د حزقیال نبي کتاب

شلم فصل

د اسراییلو د قوم پرله پسې نافرماني

۱ دا زمونږ د جلاوطنۍ د اووم کال د پنځمې میاشتې لسمه ورځ وه. د اسراییلو د قوم یو څو مشران راغلل او ماته مخامخ کښېناستل چې زما نه مشوره واخلي او د څښتن رضا معلومه کړي. ۲ بیا څښتن ماته وویل: ۳ «ای فاني انسانه، د دې مشرانو سره خبرې وکړه او هغوی ته ووایه چې څښتن تعالی داسې وایي: ‹ایا تاسو د دې دپاره راغلي یئ چې زما نه مشوره واخلئ؟ زه په خپل ذات باندې قسم خورم زه به تاسو پرېنږدم چې زما نه د کوم شي په هکله پوښتنه وکړئ. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.›

۴ ای فاني انسانه، ایا دې ته تیار یې چې د اسراییلو مشرانو ته د سزا پرېکړه واوروې؟ نو همداسې وکړه. د هغوی نیکونو چې کوم د کرکې وړ کارونه کړي دي، هغوی ورڅخه خبر کړه. ۵ هغوی ته ووایه چې زه څښتن تعالی هغوی ته داسې وایم: ‹کله چې ما د اسراییلو قوم غوره کړ، نو خپل ځان مې هغوی ته په مصر کې ورښکاره کړ، د هغوی سره مې قسم وخوړ او هغوی ته مې وویل چې زه ستاسو څښتن خدای یم. ۶ دا هغه وخت ؤ چې ما د اسراییلو د قوم سره قسم کړی ؤ چې هغوی به د مصر نه وباسم او هغه وطن ته به یې بوځم چې د هغوی دپاره مې خوښ کړی ؤ یعنې یو غني، حاصلخېزه او د ټولو نه ښه وطن ته.› ۷ هغوی ته مې وویل: ‹تاسو ټول هغه د کرکې وړ بتان چې د مینې په سترګه ورته ګورئ، لېرې وغورځوئ او خپل ځانونه د مصر په بتانو باندې ناپاکه نه کړئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم.› ۸ خو د اسراییلو قوم زما په وړاندې سرکښي وکړه، ماته یې غوږ کېنښود او هېچا خپل هغه د کرکې وړ بتان چې دوی ورسره مینه کوله، لېرې ونه غورځول او نه یې د مصر بتان پرېښودل. بیا مې پرېکړه وکړه چې په مصر کې به د اسراییلو په قوم باندې خپل غضب نازل کړم او خپل قهر به ورباندې سوړ کړم. ۹ خو ما دا کار د خپل نوم په خاطر ونه کړ. ما د مصر د قوم په مخکې چې اسراییلیان ورسره اوسېدل، هغوی ته دا اعلان کړی ؤ چې هغوی به د مصر نه وباسم او دا مې نه غوښتل چې د مصریانو په نظر کې زما سپکاوی وشي.

۱۰ نو هغوی مې د مصر نه راوویستل او دښتې ته مې راوستل. ۱۱ هغوی ته مې خپل قوانین ورکړل او خپل حکمونه مې ورته وښودل چې هرڅوک ورباندې عمل وکړي، نو هغوی به ژوندي پاتې شي. ۱۲ برسېره پردې هغوی ته مې حکم وکړ چې زما د سبت د ورځې درناوی وکړي چې دا به زمونږ ترمنځ د لوظ نښه وي او هغوی ته دا ور په یاد کړي چې ما څښتن هغوی سپېڅلي کړي دي. ۱۳ خو د اسراییلو قوم په دښته کې هم زما په وړاندې سرکښي وکړه. د اسراییلو قوم زما د قوانینو څخه اطاعت نه دی کړی او زما حکمونه یې رد کړي دي، نو هرڅوک چې ورباندې عمل وکړي، هغوی به ژوندي پاتې شي. د اسراییلو قوم په پوره توګه زما د سبت د ورځې بې ‌عزتي وکړه. نو ما وویل چې زه به په دښته کې اسراییلو ته خپل قهر وښایم او هغوی به ووژنم. ۱۴ خو ما دا کار ونه کړ، ترڅو د هغو قومونو په مخکې چې زه یې لیدلی وم چې اسراییلیان مې د مصر نه راوویستل، زما نوم سپک نه شي. ۱۵ نو برسېره پردې ما په دښته کې قسم وخوړ چې د اسراییلو قوم به هغه وطن ته چې هغوی ته مې ورکړی ؤ او هغه یو غني، حاصلخېزه او د ټولو نه ښه وطن دی، بو نه ځم. ۱۶ ما داسې وویل چې هغوی زما حکمونه رد کړل، زما د قوانینو څخه یې اطاعت نه کاوه او د سبت د ورځې بې‌عزتي یې وکړه، ځکه هغوی خپل زړونه خپلو بتانو ته ورکړل.

۱۷ خو بیا مې په هغوی باندې رحم وکړ. ما پرېکړه وکړه چې هغوی به په دښته کې ونه وژنم. ۱۸ خو د هغې په ځای مې د هغوی اولادونو ته په دښته کې وویل چې د خپلو نیکونو په قوانینو او حکمونو باندې عمل مه کوئ او خپل ځانونه د هغوی په بتانو باندې مه ناپاکه کوئ. ۱۹ زه ستاسو څښتن خدای یم. زما د قوانینو نه پیروي وکړئ او په غور سره زما په حکمونو باندې عمل وکړئ. ۲۰ د سبت ورځ سپېڅلې وګڼئ، ترڅو دا د هغه لوظ نښه وي چې زمونږ ترمنځ شوی دی او بیا به تاسو پوه شئ چې زه ستاسو څښتن خدای یم.

۲۱ خو د اسراییلو اولادونو هم زما په وړاندې سرکښي وکړه. هغوی زما د قوانینو څخه اطاعت ونه کړ او زما په حکمونو باندې یې په غور سره عمل ونه کړ، که هرڅوک په هغه باندې عمل وکړي، نو ژوندی به پاتې شي. هغوی زما د سبت د ورځې بې‌عزتي وکړه. نو زه دې ته تیار وم چې په دښته کې په هغوی باندې خپل غضب نازل کړم او خپل قهر به ورباندې سوړ کړم. ۲۲ خو ما دا کار ونه کړ، ترڅو د هغو قومونو په مخکې چې زه یې لیدلی وم چې اسراییلیان مې د مصر نه راوویستل، زما نوم سپک نه شي. ۲۳ نو په هغې دښتې کې مې یو بل قسم وخوړ چې هغوی به په نورو قومونو او وطنونو کې خواره واره کړم. ۲۴ دا کار ما ځکه وکړ چې هغوی زما حکمونه ونه منل، زما قوانین یې مات کړل، د سبت د ورځې بې‌عزتي یې وکړه او د هماغو بتانو عبادت یې کاوه چې نیکونو یې هم کاوه.

۲۵ برسېره پردې هغوی ته مې داسې قوانین ورکړل چې ښه نه وو او داسې حکمونه مې ورته ورکړل چې ژوند بخښونکي نه وو. ۲۶ ما هغوی په هغو سوغاتونو باندې چې ماته یې راکړي دي، ناپاکه کړل، کله چې هغوی خپل لومړني زېږول شوي اولادونه خپلو خدایانو ته د نذرانو په توګه وړاندې کړل. نو ما داسې وکړل چې هغوی برباد کړم، ترڅو هغوی په دې پوه شي چې زه څښتن یم.

۲۷ نو ای فاني انسانه، اسراییلیانو ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹ستاسو نیکونو په بله طریقه هم په بې‌وفایۍ سره زما سپکاوی وکړ. ۲۸ ما هغوی هغه وطن ته راوستل چې د هغوی سره مې قسم کړی ؤ. نو کله چې هغوی لوړې غونډۍ او شنې ونې ولیدلې، نو هغوی هلته خپلې قربانۍ وړاندې کړلې. هغوی د قربانیو د سوځولو په خوشبویۍ او څښلو د نذرانو په راوړلو سره زه په قهر کړم. ۲۹ ما د هغوی نه پوښتنه وکړه: ”دا لوړ لوړ د عبادت ځایونه چې تاسو ورته ورځئ، هغه څه دي؟“ نو هغه ځایونه تر نن ورځې پورې د «بامه» یعنې لوړ د عبادت ځای په نوم یادیږي.› ۳۰ نو له دې امله اسراییلیانو ته ووایه چې څښتن تعالی داسې وایي: ‹تاسو ولې په هماغو ګناهونو باندې خپل ځانونه ناپاکه کوئ چې ستاسو نیکونو کړي وو او د هغوی د کرکې وړ بتانو پسې منډې وهئ؟ ۳۱ حتی اوس هم تاسو هماغه سوغاتونه وړاندې کوئ، هماغو بتانو ته خپل اولادونه په اور کې قرباني کوئ او خپل ځانونه په هغو بتانو باندې ناپاکه کوئ. بیاهم تاسو اسراییلیان راځئ او پوښتنه کوئ چې زما رضا څه ده! زه څښتن تعالی په خپل ذات باندې قسم خورم چې زه به تاسو پرېنږدم چې زما څخه د کوم شي په هکله پوښتنه وکړئ. ۳۲ تاسو پرېکړه کړې ده چې د هغو نورو قومونو په شان شئ چې په نورو وطنونو کې اوسیږي او د لرګیو او تیږو نه جوړ شویو بتانو ته عبادت کوي. خو هېڅکله به ستاسو دا پرېکړه عملي نه شي.›»

