چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ د اسراییلو ځینې مشران راغلل چې زما سره د خدای د رضا د معلومولو په هکله مشوره وکړي. ۲ بیا څښتن ماته وویل: ۳ «ای فاني انسانه، دې خلکو بتانو ته په خپلو زړونو کې ځای ورکړی دی او بت پرستي د هغوی د ګناه سبب ګرځېدلې ده. ایا هغوی فکر کوي چې زه به ورته مشوره ورکړم؟
۴ زما یعنې څښتن تعالی له خوا هغوی ته ووایه: ‹هر اسراییلی چې د بتانو څخه پیروي کوي او د ګناه په لاره ځي او په هغه وخت کې کله چې هغه د مشورې دپاره پیغمبر ته راځي، نو زه څښتن به خپله هغوی ته ځواب ورکوم، داسې ځواب چې دا بت پرستان د هغه لایق دي. ۵ زه به هغوی ته ځواب ورکړم ترڅو وکولای شم د اسراییلو خلک چې د خپلو ټولو بتانو له امله زما څخه لېرې شوي دي، بېرته خپل ځان ته راوګرځوم.›
۶ نو اسراییلیانو ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹توبه وباسئ او خپل بتان او د کرکې وړ کارونه پرېږدئ. ۷ فرض کړئ یو اسراییلی یا کوم پردی سړی چې په اسراییلو کې اوسیږي او خپل ځان زما نه بېلوي، هغه په خپل زړه کې بتانو ته ځای ورکوي او هغه دا بتان د خپلو سترګو په وړاندې ږدي او هغه د ګناه خواته ځي. کله چې هغه د مشورې دپاره پیغمبر ته راځي، نو زه څښتن به په خپله هغه ته ځواب ورکړم! ۸ زه به د هغه په ضد شم. هغه به د نورو دپاره د عبرت سبب وګرځوم. زه به یې د خپل قوم نه وباسم، بیا به تاسو په دې پوه شئ چې زه څښتن یم.
۹ که چېرې یو پیغمبر وغولیږي او غلط ځواب ورکړي، نو دلیل به یې دا وي چې هغه ما یعنې څښتن غولولی دی. زه به هغه پیغمبر ته سزا ورکړم او د خپل قوم اسراییلو نه به یې بیخي لېرې کړم. ۱۰ هغه پیغمبر او هغه څوک چې د هغه نه مشوره اخلي، دواړو ته به یوشان سزا ورکول کیږي. ۱۱ دا کار د دې دپاره کوم چې نور اسراییلیان زما څخه بېلارې نه شي او خپل ځانونه نور په ګناهونو باندې ناپاکه نه کړي. نو هغوی به زما قوم وي او زه به د هغوی خدای یم. څښتن تعالی داسې وویل.›»
۱۲ څښتن زما سره خبرې وکړې. ۱۳ هغه وویل: «ای فاني انسانه، کله چې د یو هېواد خلک ګناه او زما سره بېوفایي وکړي، نو زه به د هغوی په وړاندې لاس پورته کړم او خواړه به ورباندې بند کړم. زه به ورباندې قحطي راولم او خلک او حیوانات به یې ووژنم. ۱۴ که هغه درې کسان یعنې نوح، دانیال او ایوب هم هلته اوسي، نو زه به هغوی د خپلې رښتینولۍ له امله وژغورم، خو یوازې هغوی به زه ژغورم. څښتن تعالی داسې وویل.
۱۵ یا فرض کړئ زه هغه هېواد ته ځنګلي حیوانات ورولېږم چې خلک وخوري او هغه هېواد دومره خطرناکه کړي چې هېڅوک په هغه لاره تېرېدلی نه شي، ۱۶ حتی که هغه درې کسان هم هلته اوسي، نو زه څښتن تعالی په خپل ذات باندې قسم خورم چې هغوی به هم ونه شي کولای چې خپل زامن او لورګانې وژغوري. یوازې هغوی به وژغورل شي او هغه هېواد به وران او ویجاړ شي.
۱۷ یا فرض کړئ زه په هغه وطن باندې جنګ راولم او د دښمن لښکرې ورولېږم چې انسانان او حیوانات ټول له منځه یوسي. ۱۸ که هغه درې کسان هم هلته اوسي، نو زه څښتن تعالی په خپل ذات باندې قسم خورم چې هغوی به ونه شي کولای چې خپل زامن او لورګانې وژغوري. یوازې هغوی به وژغورل شي.
۱۹ یا فرض کړئ زه په هغه هېواد باندې وبا راولم او د قهر له لاسه د ډېرو انسانانو او حیواناتو ژوند واخلم. ۲۰ که نوح، دانیال او ایوب هم هلته اوسي، نو زه څښتن تعالی په خپل ذات باندې قسم خورم چې هغوی به نه شي کولای چې خپل زوی او لور وژغوري. د هغوی رښتینولي به یوازې د هغوی ژوند وژغوري.
۲۱ څښتن تعالی داسې وایي: ‹دا به څومره بده وي چې زه په اورشلیم باندې څلور ډېرې سختې سزاګانې یعنې جنګ، قحطي، ځنګلي حیوانات او وبا ورولېږم چې انسانان او حیوانات ټول ووژني. ۲۲ ګورئ، ځینې سړي او ښځې به په اورشلیم کې ژوندي پاتې شي او هغوی به د هغه ځای څخه دباندې وویستل شي. کله چې هغوی په بابل کې ستاسو خواته راشي، نو وبه وینئ چې هغوی څومره بدعمله خلک دي او په دې به قانع شئ، ځکه کومه سزا چې ما اورشلیم ته ورکړې ده، هغه عادلانه ده. ۲۳ هو، تاسو به په دې قانع شئ، څه چې ما څښتن تعالی کړي دي، زه په حقه یم. څښتن تعالی داسې ویلي دي.›»