د حضرت دانيال نبى کِتاب - ماخذ انبياء

درېم باب

د سرو زرو د مجسمې د عبادت حکم

۱نبوکدنضر بادشاه يوه د سرو زرو مجسمه جوړه کړه چې لس کم سل فټه اوچته او نهۀ فټه پلنه وه، او هغۀ هغه د بابل په صوبه کښې د دُورا په مېدان کښې ودروله. ۲نو بيا بادشاه ټولو حکمرانانو، مشيرانو، خزانچيانو، قاضيانو او د صوبو آفسرانو ته پېغام ولېږلو چې د مجسمې د لګولو مراسمو له راشئ کومه چې هغۀ ودرولې وه. ۳نو بيا ټول حکمرانان، مشيران، خزانچيان، قاضيان، او د صوبې نور آفسران د مجسمې د وقف کېدو رسم له راغونډ شول کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې وه او د هغې په وړاندې هغوئ ودرېدل. ۴نو بيا ډندورچى په اوچت آواز اعلان وکړو، ”اے د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو، تاسو ته دا حکم دے چې هغه ضرور سر ته ورسوئ. ۵څنګه چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ نو هغه د سرو زرو مجسمې ته عبادت او سجده وکړئ کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې ده. ۶هر هغه څوک چې عبادت او سجده ونۀ کړى نو هغه به سمدستى د اور په لمبه بټۍ کښې وغورزولے شى.“ ۷نو هرکله چې هغوئ د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورېدو، نو د ټولو خلقو او ټولو قومونو او د هرې ژبې خلقو، هغه د سرو زرو مجسمې ته سجده وکړه او د هغې عبادت يې وکړو، کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې وه.

د حضرت دانيال په دوستانو د نافرمانۍ اِلزام

۸نو په دې موقع څۀ نجوميان بادشاه له ورغلل او د يهوديانو خلاف يې سخت شکايت وکړو. ۹هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته ووئيل چې، ”اے بادشاه، تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې. ۱۰اے بادشاه سلامت، تاسو يو فرمان جارى کړے دے، هغه دا چې هر څوک چې د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورى هغوئ دې د سرو زرو مجسمې ته سجده وکړى او د هغې عبادت دې وکړى. ۱۱او هر څوک چې دې مجسمې ته سجده ونۀ کړى او د هغې عبادت ونۀ کړى، نو هغه به د بل شوې اور بټۍ ته ضرور وغورزولے شى. ۱۲خو اے بادشاه سلامت، دلته يو څو يهوديان دى څوک چې تا د بابل په صوبې باندې مشران مقرر کړى دى، شدرک، ميشک او عبدنجو، څوک چې تا له توجو نۀ درکوى. نۀ هغوئ ستا د معبودانو خِدمت کوى او نۀ د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت کوى کومه چې تا ودرولې ده.“ ۱۳نو بيا په دې باندې بادشاه ډېر غصه شو او حکم يې وکړو چې سمدستى شدرک، ميشک، او عبدنجو ما ته حاضر کړئ. نو دا کسان بادشاه له راوستلے شول. ۱۴نو بيا نبوکدنضر هغوئ ته ووئيل، ”شدرک، ميشک او عبدنجو ولې دا خبره رښتيا ده چې تاسو زما د معبودانو خِدمت او د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت نۀ کوئ کومه چې ما ودرولې ده؟ ۱۵اوس کله چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ، نو کۀ چرې تاسو دې ته تيار يئ چې هغه د سرو زرو د مجسمې په وړاندې ټيټ شئ او د هغې عبادت وکړئ کومه چې ما جوړه کړې ده، نو ډېره ښۀ ده. خو کۀ چرې تاسو د هغې عبادت ونۀ کړئ نو تاسو به سمدستى د اور بټۍ ته وغورزولے شئ. نو کوم يو معبود به تاسو زما د لاسه خلاص کړى؟“ ۱۶شدرک، ميشک او عبدنجو بادشاه ته جواب ورکړو، ”اے نبوکدنضره، مونږ ته د دې ضرورت نشته چې ستا نه په دې معامله کښې د خپل ځان ساتنه وکړُو. ۱۷اے بادشاه کۀ چرې مونږ د بل شوې اور بټۍ ته وغورزولے شُو، نو د کوم خُدائ پاک چې مونږ خِدمت کوُو هغه دا کولے شى چې مونږ د هغې نه وساتى، او هغه به مونږ ستا د لاسونو نه بچ کړى. ۱۸اے بادشاه سلامت، خو کۀ چرې هغه مونږ ستا نه بچ هم نۀ کړى، خو تۀ په دې پوهه شه چې مونږ به نۀ ستا د معبودانو عبادت او نۀ د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت وکړُو کومه چې تا ودرولې ده.“

