۰:۰۰ / ۰:۰۰

د معلِم کِتاب

دوېم باب

د دُنيا خوشحالى بې‌معنې ده

۱ ما خپل زړۀ کښې ووئيل چې، ”عېش عشرت به وکړم او ښۀ مزې به وکړم،“ خو پته راته ولګېده چې دا هم بې‌معنې دى. ۲ نو ما ووئيل چې، ”خندا کم عقلتوب دے او عېش عشرت چا له څۀ ورکوى؟“ ۳ د ډېر سوچ نه پس ما فېصله وکړه چې د ميو په ذريعه ځان په سُر کښې کړم. او د حکمت په لټون کښې مې کم عقلتوب شروع کړو. ما غوښتل چې معلوم کړم چې د انسان په دوه څلور ورځې ژوند کښې په مخ د زمکې څۀ کول فائده مند دى. ۴ ما لوئ لوئ کارونه وکړل. ما د ځان دپاره کورونه جوړ کړل او د انګورو باغونه مې وکَرل. ۵ ما د ځان دپاره چمنونه او باغونه جوړ کړل، او په هغې کښې مې هر قِسمه د مېوو ونې ولګولې، ۶ ما تالابونه جوړ کړل چې د هغې په ذريعه دا ډيرې ونې اوبۀ کوم. ۷ ما ډېر غلامان او وينځې واخستلې، او زما په کور کښې هم غلامان پېدا شوى وُو. ما سره دومره زيات څاروى وُو چې په يروشلم کښې پخوانى يو بادشاه سره هم نۀ وُو. ۸ ما د خپل ځان دپاره سپين زر، سرۀ زر، او د بادشاهانو او صوبو خزانې راټولې کړې. ما سره سندرغاړى سړى او ښځې وې، او ما سره نورې داسې ډېرې ښائسته وينځې وې چې سړے يې ارمان کوى. ۹ نو داسې زۀ د هغه ټولو نه لوئ سړے شوم څوک چې زما نه مخکښې په يروشلم کښې تېر شوى وُو، او ما خپل حِکمت جارى ساتلے وو. ۱۰ ما چې څۀ هم غوښتل نو هغه ما اخستى وُو. ما د خپل ځان نه د يوې خوشحالۍ اِنکار هم نۀ وو کړے. ما چې کوم محنت کړے وو نو زۀ په هغې باندې خوشحاله وم، او دا خوشحالى زما د هغه محنت اِنعام وو. ۱۱ خو څنګه چې ما هغه هر څۀ ته وکتل د څۀ حاصلولو دپاره چې ما ډېر محنت کړے وو، نو دا هر څۀ بې‌معنې وُو، داسې لکه چې هوا پسې منډې وهى. او په مخ د زمکې د هيڅ کار هم څۀ فائده نۀ وى. ۱۲ نو ما فېصله وکړه چې په حِکمت، کم عقلتوب او په ليونتوب غور وکړم. نو زۀ پوهه شوم چې کوم کس به د بادشاه د وفات نه پس په تخت کښېنى نو هغه به صرف د تېر شوى بادشاه په شان حکومت کوى. ۱۳ ما وکتل چې څنګه رڼا د تيارې نه ښۀ ده نو داسې حِکمت د کم عقلتوب نه ښۀ دے. ۱۴ ځکه چې هوښيارانو ته دا پته وى چې هغوئ چرته روان دى، خو کم عقلو ته پته نۀ لګى ځکه چې هغوئ په تيارۀ کښې روان وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې زمونږ د دواړو اَنجام يو دے. ۱۵ ما د ځان سره ووئيل، ”د کم عقل په شان اَنجام به زما هم وى، نو بيا زما د ټول حِکمت فائده څۀ ده؟ دا هر څۀ بې‌معنې دى.“ ۱۶ ځکه چې هوښيار او کم عقل دواړه به مرى. هوښيار به د کم عقل نه تر زيات وخته پورې ياد نۀ شى ساتلے. په راتلونکى وخت کښې به دواړه هېر کړے شى. ۱۷ نو ما د ژوند نه نفرت شروع کړو، ځکه چې دې ما له په دُنيا کښې د تکليف نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو راکړى. دا هر څۀ بې‌معنې وُو، هسې هوا پسې منډې وهل وو. ۱۸ ما چې په مخ د زمکې د هر څۀ دپاره محنت کړے وو نو د هغې نه زما نفرت پېدا شو، ځکه چې دا هر څۀ به هغۀ ته پاتې شى چې زما نه پس به راځى. ۱۹ او چا ته پته ده چې هغه به هوښيار وى او کۀ کم عقل؟ خو چې ما د څۀ دپاره محنت کړے دے نو هغه هر څۀ به د هغۀ شى، څۀ چې ما په خپله هوښيارتيا په مخ د زمکې ګټلى دى نو هغه هر څۀ به د هغۀ وى. دا ټول بې‌معنې دى. ۲۰ ما چې په مخ د زمکې کوم سخت محنت کړے وو د هغې نه زۀ مايوسه شوم او زما زړۀ همت بائيلو. ۲۱ ځکه چې تۀ به خپل کار په ډېر حِکمت، پوهې او مهارت سره وکړې او بيا به دا هر څۀ هغه چا ته پرېږدې چې هغۀ د دې دپاره هيڅ هم نۀ وى کړى. دا بې‌معنې دى او لويه بد قسمتى ده. ۲۲ نو په مخ د زمکې انسان ته د سخت محنت او پرېشانۍ نه څۀ حاصليږى؟ ۲۳ هره ورځ هغه کړيږى او د خپل کار دپاره پرېشانه وى. او د شپې هم ورته ذهنى سکون نۀ ملاويږى. دا هر څۀ بې‌معنې دى. ۲۴ د انسان دپاره د ټولو نه ښۀ خبره دا ده چې خوراک څښاک کوى او د خپل محنت نه خوشحاله وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې دا څيزونه د خُدائ پاک له طرف نه دى. ۲۵ ځکه چې صرف د خُدائ پاک په مدد سره مونږ خوراک کولے شُو او د ژوند نه مزې اخستے شُو. ۲۶ خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بې‌معنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.