چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «د دې متل معنی څه ده چې خلک یې د اسراییلو په هېواد کې هر وخت وایي؟
تروه انګور وخوړل مور او پلار
خو خوله تروه شوه د اولادونو»
۳ څښتن تعالی داسې وایي: «زه په خپل ذات باندې قسم خورم چې تاسو به دا متل په اسراییلو کې نور نه کاروئ. ۴ ځکه چې د هرچا ژوند زما په اختیار کې دی، که هغه د مور او پلار ژوند وي یا د هغوی د اولادونو ژوند وي. څوک چې ګناه وکړي، نو هغه به مړ شي.
۵ فرض کړئ چې یو سړی نېک او عادل دی، ۶ او لکه څنګه چې نور اسراییلیان د بتانو عبادت کوي، هغه یې نه کوي او نه د غرونو په عبادت ځایونو کې د قربانۍ هغه غوښه چې بتانو ته وړاندې کیږي، خوري. هغه د بل چا ښځه نه بېپته کوي او نه د کومې ښځې سره د هغې د میاشتیني عادت په وخت کې یوځای کیږي. ۷ هغه د چا سره ظلم نه کوي او نه د چا نه غلا کوي. هغه شی چې د ضمانت په توګه یې اخیستی وي، هغه بېرته ورکوي. وږیو خلکو ته خواړه ورکوي او لوڅو خلکو ته کالي ورکوي. ۸ هغه د سود اخیستلو په خاطر پیسې چاته په پور نه ورکوي. د بېانصافۍ نه ځان ساتي او د هرې شخړې په هکله عادلانه پرېکړه کوي. ۹ دا ډول سړی زما د قوانینو نه پیروي کوي او په وفادارۍ سره زما په حکمونو باندې عمل کوي. هغه نېک سړی دی او هغه به خامخا ژوندی پاتې شي. څښتن تعالی داسې وایي.
۱۰ فرض کړئ چې دا سړی یو زوی لري چې ظلم او قتل کوي او داسې نور بد کارونه هم کوي ۱۱ چې پلار یې هېڅکله نه دي کړي. هغه په غرونو کې د بتانو په عبادت ځایونو کې د قربانۍ غوښه خوري او د بل چا ښځه بېپته کوي. ۱۲ هغه د غریبانو او محتاجو خلکو سره ظلم کوي، غلا کوي او هغه شی یې چې د امانت په توګه اخیستی وي، هغه بېرته نه ورکوي. هغه د بتانو عبادت او د کرکې وړ کارونه کوي، ۱۳ او په سود پیسې ورکوي. ایا هغه به ژوندی پاتې شي؟ نه، هغه به ژوندی پاتې نه شي. هغه دا ټول د کرکې وړ کارونه کړي دي، نو هغه به خامخا مړ شي. د هغه خون به د هغه په خپله غاړه وي.
۱۴ اوس فرض کړئ دا دوهم سړی یو زوی ولري او هغه د خپل پلار ټول ګناهونه وویني، خو هغه د خپل پلار په شان کارونه نه کوي. ۱۵ لکه څنګه چې نور اسراییلیان د بتانو عبادت کوي، هغه یې نه کوي او نه د غرونو په عبادت ځایونو کې د قربانۍ هغه غوښه چې بتانو ته وړاندې کیږي، خوري. نه د بل چا ښځه بېپته کوي، ۱۶ نه د چا سره ظلم کوي، نه د چا نه غلا کوي، په امانت کې خیانت نه کوي، وږیو خلکو ته خواړه ورکوي او لوڅو خلکو ته کالي ورکوي. ۱۷ هغه د غریبانو سره مرسته کوي او خپلې پیسې په سود نه ورکوي. هغه زما په حکمونو باندې عمل کوي او زما د قوانینو څخه پیروي کوي. هغه به د خپل پلار د ګناهونو په سبب مړ نه شي او خامخا به ژوندی پاتې شي. ۱۸ خو پلار به یې د خپلو ګناهونو په خاطر مړ شي، ځکه هغه به غلا کوله، د خلکو شتمني به یې په زوره غصبوله او د خپلو خلکو سره به یې بدي کوله.
