۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

څلورم باب

د خُدائ پاک حضرت موسىٰ له لوئ طاقت ورکول

۱ بيا موسىٰ مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ”خو ګوره، کۀ بنى اِسرائيل په ما يقين ونۀ کړى او زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسى نو زۀ څۀ وکړم کۀ هغوئ ووائى چې تۀ ما ته راڅرګند شوے نۀ يې؟“ ۲ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”دا ستا په لاس کښې څۀ دى؟“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا امسا ده.“ ۳ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”دا په زمکه وغورزوه.“ چې کله موسىٰ دا په زمکه وروغورزوله، نو يو مار ترې جوړ شو او موسىٰ ترې نه منډه کړه. ۴ نو بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ورټيټ شه او د لکۍ نه يې کلک راونيسه.“ نو موسىٰ ورټيټ شو او راوې نيولو او بيا ترې نه امسا جوړه شوه. ۵ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”هم داسې وکړه چې د بنى اِسرائيلو يقين راشى چې مالِک خُدائ د دوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک تا ته راڅرګند شوے دے.“ ۶ مالِک خُدائ موسىٰ ته بيا وفرمائيل، ”خپل لاس چُوغې ته دننه کړه.“ نو موسىٰ لاس دننه کړو. او چې کله هغۀ لاس رابهر کړو، نو د هغۀ لاس د څرمنې په بيمارۍ پټ شوے وو، داسې سپين لکه واوره. ۷ بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”لاس په چُوغه کښې بيا دننه کړه.“ نو هغۀ لاس دننه کړو او چې کله هغۀ دا ځل رابهر کړو، نو هم هغه شان روغ جوړ شو لکه څنګه چې يې نور بدن وو. ۸ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ هغوئ په تا يقين ونۀ کړى يا د هغوئ په اولنۍ معجزه باندې يقين رانۀ شى، نو په دې بله به د دوئ يقين راشى. ۹ کۀ د دې دواړو معجزو باوجود هم هغوئ په تا يقين ونۀ کړى او کۀ هغوئ ستا د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړى، نو لږې اوبۀ د نيل درياب نه راواخله او په اوچه زمکه يې توئ کړه. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى.“ ۱۰ خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”اے زما مالِکه خُدايه، ما مۀ لېږه. زۀ صفا خبرې نۀ شم کولے نه د مخکښې نه په خبرو کولو کښې ښۀ وم او نه تاسو سره د خبرو کولو نه پس تکړه يم او ژبه مې هم انښلى.“ ۱۱ مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بنى آدم له ژبه څوک ورکوى؟ ګونګول او کڼول څوک کوى؟ نظر ورکول يا ړندول څوک کوى؟ دا زۀ، مالِک خُدائ کوم. ۱۲ نو اوس لاړ شه. زۀ به ستا د خولې نه خبرې کوم او زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“ ۱۳ خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”اے زما مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې بل څوک ورولېږه.“ ۱۴ نو په دې باندې مالِک خُدائ موسىٰ ته غصه شو او وې فرمائيل، ”ستا ورور هارون، ليوى خو شته دے، ما ته پته ده چې هغه په خبرو کولو کښې تکړه دے. ګوره، اوس هغه تا سره مِلاوېدو له راروان دے او هغه به ستا په ليدو په زړۀ کښې خوشحاله شى. ۱۵ تۀ به هغۀ ته هغه خبرې وښائې چې کومې به کوى. زۀ به ستاسو دواړو په خبرو کښې مدد وکړم او زۀ به تاسو دواړو ته ووايم چې څۀ به کوئ. ۱۶ هغه به ستا د خبرو وياند وى او ستا په ځائ به خلقو ته خبرې کوى. نو تۀ به د هغۀ دپاره د خُدائ پاک په شان يې او ورته به ښائې چې څۀ به وائى. ۱۷ خپل ځان سره دا امسا يوسه، چې د دې سره به تۀ معجزې څرګندې کړې.“

د حضرت موسىٰ مِصر ته واپس کېدل

۱۸ بيا موسىٰ واپس خپل سخر يترو له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې واپس مِصر ته لاړ شم چې وګورم چې زما خپلوان ژوندى دى او کۀ نه.“ يترو موسىٰ ته ووئيل، ”په خېر لاړ شه.“ ۱۹ چې کله موسىٰ په ميديان کښې وو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”مِصر ته واپس لاړ شه، ځکه چې کومو خلقو تۀ وژلې هغه ټول مړۀ دى.“ ۲۰ نو موسىٰ خپله ښځه او زامن واخستل او په يو خر باندې يې سوارۀ کړل او د دوئ سره مِصر ته روان شو، هغه امسا يې هم يوړه چې خُدائ پاک ورته ښودلې وه. ۲۱ مالِک خُدائ موسىٰ ته بيا وفرمائيل، ”اوس چې تۀ واپس مِصر ته روان يې، ګوره، چې د فِرعون په مخکښې هغه ټولې معجزې څرګندې کړې د کومو چې ما طاقت درکړے دے. خو زۀ به د هغۀ زړۀ سخت کړم او هغه به زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدى. ۲۲ بيا تۀ هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى چې، بنى اِسرائيل ما ته د مشر زوئ په شان دى. ۲۳ ما تا ته وفرمائيل چې زما زوئ پرېږده چې لاړ شى، چې هغه زما عبادت وکړى، خو تا اِنکار وکړو. نو زۀ به اوس ستا مشر زوئ ووژنم.“ ۲۴ د مِصر په لاره په يو سرائى کښې مالِک خُدائ موسىٰ له د دې دپاره راغلو چې هغه ووژنى. ۲۵‏-۲۶ نو د هغۀ ښځې، صفورې، يو تېرۀ کاڼے راواخستلو، هغې خپل زوئ دې سره سنت کړو او د سنت تيکه يې د موسىٰ پښو له وروړله. نو د سنت د وينې د رِواج په وجه هغې موسىٰ ته ووئيل، ”تۀ زما دپاره د وينې خاوند يې.“ نو مالِک خُدائ د موسىٰ ژوند بچ کړو. ۲۷ بيا مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”د موسىٰ سره مِلاوېدو له صحرا ته لاړ شه.“ نو هغه د هغۀ سره د خُدائ پاک په غرۀ کښې مِلاوېدو له لاړو، او چې کله هغه د هغۀ سره مِلاو شو، نو هغه يې ښُکل کړو. ۲۸ بيا موسىٰ هارون ته هغه هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ د فرمائيلو دپاره لېږلے وو، هغۀ د هغه معجزو په حقله هم هغۀ ته وفرمائيل د کومو چې مالِک خُدائ د کولو حُکم ورکړے وو. ۲۹ نو موسىٰ او هارون مِصر ته لاړل او د بنى اِسرائيلو ټول مشران يې په يو ځائ راغونډ کړل. ۳۰ هارون هغوئ ته هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو او د خلقو په مخکښې يې هغه ټولې معجزې وکړې. ۳۱ نو د هغوئ يقين وشو، او چې کله هغوئ واورېدل چې مالِک خُدائ هغوئ له راغلے وو او چې کوم ظلم په هغوئ کېدلو هغه يې ليدلے وو، نو دوئ سجده وکړه او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو.