مخکینۍ څپرکۍ

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

د خُدائ پاک د طرف نه د حزقى‌ايل دپاره وړومبۍ رويا

۱په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقى‌ايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې. ۲د مياشتې په پينځم تاريخ دا د يهوياکين بادشاه د جلاوطنۍ پينځم کال وو. ۳د مالِک خُدائ کلام په حزقى‌ايل اِمام، د بوزى په زوئ باندې د کبار د سيند په غاړه د بابل په مُلک کښې نازل شو او د مالِک خُدائ لاس په هغۀ وو. ۴کله چې ما بره وکتل، نو ما يو لوئ طوفان د شمال د خوا نه په راتلو وليدلو چې لويه وريځ ترې مخکښې وه چې د برېښنا پړقېدل او ګېرچاپېره ترې نه تېزه رڼا خوره وه. د وريځو په مينځ کښې اور وو او د اور په مينځ کښې يو د پيتلو په شان څيز ځلېدلو. ۵او د وريځو د مينځ نه څلور ژوندى مخلوقات راووتل چې په ليدو کښې د انسان په شان ښکارېدل، ۶خو د هغوئ هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو. ۷د هغوئ پښې نېغې وې، او په پښو کښې يې لکه د سخى په شان نوکونه وُو او هغه لکه د پالش شوى پيتلو په شان ځلېدل. ۸او د هغوئ د څلورو وزرونو لاندې څلورو طرفونو ته د انسان په شان لاسونه وُو او د هر يو مخلوق څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، ۹او د هغوئ وزرونه د يو بل سره لګېدلى وُو. او هر يو نېغ روان شو، نو د تلو په وخت کښې به تاوېدل راتاوېدل نه. ۱۰د هر يو څلور مخونه وُو چې په مخامخ د هر يو شکل د انسان وو، او په ښې طرف هغوئ د زمرى په شکل وو، ګس طرف ته يې د غوائى شکل وو، او شاته لکه د باز په شان وو. ۱۱د هر يو مخلوق وزرې بره طرف ته خورې وې، د هر يو دوه وزرې ګس او ښى طرف ته د نور مخلوق وزرو سره لګېدلې وې او په نورو دوو وزرو يې خپل بدن پټ کړے وو. ۱۲هر يو نېغ مخکښې لاړو، کومې خوا ته چې به د روح خوښه وه نو هغې خوا ته به بغېر د راتاوېدلو نه نېغ تلل. ۱۳دا ژوندے مخلوق داسې ښکاريدو لکه چې بَل سکارۀ يا د اور مشعلونه د هغوئ دننه بل شوى وى. دا اور د هغه مخلوق په مينځ کښې وړاندې وروستو کېدو، او دا ځلېدونکى وُو، او شُغلې به ترې نه راختلې. ۱۴هغه مخلوق به لکه د برېښنا د پړق په شان په منډه وړاندې او وروستو کېدلو. ۱۵کله چې ما دې ژوندى مخلوق ته وکتل، نو ما د هغوئ هر يو سره په زمکه باندې يوه پايه لګېدلې وليدله. ۱۶د هغه پايو شکل او ښکاره کېدل څۀ داسې وو، هغه لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې، او څلور واړه پايې يو شان ښکارېدلې، او داسې جوړې شوې وې چې په هره پايه کښې يوه بله پايه دننه بل خوا ته تاوېدله. ۱۷کله چې به هغوئ تلل نو دې ژوندى مخلوق به په څلورو اړخونو کښې چې کوم طرف ته هم مخه کړه نو هغې خوا ته به بغېر د مخ اړولو نه تللے شُو. ۱۸د څلور واړو پايو ريمونه لوړ او يروونکى وُو، او په هغه څلورو واړو ريمونو باندې ګېرچاپېره سترګې وې. ۱۹کله به چې دا مخلوق ګرځېدل نو دا پايې به هم ورسره ګرځېدلې، او کله به چې دا مخلوق د زمکې نه راپاڅېدل نو دا پايې به هم ورسره اوچتې شوې. ۲۰چرته به چې روح تللو نو هغوئ به هم هلته تلل، دا پايې به هم ورسره راوچتېدلې، ځکه چې د ژوندى مخلوق روح په هغه پايو کښې وو. ۲۱نو کله چې به دا مخلوق روان شو نو دا پايې به هم روانې شوې، کله به چې دا مخلوق ودرېدو نو پايې به هم ودرېدې، کله به چې دا مخلوق بره الوتلو نو دا پايې به ورسره تلې، ځکه چې د دې ژوندى مخلوق روح په پايو کښې وو. ۲۲د دې مخلوق د سر دپاسه داسې ګنبد خور شوے وو چې د صفا او روښانه بلور کاڼى په شان ځلېدو او ډېر حېرانونکے وو. ۲۳د هغه ګنبد د لاندې هغوئ به خپلې وزرې غوړولې او وزرې به يې يو بل پورې غزولې، او هر يو به په خپلو نورو دوو وزرو خپل بدن پټولو. ۲۴کله چې دا مخلوق روانېدلو، نو ما د هغوئ د وزرونو آواز واورېدو لکه د تېزو اوبو د شور په شان، لکه د قادر خُدائ د آواز په شان، لکه د فوجيانو شور. او کله چې هغوئ ودرېدل نو وزرونه يې ښکته کړل. ۲۵نو بيا د ګنبد دپاسه د هغوئ په سر يو آواز راغلو. کله چې هغوئ ودرېدل نو وزرونه يې ښکته کړل. ۲۶د هغوئ د سرونو دپاسه په ګنبد باندې د نيلم کاڼى د تخت په شان يو څيز ښکارېدو، او د هغه تخت دپاسه د انسان په شان يو شکل او صورت ښکارېدو. ۲۷دا کوم شکل چې ښکارېدو د ملا نه بره لکه ګرم شوې اوسپنې په شان چې د اور نه ډکه وى، او ملا نه لاندې لکه د اور په شان ښکارېدو، او ګېرچاپېره ترې صفا رڼا وه. ۲۸لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل، نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې خبرې وکړې.

مخکینۍ څپرکۍ