۰:۰۰ / ۰:۰۰

غلاتیانو ته د پولوس رسول لیک

دوهم فصل

رسولانو پولوس د رسول په توګه قبول کړ

۱څوارلس کاله وروسته یوځل بیا د برناباس سره اورشلیم ته لاړم او تیتوس مې هم د ځان سره بوته. ۲زه د خدای د الهام له مخې هلته لاړم. هلته ما د کلیسا د هغو کسانو سره چې مشران ګڼل کېدل یوازې ولیدل او د هغوی سره مې د هغه زېري پیغام شریک کړ چې غیریهودیانو ته به مې ورکاوه. ما غوښتل په دې ډاډه شم چې کوم کار چې مې مخکې کړی ؤ او یا یې اوس کوم، هغه ګټه نه لري. ۳خو سره له دې چې زما ملګری تیتوس یوناني هم ؤ، خو هغه یې مجبوره نه کړ چې سنت شي. ۴که څه هم ځینې خلکو چې خپل ځانونه یې ایمانداران ښودل، په پټه زمونږ په ډله کې راننوتلي وو چې جاسوسي وکړي، غوښتل چې دا کار وکړي او هغه ازادي چې مونږ په عیسی مسیح کې لرو، هغه له منځه یوسي. هغوی غوښتل چې مونږ غلامان کړي او دې ته مو مجبور کړي چې د هغوی د یهودیت د قوانینو پیروي وکړو. ۵خو مونږ یوه شېبه هم هغوی ته موقعه ورنه کړه چې د هغوی تعلیم ته غاړه کېږدو، ځکه چې مونږ غوښتل د زېري رښتینولي د تل دپاره په تاسو کې خوندي پاتې شي. ۶او کوم خلک چې مشران ګڼل کېدل، زما په پیغام کې هېڅ شی زیات نه کړل. خو زما دپاره فرق نه کوي که هغوی هر څنګه وو، ځکه چې خدای د هېچا د ظاهري شکل په هکله قضاوت نه کوي. ۷د دې په ځای، هغوی ولیدل چې خدای ماته دا وظیفه سپارلې ده چې ناسنت شویو غیریهودیانو ته زېری ورسوم، لکه څنګه چې پطروس ته د سنت شویو یهودیانو ته د زېري رسولو وظیفه سپارل شوې وه. ۸ځکه هماغه خدای چې پطروس ته یې قدرت ورکړ چې د یهودیانو رسول اوسي، ماته یې هم قدرت راکړ چې د غیریهودیانو رسول واوسم. ۹کله چې یعقوب، پطروس او یوحنا چې د کلیسا مشران ګڼل کېدل، د خدای هغه فضل ولیده چې ماته راکړل شوی ؤ، نو هغوی برناباس او ماته د ملګرتیا لاس راکړ. په دې سره جوړ راغلو چې مونږ به په غیریهودیانو کې او هغوی به د یهودیانو په منځ کې کار کوي. ۱۰د هغوی یوازېنۍ غوښتنه دا وه چې باید د غریبانو په فکر کې واوسو، دا هغه څه وو چې ما په شوق سره غوښتل ویې کړم.

پولوس د پطروس سره مخالفت کوي

۱۱خو کله چې پطروس انطاکیې ته راغی نو ما مخامخ د هغه مخالفت وکړ، ځکه کوم کار چې هغه کړی ؤ، غلط ؤ. ۱۲ځکه مخکې له دې چې ځینې کسان چې د یعقوب له خوا رالېږل شوي وو هلته راورسیږي، پطروس د غیریهودیانو ایماندارانو سره په یو دسترخوان باندې کښېناست، خو د هغوی په رسېدلو سره هغه نور د غیریهودیانو سره خوړل څښل پرېښودل. پطروس خپل ځان له هغوی څخه بېل کړ، ځکه هغه د هغو خلکو څخه وېرېده چې د غیریهودیانو سنتول یې غوښتل. ۱۳نور یهودي ایمانداران هم په دې ریاکارۍ کې د پطروس سره یوځای شول، تر دې پورې چې برناباس هم د هغوی د ریاکارۍ له امله بې‌لارې شو. ۱۴کله چې ما ولیدل د هغوی چلند او چلند د زېري د حقیقت سره سم نه دی، نو د ټولو په مخکې مې پطروس ته وویل: «سره له دې چې ته یهودي یې خو د غیریهودیانو په شان ژوند تېروې، نه د یهودیانو په شان، نو بیا څنګه کولای شې چې غیریهودیان دې ته مجبور کړې چې د یهودیانو په شان ژوند وکړي؟»

یهودیان او غیریهودیان د ایمان په وسیله خلاصون مومي

۱۵مونږ د اصل نه یهودیان یو، خو د ګناهکارو غیریهودیانو په شان نه یو. ۱۶خو مونږ پوهېږو چې هېڅوک د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره نه، بلکې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره نېک ګڼل کیږي. مونږ په خپله هم په عیسی مسیح باندې ایمان راوړ، ترڅو په مسیح باندې په ایمان راوړلو سره نېک وګڼل شو، نه د شریعت په سرته رسولو سره. ځکه چې هېڅوک نه شي کولای د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره نېک وګڼل شي. ۱۷که چېرې مونږ هڅه کوو چې په مسیح باندې د ایمان راوړلو په وسیله نېک وګڼل شو، خو په دې ګناهکاران ګڼل کېږو چې شریعت مو پریښی دی، نو ایا د دې معنی دا شوه چې مسیح زمونږ د ګناه سبب شو؟ هېڅکله نه. ۱۸که چېرې زه هغه شریعت بیا جوړوم چې په خپله مې خراب کړی دی، نو زه به خپل ځان د شریعت ماتوونکی وښایم. ۱۹ځکه کله چې ما په شریعت باندې د عمل کولو کوښښ کاوه، زه یې محکوم کړم، نو د شریعت له مخې مړ شوم. نو ما د هغه د ټولو شرایطو پوره کول پرېښودل، ترڅو د خدای د ارادې سره سم ژوند وکړم. ۲۰زه د مسیح سره په صلیب شوم، نو زه نور ژوندی نه یم، بلکې مسیح په ما کې اوسیږي. اوس چې زه کوم ژوند تېروم، هغه د خدای په زوی باندې د ایمان لرلو په وسیله دی چې زما سره یې مینه وکړه او خپل ژوند یې زما دپاره له لاسه ورکړ. ۲۱زه د خدای فضل بې‌ګټې نه ګڼم، ځکه که چېرې عدالت په شریعت باندې د عمل کولو له لارې حاصلېدلای شوای، نو بیا اړتیا نه وه چې مسیح دې مړ شي.