چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتىاېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو. ۲ ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، دا خلق وائى چې د مالِک خُدائ د کور بيا جوړولو وخت لا نۀ دے راغلے.“ ۳ بيا د مالِک خُدائ پېغام د حجى پېغمبر په ذريعه راغلو چې، ۴ ”آيا تاسو ته دا ښۀ ښکارى چې زما کور کنډر پروت وى او تاسو په عالى شان کورونو کښې اوسېږئ؟ ۵ اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، تاسو سره چې څۀ کيږى ورباندې غور وکړئ. ۶ تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى. ۷ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې په خپلو کارونو ډېر غور کوئ. ۸ بره غر ته لاړ شئ او لرګى ترې لاندې راوړئ، او زما کور جوړ کړئ، نو چې زۀ پرې خوشحاله شم او عزتمند شم، مالِک خُدائ داسې فرمائى. ۹ تاسو د ډېرو په طمع وئ، خو وګورئ، دا لږ وختل. تاسو چې کور ته څۀ راوړل، هغه ما په هوا کښې والوځول. ولې؟ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زما د کور په وجه چې ګډوډ پروت دے، او تاسو ټول په خپلو کورونو جوړولو کښې مصروف يئ. ۱۰ نو ځکه ستاسو په وجه، آسمانونو پرخه ورول او زمکې فصل کول بند کړل. ۱۱ ما د اوچ کالۍ حکم کړے دے چې په زمکه او غرونو، په غله، په نوې ميو، په زيتُونو تېلو او په هر قسمه پېداوار چې زمکه يې کوى، په انسانانو او ځناورو، او ستاسو د لاسونو په محنت دې راشى.“ ۱۲ بيا زرُبابل د شلتىاېل زوئ، يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زوئ، او د مالِک خُدائ پاتې شوو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک خبرې ومنلې چې د حجى پېغمبر په ذريعه وئيلے شوې وې چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک هغه رالېږلے وو. او خلق د مالِک خُدائ نه ويرېدل. ۱۳ بيا حجى، د خُدائ پاک پېغمبر، خلقو ته د مالِک خُدائ دا پېغام ورسولو، ”زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ فرمائى.“ ۱۴ نو مالِک خُدائ د زرُبابل د شلتىاېل د زوئ جذبه راپاروله چې د يهوداه حاکِم وو، او د يشوَع جذبه چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو، او د مالِک خُدائ د ټولو ژوندى پاتې شوو خلقو جذبه. هغوئ راغلل او د مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د هغوئ پاک خُدائ وو په کور يې کار شروع کړو. ۱۵ دا کار د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په څليريشتمه ورځ شروع شو.