د خدای سزا او د هغه بخښنه

۳۳ «زه څښتن تعالی په خپل ذات باندې قسم خورم چې زه به په خپل قهر او قوي مټو او ټول قدرت سره په تاسو باندې پاچاهي وکړم. ۳۴ زه به تاسو په خپل قوي مټ، ټول قدرت او سخت قهر سره د هغو وطنونو نه چې په کې خواره واره یئ، بېرته راولم او سره راټول به مو کړم. ۳۵ زه به تاسو «د قومونو دښتې» ته راولم، هلته به درسره مخامخ شم او تاسو به محاکمه کړم. ۳۶ څښتن تعالی داسې وایي زه به هماغه شان تاسو محاکمه کړم لکه څنګه چې مې ستاسو نیکونه د مصر سره نژدې په دښته کې محاکمه کړي وو.

۳۷ تاسو به مجبور کړم چې زما په لوظ باندې عمل وکړئ. زه به تاسو یو له بل نه داسې بېل کړم لکه څنګه چې شپون په خپل کوتک سره ښه او بد پسونه بېلوي. ۳۸ زه به ستاسو له منځ نه سرکښه او ګناهکار خلک لېرې کړم او هغوی به له هغو وطنونو نه چې اوس په کې اوسیږي وباسم، خو هغوی به پرېنږدم چې د اسراییلو هېواد ته بېرته ورستانه شي. بیا به تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم.

۳۹ څښتن تعالی داسې وویل: ‹ای اسراییلیانو، اوس هر څه چې غواړئ هغه وکړئ، نو لاړ شئ او د خپلو بتانو خدمت وکړئ! خو زه تاسو ته خبرداری درکوم چې له دې وروسته به زما پیروي کوئ او خپلو بتانو ته د سوغاتونو په ورکولو سره زما د سپېڅلي نوم سپکاوی بس کړئ.› ۴۰ څښتن تعالی داسې وایي: ‹زما په سپېڅلي غره باندې یعنې د اسراییلو په اوچت غره باندې به تاسو ټول اسراییلیان زما عبادت کوئ. زه به هلته تاسو قبول کړم چې ماته اعانې، ډېر ښه سوغاتونه او خپلې سپېڅلې نذرانې راوړئ. ۴۱ کله چې ما تاسو د هغو وطنونو نه چې په کې خپاره یئ راولم او تاسو سره راټول کړم، نو زه به تاسو قبول کړم، لکه څنګه چې د سوځېدونکو نذرانو خوشبویي قبلوم. نو ټول قومونه به وویني چې زه سپېڅلی یم. ۴۲ کله چې زه تاسو د اسراییلو هېواد ته چې ستاسو نیکونو سره مې قسم کړی ؤ، بېرته راولم، نو بیا به تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم. ۴۳ بیا به تاسو ته هغه شرموونکي کارونه چې تاسو کړي دي او خپل ځانونه مو ورباندې ناپاکه کړي دي، در په یاد شي. تاسو به د خپلو بدو کارونو په سبب له خپلو ځانونو نه بېزاره شئ. ۴۴ کله چې زه ستاسو سره د خپل نوم په خاطر نرم چلند وکړم، نو بیا به تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم، ځکه چې زه ستاسو د بدو عملونو او فاسدو کارونو له مخې چې تاسو یې لایق یئ، معامله نه کوم. څښتن تعالی داسې ویلي دي.›»

په جنوب کې اور

۴۵ څښتن ماته وویل: ۴۶ «ای فاني انسانه، خپل مخ د جنوب خواته واړوه او د هغه په ضد خبرې وکړه او د جنوب خوا د ځنګلونو په ضد نبوت وکړه. ۴۷ د جنوبي خوا ځنګلونو ته ووایه چې څښتن تعالی چې څه وایي هغو ته غوږ ونیسه: ‹ګوره، زه به اوس اور بل کړم او دا اور به ستا ټولې ونې وسوځوي که هغه شنې وي یا وچې وي. هېڅ شی به دا اور نه شي مړ کولای. هغه به د جنوب نه تر شماله پورې خپور شي او هرچا ته به د هغه لمبې ورورسیږي. ۴۸ بیا به ټول خلک پوه شي چې دا اور ما څښتن لګولی دی او هېڅوک یې نه شي مړ کولای.›»

۴۹ خو ما ګیله وکړه: «ای څښتن تعالی، ما مه مجبوروه چې دا کار وکړم! هغوی لا د مخکې نه دا شکایت کوي چې زه تل هغوی ته معماګانې وایم.»