چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ په هغه ورځو کښې حزقياه بادشاه بيمار شو او مرګ ته نزدې وو. د آموص زوئ، يشعياه پېغمبر ورَغلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې خپلې معاملې سمبال کړه. ځکه چې تۀ به مړ کېږې، تۀ به روغ نۀ شې.“ ۲ حزقياه مخ دېوال ته واړولو او دُعا يې وکړه، ۳ ”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په ايماندارۍ او د زړۀ د اخلاصه ستا خِدمت کړے دے او ستا د رضا دپاره مې هر کار کړے دے.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل. ۴ يشعياه د بادشاه نه روان شو، خو هغه لا د محل د مرکزى دربار نه تېر شوے نۀ وو چې د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو، ۵ ”د مالِک خُدائ د خلقو بادشاه حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلې دى. زۀ به تا روغ کړم او په درې ورځو کښې به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شې. ۶ زۀ به ستا په عُمر کښې پينځلس کاله نور زيات کړم. زۀ به تا او د يروشلم دا ښار د اسور بادشاه نه بچ کړم. زۀ به د خپل عزت او د خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار حِفاظت کوم.“ ۷ بيا يشعياه د بادشاه کسانو ته وفرمائيل چې د هغۀ په دانه باندې د اينځر نه جوړ شوے مرهم ولګوئ، نو هغه به روغ شى. ۸ حزقياه بادشاه تپوس وکړو، ”د دې ثبوت نښه به څۀ وى چې مالِک خُدائ به ما روغ کړى او په درېمه ورځ به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“ ۹ يشعياه ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به د دې نښه درته وښائى چې هغه به خپله وعده پوره کړى. نو ستا څنګه خوښه ده چې دا سورے لس قدمه مخکښې لاړ شى يا لس قدمه وروستو لاړ شى؟“ ۱۰ حزقياه ورته وفرمائيل، ”دا آسان دى چې په پوړۍ باندې سورے لس قدمه مخکښې لاړ شى. دا لس قدمه وروستو بوځه.“ ۱۱ يشعياه مالِک خُدائ ته سوال وکړو او مالِک خُدائ د احاز په پوړۍ باندې سورے لس قدمه وروستو بوتلو.
۱۲ تقريباً هم په هغه وخت د بابل بادشاه د بلدان زوئ، مرودکبلدان خبر شو چې حزقياه بادشاه بيمار دے، نو هغۀ ورله يو خط او يوه تُحفه ولېږله. ۱۳ حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سرۀ زر، سپين زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او خپل ټول فوجى سامان وښودلو. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ نۀ وُو چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو. ۱۴ بيا يشعياه پېغمبر حزقياه بادشاه له لاړو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”دا سړى د کوم ځائ نه راغلى دى او هغوئ تا ته څۀ وفرمائيل؟“ حزقياه ورته ووئيل، ”هغوئ د يو لرې مُلک بابل نه راغلى دى.“ ۱۵ يشعياه ترې نه تپوس وکړو، ”په محل کښې يې څۀ وليدل؟“ حزقياه بادشاه جواب ورکړو، ”هغوئ هر څۀ وليدل. زما په خزانه کښې داسې څۀ نشته چې ما ورته ښودلى نۀ وى.“ ۱۶ بيا يشعياه بادشاه ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى چې ۱۷ يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړلے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى. ۱۸ ستا څۀ اولاد به بوتلے شى او د هغوئ نه به خصيان جوړ کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“ ۱۹ نو حزقياه بادشاه د دې په مطلب پوهه شو چې د هغۀ په ژوند کښې به امن او تحفُظ وى، نو هغۀ ورته ووئيل، ”تا چې ما له د مالِک خُدائ نه کوم پېغام راوړے دے هغه ښۀ دے.“
۲۰ نور هر څۀ چې حزقياه بادشاه کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ کارنامې او هغه حِساب کِتاب چې هغۀ ډنډ جوړ کړے وو او چې يو سورنګ يې کنستلے وو چې ښار له اوبۀ راولى، دا هر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۲۱ حزقياه مړ شو او د هغۀ زوئ منسى د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.