۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو دوېم کِتاب

درېم باب

د اِسرائيل او موآب په مينځ کښې جنګ

۱ نو د يهوداه بادشاه يهوسفط د بادشاهۍ په اتلسم کال، د اخى‌اب زوئ يورام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې دولس کاله بادشاهى وکړه. ۲ هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه، خو د خپل پلار يا د خپلې مور ايزبل په شان خراب نۀ وو او د بعل هغه بُت يې راوغورزولو کوم چې د هغۀ پلار جوړ کړے وو. ۳ خو يورام د نباط زوئ يربعام په شان ګناه کوله. يورام اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلل او دا ګناه يې نۀ پرېښودله. ۴ د موآب بادشاه ميسا به ګډې ساتلې او هر کال يې سل زره ګډُورى او د سلو زرو ګډو وړۍ د اِسرائيل بادشاه له په محصُول کښې ورکولې. ۵ خو چې د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب مړ شو، نو ميسا د اِسرائيل خِلاف بغاوت وکړو. ۶ نو يورام سمدستى د سامريه نه لاړو او خپل ټول فوجيان يې راغونډ کړل. ۷ هغۀ د يهوداه بادشاه يهوسفط له دا پېغام ولېږلو، ”د موآب بادشاه زما خِلاف بغاوت کړے دے، تۀ به د هغۀ خِلاف په جنګ کښې زما ملګرتيا کوې څۀ؟“ يهوسفط بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به ستا ملګرتيا وکړم، زما سړى، آسونه او زۀ ستا د حُکم لاندې يُو. ۸ خو د حملې دپاره به په کومه لار ځُو؟“ يورام ورته ووئيل، ”مونږ به د ادوم په صحرا کښې په اوږده لار باندې لاړ شُو.“ ۹ نو يورام بادشاه او د يهوداه او ادوم بادشاهان روان شول. د اوو ورځو د مزل نه پس، د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې او د سړو او د ځناورو دپاره لږې هم پاتې نۀ شوې. ۱۰ يورام بادشاه په خفګان کښې ووئيل، ”افسوس، مالِک خُدائ مونږ درې واړه دلته د دې دپاره راوستى يُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى.“ ۱۱ يهوسفط تپوس وکړو، ”دلته داسې پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړُو؟“ نو د يورام بادشاه د فوج يو آفسر ورته ووئيل، ”د سافط زوئ اليشع دلته شته. هغه د الياس مددګار وو.“ ۱۲ يهوسفط بادشاه ووئيل، ”مالِک خُدائ د هغۀ په ذريعه کلام کوى.“ نو هغه درې بادشاهان اليشع له لاړل. ۱۳ اليشع د اِسرائيل بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ په تا باندې څۀ وکړم، هغه پېغمبرانو له لاړ شه چې ستا مور او پلار ورسره مشوره کوله.“ خو يورام ورته ووئيل، ”نه، ځکه چې دا مالِک خُدائ وو چې مونږ درې بادشاهان يې راغونډ کړُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى.“ ۱۴ اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د هغه ژوندى ربُ الافواج په نوم قسم کوم د چا چې زۀ خِدمت کوم، کۀ ما ستاسو د ملګرى د يهوداه بادشاه يهوسفط عزت نۀ کولے نو ما به ستاسو دپاره هيڅ هم نۀ وُو کړى. ۱۵ اوس ما له د موسيقۍ والا راوله.“ نو کله چې هغۀ موسيقى وغږوله، نو مالِک خُدائ په اليشع باندې وحى نازله کړه، ۱۶ او اليشع وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، دا اوچه وادى به د اوبو د ډنډونو نه ډکه شى. ۱۷ تاسو به هيڅ باران يا هوا ونۀ وينئ، خو دا نِهر به بيا هم د اوبو نه ډک شى او تاسو، ستاسو څاروى او نور ځناور به اوبۀ وڅښى. ۱۸ خو دا کار کول د مالِک خُدائ دپاره آسان دے، هغه به تاسو له په موآبيانو باندې فتح هم درکړى. ۱۹ تاسو به د هغوئ د پَخو دېوالونو والا ټول ښائسته ښارونه فتح کړئ، تاسو به ټولې ښې ونې راوغورزوئ، ټولې چينې به بندې کړئ او د هغوئ ټول آباد پټى به تباه کړئ او په کاڼو به يې پټ کړئ.“ ۲۰ په ورپسې سحر، د سحر د نذرانې په وخت، د ادوم د طرف نه اوبۀ راوبهېدلې او مُلک د اوبو نه ډک شو. ۲۱ کله چې موآبيان خبر شول چې هغه درې بادشاهان په هغوئ باندې د حملې دپاره راغلى دى، نو هغه ټول بوډاګان او ځوانان سړى راوغوښتے شول چا چې جنګ کولے شو او هغوئ د حد په پوله باندې د جنګ دپاره ودرولے شول. ۲۲ په ورپسې سحر چې هغوئ پاڅېدل، نو نمر په اوبو باندې ځلېدو او اوبۀ د وينو په شان سرې ښکارېدلې. ۲۳ هغوئ په حېرانتيا سره ووئيل، ”ګورئ، دا خو وينه ده، هغه درې لښکرو به د يو بل سره جنګ کړے وى او ټول به مړۀ شوى وى. راځئ چې مالِ غنيمت راغونډ کړُو.“ ۲۴ خو چې کله هغوئ خېمو ته ورسېدل، نو اِسرائيل ورباندې حمله وکړه او واپس يې وشړل. اِسرائيليان د موآب مُلک پورې په هغوئ پسې وُو او په تلو تلو کښې يې هغوئ وژل ۲۵ او د هغوئ ښارونه يې تباه کول. کله چې هغوئ د آباد پټى نه تېرېدل، نو هر يو اِسرائيلى به يو کاڼے وراچولو چې په کاڼو به پټ شو، هغوئ ټولې چينې هم بندې کړې او ټولې ښې ونې يې راوغورزولې. په آخر کښې صِرف د قير‌حراست شاهى ښار پاتې شو او چې د کومو سړو سره ليندې وې نو هغوئ دا ښار محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه. ۲۶ کله چې د موآب بادشاه ته پته ولګېده چې جنګ بائيلى، نو هغۀ خپل اووۀ سوه د تُورو والا فوجيان د ځان سره کړل او د دشمن په صفونو کښې يې د ځان دپاره د لارې جوړولو کوشش وکړو چې د شام بادشاه له وتښتى، خو هغه ناکامه شو. ۲۷ نو هغۀ خپل مشر زوئ د ځان سره بوتلو چې کوم د هغۀ نه پس بادشاه جوړېدو او هغه يې په دېوال باندې د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. نو په اِسرائيل سخت قهر نازل شو او هغوئ د ښار نه راوګرځېدل او خپل مُلک ته راواپس شول.