۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - ماخذ انبياء

پينځم باب

د يروشلم خلاف تُوره

۱ ”اے بنى آدمه، يوه تيره تُوره راواخله او هغه لکه د نائى د چړې په شان د خپل سر او ږيرې د وېښتو خرئيلو دپاره استعمال کړه. او بيا هغه وېښتۀ د يوې تلې په ذريعه په درېو برخو تقسيم کړه. ۲ نو کله چې ستا د محاصرې ورځې په ختمېدو شى، د وېښتو درېمه حِصه په ښار کښې دننه وسوزوه. او بله حِصه يې د ښار نه ګېرچاپېره په تُوره ووهه او ذره ذره يې کړه. او بله حِصه په هوا کښې وشينده، ځکه چې زۀ به تُوره دوئ پسې راوکاږم. ۳ خو د وېښتو يو څو تارونه دې د څادر په پلو کښې ونغاړه او ځان سره يې وساته. ۴ بيا د دې نه يو څو وېښتۀ راواخله او په اور کښې يې واچوه او وې سوزوه. د هغې نه به اور ټولو بنى اِسرائيلو ته خور شى. ۵ مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې دا يو مثال دے چې په آئنده کښې به د يروشلم سره څۀ کيږى. يروشلم ما د ټولو قومونو په مينځ کښې پېدا کړے دے او ټول مُلکونه ترې نه ګېرچاپېره پراتۀ دى. ۶ خو په خپل شرارت کښې هغۀ زما د قانون او حکمونو نه سرکشى وکړه د هغه مُلکونو نه هم زيات کوم چې د هغۀ نه ګېرچاپېره پراتۀ دى. هغۀ زما قانون رد کړو او زما د حکمونو تابعدارى يې ونۀ کړه. ۷ نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ د نورو قومونو په نسبت زيات سرکشه يې او تا زما په تعليماتو او شريعت عمل ونۀ کړو. خو تا د نورو قومونو د رِواج او اصُولو په مطابق ژوند تېر کړو. ۸ نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ په خپله ستا خلاف شوے يم، اے يروشلمه، زۀ به تا له د نورو قومونو په وړاندې سزا درکړم. ۹ ځکه زۀ به ستا د هغه ټولو حرام کارو معبودانو په وجه تا سره هغه سلوک وکړم چې ما د دې نه وړاندې کله هم بل چا سره نۀ وى کړے او نۀ به يې بيا چا سره وکړم. ۱۰ نو په دې وجه به په تا کښې مور پلار خپل بچى وخورى او بچى به خپل مور پلار وخورى. زۀ به تاسو له سزا درکړم او څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تس نس کړم. ۱۱ مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، ځکه چې تاسو د خپلو حرامو کارونو او کرکژن تصويرونو په عبادت کولو سره زما مقدس کور پليت کړو، زۀ به په خپله نۀ په تاسو رحم وکړم، او نۀ به زۀ تاسو ته د رحم په سترګه وګورم او نۀ به تاسو بچ کړم. ۱۲ ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم. ۱۳ نو زما غصه به بيا سړه شى او زما غضب به په آرام شى کله چې زۀ خپل غضب په دوئ نازل کړم، نو هغوئ به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ د خپل غېرت د وجې داسې وکړل. ۱۴ نو د دې نه علاوه به زۀ تا په کنډراتو بدل کړم او کله چې د نورو قومونو خلق ستا په خوا کښې تېريږى نو هغوئ به توبې وباسى. ۱۵ تۀ به نورو خلقو او قومونو ته د مسخرو او پيغورونو، لعنت او يرې يو مثال يې کله چې زۀ خپله سزا او غضب او قهر او سخته رټنه په تا نازله کړم. دا ما مالِک خُدائ فرمائيلى دى. ۱۶ هرکله چې زۀ په تاسو د قحط د مرګونى او تباه کوونکى غشى ګزار وکړم، زۀ به په تا داسې ګزار وکړم چې تا به تباه کړم. زۀ به په تا بيا بيا قحط راولم او ستا د خوراک ذريعه به بنده کړم. ۱۷ زۀ به ستا خلاف قحط او ځنګلى ځناور درولېږم، هغوئ به تاسو بې‌اولاده پرېږدى. وينه تويول او وباګانې به تاسو ته راورسيږى، او زۀ به جنګ ستاسو خلاف راولېږم. مالِک خُدائ په خپله داسې وفرمائيل.“