د یوحنا رسول دوهم لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱د ایماندارانو د مشر له خوا د خدای غوره شوې میرمنې او د هغې اولادونو ته چې په رښتیا راباندې ګرانه ده، یوازې په ما باندې نه بلکې په هغو ټولو باندې چې د حقیقت څخه خبر دي، ۲د هغه حقیقت په خاطر چې په مونږ کې دی او تل ترتله به زمونږ سره وي.

۳د پلار خدای او د هغه زوی عیسی مسیح فضل، رحم او سلامتي دې وي په مونږ باندې، ترڅو دا ټول په مونږ کې چې په حقیقت کې اوسېږو او یو د بل سره مینه کوو پاتې وي.

په رښتینولۍ او مینه کې ژوند کول

۴کله چې ما واورېدل چې ستا ځینې اولادونه لکه څنګه چې پلار مونږ ته حکم کړی دی په رښتینې لار روان دي، نو ډېر خوشحاله شوم. ۵اوس ای ګرانې میرمنې! زه ستاسو نه یوه غوښتنه کوم چې د خدای خلک باید د یو د بل سره مینه وکړي. داسې فکر مه کوه چې زه تاته کوم نوی حکم لیکم بلکې دا هماغه حکم دی چې له پیل نه مونږ ته راکړل شوی ؤ. ۶دا مینه داسې ده چې مونږ باید د خدای په حکمونو باندې عمل وکړو. دا هماغه حکم دی چې تاسو له پیل نه اورېدلی دی او هغه حکم دا دی چې تاسو باید په مینه کې ژوند وکړئ.

د غلطو عقیدو په هکله خبرداری

۷ډېر غولوونکي په نړۍ کې خواره شوي دي چې دا نه مني چې عیسی د انسان په جسم نړۍ ته راغلی دی. داسې خلک غولوونکې دي او د مسیح دښمنان دي. ۸خبردار اوسئ چې مونږ د کوم څه دپاره خواري کړې ده چې هغه لاسته راوړو، هغه برباد نه شي بلکې خپل پوره اجر تر‌لاسه کړو.

۹هرڅوک چې د مسیح په تعلیم باندې ټینګ پاتې نه شي او د هغه نه وګرځي، نو خدای د هغه سره مل نه دی. خو که چېرې څوک د هغه په تعلیم باندې ټینګ ولاړ وي، نو د هغه سره به پلار او زوی دواړه مل وي. ۱۰که چېرې کوم څوک تاسو ته راشي او هغه تعلیم درنه کړي چې مسیح درته درکړی ؤ، هغه په خپل کور کې د مېلمه په توګه قبول نه کړئ او تر دې چې سلام هم ورته ونه وایئ. ۱۱ځکه هرڅوک چې هغه ته سلام ووایي، نو هغه د هغه په بدو کارونو کې شریک دی.

وروستنۍ خبرې

۱۲زما سره ډېرې خبرې شته چې غواړم تاسو ته یې وکړم، خو زه نه غواړم چې هغه تاسو ته په قلم او کاغذ باندې ولیکم. زه په دې هیله یم چې راشم او تاسو ووینم او مخامخ درسره خبرې وکړم، ترڅو زمونږ خوشحالي پوره شي. ۱۳ستا خور چې د خدای له خوا غوره شوې ده، د هغې بچیان درته سلام وایي.