۱۹ خو تاسو پوښتنه کوئ: ‹ولې زوی ته د خپل پلار د ګناهونو په سبب سزا نه ورکول کیږي؟› ځواب یې دا دی چې زوی هغه کار کاوه چې سم او ښه ؤ. هغه زما په قوانینو باندې عمل کاوه او په غور سره یې د هغو څخه پیروي کوله، نو هغه به خامخا ژوندی پاتې شي. ۲۰ څوک چې ګناه وکړي، نو هغه به مړ شي. زوی باید د خپل پلار د ګناهونو په خاطر ونه کړیږي او نه پلار د زوی د ګناهونو په خاطر. نېک انسان ته به د خپل نېک عمل اجر ورکول کیږي او بدعمله انسان به د خپلو بدو عملونو سزا مومي.
۲۱ که چېرې یو بدعمله انسان د ګناه نه لاس واخلي او زما په ټولو قوانینو باندې عمل وکړي او عادلانه او ښه کارونه وکړي، نو هغه به مړ نه شي او خامخا به ژوندی پاتې شي. ۲۲ د هغه ټول ګناهونه به وبخښل شي او هغه به ژوندی پاتې شي، ځکه چې هغه ښه کارونه کړي دي. ۲۳ څښتن تعالی پوښتنه کوي: ‹ایا تاسو فکر کوئ چې زه د یو ګناهکار انسان په مرګ باندې خوشحالېږم؟› نه، بلکې زه غواړم چې هغه د خپلو بدو لارو نه راوګرځي او ژوندی پاتې شي. ۲۴ خو که چېرې یو نېک انسان د خپلو ښو کارونو نه لاس واخلي او ټول بد عملونه او هغه د کرکې وړ کارونه پیل کړي چې بدکاره خلک یې کوي، ایا هغه به ژوندی پاتې شي؟ نه، د هغه ټول ښه کارونه به هېر شي. هغه به د خپلې بېوفایۍ او د خپلو ګناهونو له امله مړ شي.
۲۵ خو تاسو وایئ: ‹د څښتن کارونه عادلانه نه دي.› ای اسراییلیانو، ماته غوږ ونیسئ. ایا تاسو فکر کوئ چې زما لاره عادلانه نه ده؟ دا ستاسو لاره ده چې عادلانه نه ده. ۲۶ کله چې یو نېک انسان د نېکو کارونو نه لاس واخلي او بد کارونه پیل کړي او بیا مړ شي، نو دا مړینه به د هغه د بد عمل په خاطر وي. ۲۷ کله چې یو ګناهکار انسان د ګناه نه لاس واخلي او عادلانه او نېک کارونه کوي، نو هغه به خپل ژوند وژغوري. ۲۸ هغه پوهیږي چې څه کوي او د ټولو ګناهونو نه لاس اخلي، نو هغه به خامخا ژوندی پاتې شي او مړ به نه شي. ۲۹ خو تاسو اسراییلیان وایئ: ‹د څښتن کارونه عادلانه نه دي.› ایا تاسو فکر کوئ چې زما لاره عادلانه نه ده؟ دا ستاسو لاره ده چې عادلانه نه ده.
۳۰ نو زه څښتن تعالی تاسو اسراییلیانو ته داسې وایم چې زه به ستاسو د هر یو په هکله ستاسو د عملونو له مخې قضاوت وکړم. توبه وباسئ او د خپلو ټولو بدو عملونو نه لاس واخلئ. که نه، نو مړه به شئ. ۳۱ تاسو چې کوم بد کارونه کوئ، د هغو ټولو نه لاس واخلئ او په خپلو ځانونو کې نوی زړه او تازه روح راپیدا کړئ. ای اسراییلیانو، تاسو ولې غواړئ چې مړه شئ؟ ۳۲ څښتن تعالی وایي: ‹زه د هېچا په مرګ نه خوشحالېږم. د خپلو ګناهونو نه لاس واخلئ او ژوندي پاتې شئ.›»