ته
هغه سوری کړلو ګټ او وبهېدلې اوبه ورڅخه
۲۲ څښتن وایي: «سوله نشته بد عملو ته»