د حضرت دانيال دوستانو له د مرګ سزا اورول

۱۹نو بيا نبوکدنضر شدرک، ميشک او عبدنجو ته ډېر سخت غصه شو، او د غصې نه د هغۀ رنګ تک سور شو. او هغۀ حکم وکړو چې هغه د اور بټۍ د پخوا نه اووۀ ځله زياته ګرمه کړئ. ۲۰او هغۀ په خپل فوج کښې څو تکړه کسانو ته حکم وکړو چې شدرک، ميشک او عبدنجو کلک وتړئ او په بټۍ کښې يې د اور لمبو ته وغورزوئ. ۲۱نو بيا هغوئ هغه درې واړه کسان د خپلو قميصونو، پرتوګونو، چوغو او پټکو سره وتړل او د اور لمبو ته يې په بټۍ کښې وروغورزول. ۲۲خو د بادشاه حکم ډېر زورَور وو او بټۍ ډېره زياته ګرمه شوې وه نو ځکه د اور شغلو هغه فوجيان وسوزول او مړۀ يې کړل چا چې شدرک، ميشک او عبدنجو د اور په بټۍ کښې وغورزول. ۲۳نو دا درې کسان کلک تړلے شوى وُو او د اور بټۍ کښې يې وغورزول. ۲۴سمدستى په حېرانتيا سره نبوکدنضر راپاڅېدو او هغۀ د خپلو مشيرانو نه تپوس وکړو، ”ولې مونږ درې کسان نۀ وُو تړلى او په دې بټۍ کښې مو نۀ وُو غورزولى څۀ؟“ په جواب کښې هغوئ ورته ووئيل چې، ”آو جې، اے بادشاه سلامت.“ ۲۵هغۀ ووئيل چې، ”خو وګورئ، زۀ درې نه، بلکې څلور کسان وينم چې په اور کښې ګرځى، چې نۀ تړلے شوى دى او نۀ ورته څۀ نقصان رسېدلے دے او څلورم کس لکه د مقدسې فرښتې په شان ښکارى.“

د حضرت دانيال د دوستانو آزادېدل او هغوئ ته اوچت مقام ورکول

۲۶نو بيا نبوکدنضر د اور د بټۍ خولې ته نزدې ورغلو او آواز ‎يې ورکړو، ”شدرک، ميشک او عبدنجو، د خُدائ تعالىٰ خِدمتګارانو، بهر راوځئ. دلته راشئ.“ نو شدرک، ميشک او عبدنجو د اور نه بهر راووتل. ۲۷نو بيا لوئ آفسران، سرکارى کسان، حکمرانان، او مشيران د هغوئ نه ګېرچاپېره راټول شول او وې ليدل چې اور بلکل د هغوئ بدن ته څۀ نقصان نۀ دے ورکړے، او نۀ د هغوئ د سر وېښتۀ راګونجى شوى دى، او د هغوئ چُوغې هم نۀ دى سوزېدلې، او د هغوئ د بدن نه د اور بوئ هم نۀ تلو. ۲۸نو بيا نبوکدنضر ووئيل، ”د شدرک، ميشک او د عبدنجو د خُدائ پاک ثنا‌ء دې وى چا چې خپله فرښته راولېږله او خپل خِدمتګاران يې بچ کړل. د هغوئ په هغۀ باندې ايمان وو او زما حکم يې د ‎پښو لاندې کړو او هغوئ دې ته تيار وُو چې د خُدائ پاک دپاره خپل ژوند د لاسه ورکړى نۀ دا چې د هغۀ په ځائ د بل معبود خِدمت او عبادت وکړى. ۲۹نو په دې وجه زۀ دا حکم جارى کوم چې د ټولو خلقو او قومونو او د هرې ژبې خلق کۀ چرې هغوئ د شدرک، ميشک او عبدنجو د خُدائ پاک خلاف څۀ ووائى نو هغوئ به ټوټې ټوټې شى او د هغوئ کورونه به تباه کړے شى، ځکه چې بل يو معبود هم داسې نشته چې څوک داسې بچ کړى.“ ۳۰نو بيا بادشاه شدرک، ميشک او عبدنجو ته د بابل په صوبه کښې نور هم اوچت مقام ورکړو.