بل څپرکۍ

د پطروس رسول دوېم خط

درېم باب

د مالِک د راتلو لوظ

۱ګرانو دوستانو، دا زما دوېم خط دے چې تاسو ته يې ليکم. په دواړو کښې زۀ ستاسو صفا زړونه راپاروم او درته يادګيرنه کوم. ۲زۀ غواړم چې تاسو هغه پېشګويانې رايادې کړئ چې پاکو نبيانو مخکښې کړى دى او د مالِک او خلاصوونکى هغه حُکم ياد ساتئ چې تاسو ته ستاسو د رسولانو په وسيله درکړے شوے دے. ۳تاسو ته د ټولو نه اول په دې ځان پوهول په کار دى چې په آخرو ورځو کښې به داسې ټوقماران راشى چې مسخرې به کوى او د خپلو خواهشاتو په مطابق به چليږى. ۴او وائى به چې، ”د هغۀ د راتلو وعده څۀ شوه؟ ځکه چې د کله نه چې زمونږ پلار نيکۀ مړۀ شوى دى د هغه وخت نه تر اوسه پورې هر څۀ هم هغه شان دى لکه چې د مخلوق د شروع نه وُو.“ ۵هغوئ خو قصداً دا حقيقت هېروى چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله آسمانونه د ډېر پخوا نه پېدا شوى دى، او زمکه د اوبو نه جوړه ده او د اوبو په وسيله پېدا شوې ده. ۶نو بيا هم د دغه اوبو په وسيله د هغه تېر وخت دُنيا غرقه او هلاکه شوه. ۷خو په هم هغه کلام کوم آسمانونه او زمکه چې اوس موجود دى د کلام په وسيله په اور کښې د سوزولو دپاره وساتلے شول، او دا به د بې‌دينه خلقو د عدالت او هلاکت تر ورځې پورې محفوظ وساتلے شى. ۸خو زما ملګرو، دا حقيقت دې ستاسو نه هېر نۀ شى چې د مالِک په نزد يوه ورځ د زرو کالو برابره ده او زر کاله د يوې ورځې برابر دى. ۹مالِک په خپل لوظ کښې سستى نۀ کوى لکه چې بعضې خلقو ته سستى ښکارى بلکې هغه ستاسو په حقله صبر کوى، او هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى بلکې چې ټول توبه وباسى. ۱۰خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى. ۱۱نو څنګه چې ټول څيزونه په دې طريقه هم ويلى کېدونکى دى نو بيا تاسو ته په پاک چال چلن او په ديندارۍ کښې څنګه ژوند کول په کار دى؟ ۱۲تاسو د خُدائ پاک د هغه ورځې د راتلو اِنتظار کوئ چې هغه زر راشى چې د کومې په وجه به آسمانونه په اور کښې وسوزى او برباد به شى، او ستورى او سيارې به د اور د تاو نه ويلى شى. ۱۳خو د هغۀ د لوظ په مطابق مونږ د نوؤ آسمانونو او نوې دُنيا اِنتظار کوُو چې د صداقت نه ډکه وى. ۱۴په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بې‌داغه او بې‌عېبه يئ. ۱۵او تاسو زمونږ د مالِک صبر لکه د خلاصون وګڼئ نو دغسې زمونږ خوږ ورور پولوس هم د خپل ورکړے شوى حِکمت په مطابق درته وليکل، ۱۶او په خپلو ټولو خطونو کښې يې دا خبرې ليکلى دى. په هغوئ کښې ځينې خبرې داسې دى چې پرې پوهېدل ګران دى، او جاهلان او سپک خلق د دې معنىٰ بدلوى لکه څنګه چې هغوئ د نورو صحيفو معنىٰ بدلوى او د ځانونو دپاره هلاکت پېدا کوى. ۱۷زما ګرانو دوستانو، څنګه چې تاسو د اول نه خبر يئ، نو بېدار اوسئ چې د بې‌دينو خلقو په غلطيانو سره بې‌لارې نۀ شئ، او خپل مضبوطوالے پرې نۀ ږدئ. ۱۸بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين.

بل څپرکۍ