د حضرت عاموس نبى کِتاب - ماخذ انبياء

څلورم باب

۱”ما ته غوږ ونيسئ، د سامريه په غرونو اے د بسن څربه غواګانو، تاسو هغه ښځې يئ چې په غريبانانو ظلم کوئ او ضرورتمند د پښو لاندې کوئ، او څوک چې خپلو خاوندانو ته همېشه وائى چې، مونږ له د څښلو دپاره مے راوړئ. ۲قادر مطلق خُدائ په خپل پاکوالى قسم وکړو چې هغه وخت به يقيناً راشى چې تاسو ته به پوزو کښې کُنډې واچولے شى او په راښکلو به بوتلے شئ، تاسو هر يو کس به داسې راښکلے شئ لکه څنګه چې په کُنډه کښې کب راښکلے شى. ۳تاسو هر يو به په دېوالونو کښې د جوړو شوو لارو نه په زور وويستلے شئ، تاسو به بهر د حرمون شمال طرف ته وغورزولے شئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.

د بنى اِسرائيلو نافرمانى

۴”نو بيا خو لاړ شئ او په بيت‌ايل کښې بُتانو ته قربانۍ پېش کړئ. په جِلجال کښې نافرمانۍ جارى ساتئ. هر سحر قربانى کوئ، او په هره درېمه ورځ خپله لسمه حِصه راوړئ. ۵خمبيره روټۍ د شکرانې په طور پېش کړئ بيا په اوچت آواز د هغه قربانو اعلان وکړئ کومې چې تاسو په خپله خوښه کوئ. ځکه چې داسې کارونه کول تاسو بنى اِسرائيل ډېر خوښوئ،“ دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ۶”ما په هر ښار لوږه راوسته او په هر کلى مې قحط راوستو. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى. ۷”کله چې ستاسو فصل ته د باران سخت ضرورت وو نو ما د دې ورېدل بند کړل. ما په يو کلى باران وورولو خو په بل کلى مې ونۀ ورولو. په يو پټى باران وشو، خو بل پټے اوچ شو. ۸خلق د اوبو په لټون کښې کلى په کلى سرګردانه ګرځېدل، خو هلته هم د څښلو دپاره کافى اوبۀ نۀ وې. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى. ۹”ما ستاسو په فصلونو او د انګورو په باغونو تِليا او بيمارى راوسته. د قحطۍ مُلخانو ستاسو د اينځرو او د زيتُونو ونې وخوړلې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى. ۱۰”ما په تاسو وباګانې راوستلې څنګه مې چې په مِصريانو رالېږلې وې. ما ستاسو زلمى په تُوره ووژل، او ستاسو ټول آسونه مې بوتلل. ما ستاسو په لښکر ګاه کښې ستاسو پوزې د مړو د بوئ نه ډکې کړې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى. ۱۱”ما ستاسو څۀ خلق تباه کړل لکه څنګه چې مې د سدوم او عموره خلق تباه کړى وُو. تاسو د هغه نيم سوزېدونکى لرګى په شان وئ کوم چې د اور نه راښکلے شوے وى، خو تاسو بيا هم ما ته راونۀ ګرځېدئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى. ۱۲”نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو به وګورئ چې زۀ درسره څۀ کوم، نو ځکه زۀ درسره داسې کوم، نو د خپل خُدائ پاک سره د ملاقات دپاره تيار شئ، اے بنى اِسرائيلو.“ ۱۳ځکه چې مالِک خُدائ هم هغه دے چا چې غرونه پېدا کړى دى، او هوا يې پېدا کړې ده، او خپل خيالات بنى آدم ته څرګندوى. هغه د سحر رڼا په تيارۀ بدلوى او د زمکې په اوچتو ځايونو باندې ګرځى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دے.