بل څپرکۍ

د حجای نبي کتاب

دوهم فصل

د خدای د نوي کور شان او شوکت

۱ د هماغه کال د اوومې میاشتې په یوویشتمه ورځ څښتن یوځل بیا د حجای نبي په وسیله خبرې وکړې. ۲ هغه حجای ته وویل چې د شلتي‌ییل زوی زروبابل چې د یهودا والي دی، مشر کاهن یوشع د یهوصاداق زوی او ټولو خلکو سره خبرې وکړي او هغوی ته ووایي: ۳ «ایا په تاسو کې داسې څوک شته چې د خدای د کور پخوانی شان او شوکت ورته په یاد وي؟ هغه تاسو ته اوس څنګه ښکاري؟ دا به تاسو ته هېڅ هم نه ښکاري. ۴ خو څښتن داسې وایي چې ای زروبابله، اوس قوي اوسه. ای یوشع کاهنه د یهوصاداق زویه، قوي اوسه. ای ټولو خلکو، قوي اوسئ . خپل کار کوئ، ځکه چې زه درسره مل یم. مطلق قادر څښتن داسې وایي. ۵ کله چې ستاسو نیکونه د مصر نه راوتل، نو ما د هغوی سره وعده وکړه چې زه تل ستاسو سره مل یم. زما روح به تل ستاسو سره مل وي، نو ونه وېرېږئ.»

۶ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «زه به لږه موده وروسته ځمکه او اسمانونه او وچه او بحیره ولړزوم. ۷ زه به ټول قومونه ولړزوم او د هغوی خزانې به دلته راوړل شي او دا کور به د جلال نه ډک شي. ۸ د دنیا ټول سپین زر او سره زر زما دي. مطلق قادر څښتن داسې وایي. ۹ د دې کور شان او شوکت به د زوړ کور نه زیات وي او په هغه ځای کې به زه خپل قوم ته نېکمرغي او ارامي راولم.» مطلق قادر څښتن داسې وایي.

حجای نبي د کاهنانو نه پوښتنه کوي

۱۰ د داریوش د پاچاهۍ په دوهم کال د نهمې میاشتې په څلورویشتمه ورځ مطلق قادر څښتن یوځل بیا د حجای پیغمبر سره خبرې وکړې. ۱۱ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «د کاهنانو نه پوښتنه وکړه چې شریعت د دې موضوع په هکله څه وایي. ۱۲ فرض کړئ یو څوک د قربانۍ د سپېڅلې غوښې نه لږه واخلي او په خپله لمنه کې یې واچوي او هغه یوسي. که د هغه لمن د ډوډۍ، پخو خوړو، شرابو، تېلو او هر قسم خوړو سره ولګیږي، ایا هغه خواړه به هم سپېڅلي شي؟ نو کاهنانو ځواب ورکړ او ویې ویل: ‹نه.›» ۱۳ نو حجای پوښتنه وکړه: «فرض کړئ یو سړی په مړي باندې ولګېده او ناپاکه شو. که چېرې هغه د دې خوړو نه کوم یو ته لاس وروړي، ایا هغه به هم ناپاکه شي؟› کاهنانو ځواب ورکړ: ‹هو.›» ۱۴ بیا حجای وویل: «نو څښتن وایي چې د دې قوم خلک هم همداسې دي. هغوی چې هر کار کوي او هر څه چې د قربانۍ په ځای کې وړاندې کوي، هغه به ناپاک وي.»

اوسنی حالت او د برکت وعده

۱۵ څښتن وایي: «وګورئ چې ستاسو سره څه کیږي. مخکې له دې چې زما د کور بیا جوړول شروع کړئ، ۱۶ تاسو دا تمه لرله چې شل خرواره حاصل به واخلئ، خو یوازې لس خرواره به تر‌لاسه کړئ. تاسو دا تمه لرله چې د یوې چاټۍ نه به پنځوس لیتره شراب راوباسئ، خو تاسو یوازې شل لیتره تر‌لاسه کړل. ۱۷ ما یو سوځوونکی باد، مرض او ږلۍ نازل کړل چې تاسو چې هر څه کرلي دي هغه خراب کړي، خو تاسو بیا توبه ونه ویستله. ۱۸ نن د نهمې میاشتې څلورویشتمه ورځ ده یعنې هغه ورځ ده چې د خدای د کور تهداب به ایښودل کیږي. نو ګورئ چې د نن نه وروسته به څه کیږي. ۱۹ سره له دې چې نه غلې دانې پاتې دي او نه د انګورو تاکونو، نه د انځرو ونو، نه انارو او نه د زیتونو ونو حاصل ورکړی، خو له همدې نن ورځې نه به تاسو ته برکت درکوم.»

د زروبابل سره د څښتن وعده

۲۰ په هماغه ورځ چې د میاشتې څلورویشتمه وه څښتن حجای ته دوهم پیغام ورکړ چې ۲۱ د یهودا والي زروبابل ته ووایه: «زه به زر ځمکه او اسمان ولړزوم ۲۲ او د پاچاهیو تختونه به رانسکور کړم او د هغوی قدرت به له منځه یوسم. زه به جنګي ګاډۍ او د هغو چلوونکي په بل مخ راواړوم، اسونه به مړه شي او سپاره خلک به یې یو بل سره وژني. ۲۳ نو ای د شلتي‌ییل زویه، زما خدمتګار زروبابله، زه به تا په هغه ورځ راونیسم او تا نه به د خپلې ګوتې مهر جوړ کړم چې زما په نامه به حکومت کوې. ته هغه څوک یې چې ما غوره کړی یې.» مطلق قادر څښتن داسې وايي.

بل څپرکۍ