چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ ای څښتنه، ته یې خدای زما
زه به کومه درناوی ستا
او ثنا او صفت به کوم ستا د نامه
ځکه تا کړي دي ډېر عجیبه کارونه
هغه څه چې پلان کړي تا پخوا وو
په وفادارۍ دې رسولي هغه سرته
۲ تا بدل کړي دي ښارونه کنډوالو باندې
او ورانې کړې دې دي ټینګې کلاګانې
کومې ماڼۍ چې جوړې کړې وې پردو قومونو
هغه شوې ورانې د تل دپاره داسې
چې بیا به جوړې نه شي هېڅکله
۳ نو په دې خاطر به وکړي ثنا او صفت ستا
د نړۍ د تکړه قومونو خلک
او خلک به تا نه وېره وکړي
د ظالمو قومونو په ښارونو کې
۴ ځکه چې ته د مصیبت په وخت کې
یې ساتونکی د غریبو او بې وسه خلکو
تا ورکړې ده پناه هغوی ته د توفانونو وخت کې
او ورکړی دې دی سیوری
د سوځوونکې ګرمۍ په وخت کې
د توفان په شان دی پوکی د ظالمانو
چې لګیږي په دېوال
۵ لکه ګرمي د صحرا چې وچوي ځمکه
خو ای څښتنه، غلي کوې ته اوازونه
د پردو قومونو داسې
لکه ورېځ چې سړوي ډېره ګرمي
نو غلې کوې ته همدارنګه
سندره د ظالمو خلکو
۶ مطلق قادر څښتن به د صهیون په غره باندې د نړۍ ټولو قومونو ته د خوندورو خوراکونو او د انګورو د ښو زړو شرابو مېلمستیا تیاره کړي. ۷ دلته به هغه د غم څادر لېرې کړي چې په ټولو خلکو باندې هوار دی او د قومونو څخه به هغه کفن لېرې کړي چې په هغوی باندې پروت دی. ۸ څښتن تعالی به د تل دپاره مرګ لېرې کړي! هغه به د هرچا د سترګو اوښکې وچې کړي او د خپلو خلکو هغه رسوایي او بې عزتي چې هغوی په ټوله نړۍ کې ورسره مخامخ دي، لېرې کړي. دا په خپله څښتن ویلي دي.
۹ په هغه ورځ به خلک داسې وایي: «وګورئ، هغه زمونږ خدای دی چې ورته سترګې په لاره وو او مونږ یې ژغورلي یو. هغه څښتن دی چې مونږ د هغه نه هیله لرله، نو په دې خاطر چې هغه مونږ ژغوري، باید د خوشحالۍ جشن جوړ کړو.»
۱۰ څښتن به د صهیون د غره ساتنه کوي، خو د موآب خلک به داسې تر پښو لاندې شي لکه بوس چې په ډېران کې تر پښو لاندې کیږي. ۱۱ هغوی به د خپلې ژغورنې په خاطر د لامبوزنو په شان لاس او پښې وهي، خو څښتن به د هغوی مهارت له منځه یوسي او غرور به یې مات کړي. ۱۲ څښتن به د موآب جنګي کلاګانې چې لوړ لوړ دېوالونه لري، راوغورځوي او د خاورو سره به یې خاورې کړي.