د تيموتيوس په نوم د پولوس رسول دوېم خط

دوېم باب

د حضرت عيسىٰ مسيح ښۀ سپاهى

۱نو اے زما زويه، نو بيا تۀ په هغه فضل مضبوط شه چې په عيسىٰ مسيح کښې دے. ۲او کومې خبرې چې تا د ډېرو ګواهانو په موجودګۍ کښې زما نه اورېدلى دى هغه داسې وفادارو کسانو ته په حواله کړه څوک چې نورو ته د تعليم ورکولو لائق وى. ۳د عيسىٰ مسيح د يو ښۀ سپاهى په شان ما سره په سختو زغملو کښې شريک شه. ۴يو فوجى خپل ځان په روزمره معاملو کښې نۀ راګېروى ځکه چې د هغۀ مقصد د خپل آفسر زړۀ ساتل وى. ۵او د لوبغاړى په صورت کښې هم تر هغې چا ته انعام نۀ ورکولے کيږى ترڅو چې يې په قانونى توګه مقابله نۀ وى کړى. ۶کوم زميندار چې محنت کوى نو په کار دے چې د فصل وړومبۍ حِصه هغۀ ته ورکړے شى. ۷څۀ چې زۀ وايم په هغې باندې سوچ وکړه نو بيا به مالِک تا له د ټولو خبرو پوهه درکړى. ۸ياد ساته چې عيسىٰ مسيح د مړو نه راژوندے شوے دے او د داؤد د نسل نه دے، دا زما زيرے دے، ۹د کوم دپاره چې ما سختۍ وزغملې تر دې چې د مجرم په شان په زنځير وتړلے شوم، خو د خُدائ پاک کلام په زنځير تړلے کېدے نۀ شى. ۱۰په دې وجه زۀ د غوره شوو د خاطره دا هر څۀ په خپل ځان برداشت کوم نو د دې دپاره چې هغوئ هم هغه خلاصون او ابدى جلال چې د عيسىٰ مسيح په وسيله دے حاصل کړى. ۱۱دا خبرې رښتيا دى چې، ”کۀ مونږ د هغۀ سره مړۀ شُو نو مونږ به د هغۀ سره ژوندى هم شُو. ۱۲کۀ مونږ سختۍ وزغمو نو د هغۀ سره به بادشاهى هم کوُو، کۀ مونږ د هغۀ نه منکر شُو نو هغه به هم زمونږ نه منکر شى. ۱۳کۀ مونږ بې‌وفا شُو خو هغه به وفادار پاتې شى، ځکه چې هغه نۀ شى کولے چې د خپل ځان نه اِنکار وکړى.“

د خُدائى خدمتګارۍ اصُول

۱۴دا خبرې هغوئ ته وريادې کړه او د خُدائ پاک په وړاندې ورته خبردارے ورکړه چې لفظى تکرار دې ونۀ کړى، ځکه چې د دې نه هيڅ نۀ جوړيږى بلکې صرف اورېدونکى بربادوى. ۱۵خپل ځان د خُدائ پاک په وړاندې مقبول او د يو داسې خدمتګار په شان د پېش کولو کوشش وکړه چې په خپل کار نۀ شرميږى، او چې د حق د کلام تعليم په صحيح توګه پېش کوى. ۱۶د فضولو خبرو نه خپل ځان ساته ځکه چې دا خلق لا نور د بې‌دينۍ طرف ته بوځى. ۱۷د هغوئ خبرې لکه د ناسور په شان خوريږى، او هميناوس او فيلتوس په هغوئ کښې دى ۱۸څوک چې د حقيقت نه بې‌لارې شوى دى او داسې دعوىٰ کوى چې د بيا راژوندى کېدلو وخت خو وشو. او هغوئ د څۀ خلقو ايمان خرابوى. ۱۹خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“ ۲۰په لوئ کور کښې نۀ يواځې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وى بلکې د لرګى او خاورين لوښى هم وى، دا څۀ د خاص او څۀ د عام استعمال دپاره وى. ۲۱څوک چې خپل ځانونه د هغه څيزونو نه پاک کړى چې شرمناک وى نو هغه به د خاص استعمال او د عزت لوښى شى او د کور د مالِک د هر ښۀ کار دپاره به تيار او فائده مند وى. ۲۲نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى. ۲۳خو د بې‌وقوفۍ او د جهالت د بحثونو نه ځان په ډډه ساته، ځکه تا ته پته ده چې د دې نه صرف جګړې جوړيږى. ۲۴او دا په کار نۀ دى چې د مالِک خادِم دې جګړمار وى، بلکې هغه دې د ټولو سره نرمى کوى او هغه دې قابل اُستاذ او صبرناک وى. ۲۵او هغوئ دې مخالفت کوونکى په نرمۍ سره سم کړى ځکه چې کېدے شى چې خُدائ پاک هغوئ ته د توبې کولو توفيق ورکړى نو چې هغوئ حق وپېژنى. ۲۶نو بيا به هغوئ د اِبليس د دام نه آزاد شى چا چې دوئ د خپلې مرضۍ د پوره کولو دپاره په هغې کښې نيولى وُو.