۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

دوېم باب

۱نو داسې د ټول کائنات جوړېدل پوره شُو. ۲خُدائ پاک خپل ټول کارونه پوره کړل او په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. ۳هغۀ اوومې ورځې له برکت ورکړو او مقدسه يې وګرځوله، ځکه چې هغۀ په اوومه ورځ پېدايښت پوره کړو او څۀ يې ونۀ کړل. ۴او داسې ټول کائنات پېدا شول.

د عدن باغ

کله چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک ټول کائنات جوړ کړل، ۵په زمکه هيڅ قِسم بوټے نۀ وو او هيڅ تخم زرغون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے او د زمکې د کروندې هم څوک نۀ وُو. ۶خو اوبۀ به د زمکې نه راوتلې او زمکه به يې اوبۀ کوله. ۷بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو. ۸بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په عدن کښې يو باغ وکَرلو او هغه پېدا کړے آدم يې په کښې مقرر کړو. ۹هغۀ هلته هر قِسم ښائسته او مېوه‌دارې ونې راشنې کړلې. هغۀ د باغ په مينځ کښې ژوند ورکوونکى ونه او د ښۀ او بد پوهه ورکوونکى ونه ولګوله. ۱۰په عدن کښې يو درياب به باغ اوبۀ کولو، د عدن بل طرف ته دا په څلورو سيندونو کښې تقسيم شوے وو. ۱۱د وړومبى سيند نوم فيسون دے، دا د حويلۍ ټول مُلک نه تېريږى. ۱۲سوچه سرۀ زر، خوشبودار عطر او اونيکس کاڼى دلته ملاويږى. ۱۳د دوېم سيند نوم جيحون دے، دا د کوش ټول مُلک نه تېريږى، ۱۴درېم سيند دجله دے، چې د اسور نمرخاتۀ طرف نه تېريږى او څلورم د فرات سيند دے. ۱۵مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم په باغ عدن کښې مقرر کړو چې په باغ کښې کَرل رېبل کوى او ساتنه يې کوى. ۱۶مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغۀ ته حُکم وکړو، ”تۀ د باغ د هرې ونې مېوه خوړے شې، ۱۷خو د هغې ونې نه بغېر کومه چې د ښۀ او بد د پېژندګلو پوهه ورکوى. چې هيڅکله د هغې ونې مېوه ونۀ خورې، کۀ تا وخوړه، نو په هغه ورځ به مړ شې.“ ۱۸بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”د آدم دپاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ دپاره يوه ښۀ ملګرې جوړه کړم چې د هغۀ مدد به کوى.“ ۱۹نو هغۀ د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او ټول ځناور او مارغان يې ترې نه جوړ کړل. هغه يې بيا آدم له راوستل چې وګورى چې څۀ نومونه ورباندې ږدى، او آدم چې په هر ژوندى څيز څۀ نوم کېښودو نو هم هغه يې نوم شو. ۲۰نو آدم په ټولو مارغانو او ځناورو نومونه کېښودل، خو د آدم دپاره يوه ښۀ ملګرې نۀ وه پېدا شوې چې د هغۀ مدد وکړى. ۲۱بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په آدم دروند خوب راوستلو او چې آدم اودۀ شو، نو هغۀ د آدم نه يوه پوښتۍ راوويسته او هغه ځائ يې ورله په غوښه ډک کړو. ۲۲بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د آدم د پوښتۍ نه يوه ښځه پېدا کړه او هغۀ له يې راوستله. ۲۳نو آدم وفرمائيل، ”واه، دا هم زما په شان ده. او زما په شان بدن دے. د دې نوم ”ښځه“ دے، ځکه چې دا د بنى آدم نه راويستلے شوې ده.“ ۲۴په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى. ۲۵سړے او ښځه دواړه بربنډ وُو، خو د يو بل نه يې پړده نۀ کوله.