مخکینۍ څپرکۍ

د حضرت دانيال نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

حضرت دانيال د نبوکدنضر په دربار کښې

۱د يهوداه د بادشاه د يهويقيم د حکومت په درېم کال، د بابل بادشاه نبوکدنضر يروشلم ته راغلو او هغه يې محاصره کړو. ۲او مالِک خُدائ يهويقيم د يهوداه بادشاه سره د خُدائ د کور څۀ خاص څيزونه د هغۀ لاسونو ته حواله کړل. هغۀ دا د خُدائ د کور سامانونه بابل ته د خپل معبود کور ته يوړل او دا يې د خپل معبود د کور په خزانه کښې کېښودل. ۳نو بيا بادشاه د خپل دربار مشر خصى آفسر آشپيناز ته حکم وکړو، چې يو څو بنى اِسرائيليان چې د شاهى خاندان او مخوريزو سړو سره تعلق ساتى راولئ. ۴يو څو ځوانان چې هيڅ قسمه جسمانى عېب په کښې نۀ وى، چې ښکلى، او د هر قسمه زده کړې قابليت په کښې وى، ښۀ هوښيار وى، په پوهېدلو کښې تېز، او د شاهى محل د خِدمت قابل وى راوله. هغه به دې ځوانانو ته د بابل د ژبې او د ادب لوستلو تربيت ورکړى. ۵نو بادشاه د خپل دربار د شاهى دسترخوان نه هغوئ ته د خوراک خوړلو او د ميو څښلو حکم ورکړو. دوئ ته به درې کاله تربيت ورکړے شى او د دې نه وروستو به دوئ د بادشاه د خِدمت دپاره حاضر شى. ۶په هغوئ کښې ځينې د يهوداه د قبيلې وُو لکه دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه. ۷هغه د خصيانو مشر آفسر په هغوئ نوى نومونه کېښودل، په دانيال يې بيلطشضر، په حننياه يې شدرک، په ميشائيل يې ميشک، او په عزرياه يې عبدنجو نوم کېښودو. ۸خو دانيال دا فېصله وکړه چې خپل ځان به په شاهى خوراک او شاهى ميو نۀ پليتوى، او هغۀ د خصيانو د مشر آفسر نه اجازت وغوښتو چې هغه په دې طريقې ځان نۀ پليتوى. ۹نو اوس خُدائ پاک د خصيانو د مشر آفسر په زړۀ کښې د دانيال دپاره مينه او رحم واچولو، ۱۰خو د خصيانو مشر آفسر دانيال ته ووئيل، ”زۀ د خپل مالِک بادشاه نه يرېږم، چا چې ستاسو خوراک څښاک مقرر کړے دے. او کۀ هغه تاسو د نورو همزولو ځوانانو نه کمزورى وګورى نو بيا به څۀ کيږى؟ نو بادشاه به بيا ستاسو په وجه زما سر پرې کړى.“ ۱۱دانيال بيا هغه ملازم ته وفرمائيل کوم چې د خصيانو مشر آفسر په دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه مقرر کړے وو، ۱۲”مهربانى وکړئ تاسو د خپلو نوکرانو د لسو ورځو دپاره اندازه واخلئ، او مونږ ته د خوراک دپاره سبزۍ او د څښلو دپاره د اوبو نه بغېر بل څۀ مۀ راکوئ. ۱۳نو بيا زمونږ شکلونه د هغه ځوانانو سره وګوره څوک چې شاهى خوراک څښاک کوى، او بيا د خپلو نوکرانو سره هغه شان وکړه څۀ چې تۀ ګورې.“ ۱۴نو هغه بيا دې خبرې ته راضى شو او لس ورځې يې د هغوئ اندازه واخستله. ۱۵د لسو ورځو په آخر کښې هغوئ د نورو ټولو ځوانانو نه صحتمند او ښۀ ښکارېدل چا چې شاهى خوراک کولو. ۱۶نو بيا هغه ملازم د هغوئ نه مقرر شوے خوراک او مے اخوا کړل او د هغې په ځائ يې سبزى ورکړه. ۱۷نو دې څلورو واړو ځوانانو ته خُدائ پاک د هر قسم ادب، عِلم، پوهه او زده کړه ورکړه، او دانيال هم د هر قسم رويا او خوبونو تعبير کولے شو. ۱۸کوم وخت چې بادشاه د هغوئ د تربيت دپاره مقرر کړے وو پوره شو، نو بيا د خصيانو مشر آفسر هغه ټول ځوانان نبوکدنضر ته پېش کړل. ۱۹بادشاه د هغوئ سره خبرې وکړې، او هغۀ يو کس هم په دوئ کښې د دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه برابر پېدا نۀ کړو، نو هغوئ د بادشاه په دربار کښې په خِدمت کولو مقرر شول. ۲۰بادشاه د عقل او پوهې په هره مسئله کښې به چې کله د هغوئ نه تپوس کولو، نو هغۀ هغوئ د خپل سلطنت د ټولو جادوګرو او نجوميانو نه لس چنده هوښيار بياموندل. ۲۱او دانيال د فارس د خورس د بادشاهۍ اول کال پورې هلته په شاهى دربار کښې خِدمت کولو.

مخکینۍ څپرکۍ