د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

درېم باب

د نوى لوظ خادِمان

۱ولې بيا مونږ د خپلې نېک نامۍ ډنډوره غږوو؟ او يا مونږ ته لکه د نورو خلقو په شان د سفارشى خطونو ضرورت دے څۀ؟ ۲تاسو په خپله زمونږ هغه سفارشى خط يئ چې زمونږ په زړونو ليکلے شوے دے، چې تاسو ټول يې لوستلے شئ او پرې پوهېږئ. ۳او ستاسو نه دا ظاهريږى چې په خپله لکه د مسيح د خط په شان يئ، کوم چې مونږ په سياهى نۀ دے ليکلے، بلکې د ژوندى خُدائ پاک په روح مو ليکلے دے نه چې د کاڼى په تختو بلکې په زړونو. ۴خو مونږ دا خبره په يقين سره کوُو ځکه چې په مسيح کښې په خُدائ پاک زمونږ دغه شان باور دے. ۵مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے، ۶چا چې مونږ د خپل نوى لوظ د خادِم کېدو جوګه کړو، دا لوظ د ليکلے شوى شريعت نه نۀ دے، بلکې د روح نه دے. ځکه چې زوړ ليکلے شوے شريعت وژل کوى، خو د نوې لوظ لاندې روح ژوند ورکوى. ۷کۀ د شريعت هغه تختې چې په ګټه ليکلے شوې وې او په هغې کښې دومره جلال وو چې بنى اِسرائيلو د موسىٰ مخ ته نۀ شو کتلے چې په کښې د خُدائ پاک جلال ځلېدو، کۀ څۀ هم هغه جلال به لږ وخت وروستو تتېدو، ۸نو بيا ولې د روحُ القُدس د نظام جلال به د دې نه زيات نۀ وى څۀ؟ ۹ځکه کۀ په مجرمونکى نظام کښې جلال وو، نو صادقه نظام به ضرور د دې نه زيات جلالى وى. ۱۰حقيقت کښې چې مخکښې کوم جلال وو هغه اوس د دې لوئ جلال په وجه ختم شو. ۱۱نو چې فنا کېدونکى څيزونه جلالى وُو نو نوې ابدى څيزونه به ضرور د دې نه زيات جلالى وى. ۱۲نو زمونږ اُميد هم دا دے او په دې وجه په زړۀ ورتيا سره د زيرى اورولو خِدمت کوُو، ۱۳او مونږ د موسىٰ په شان نۀ يو، چې په خپل مخ يې پړده اچولې وه د دې دپاره چې بنى اِسرائيل هغه جلال ونۀ ګورى کوم چې به لږ وخت وروستو تتېدو. ۱۴خو د هغوئ زړونه سخت شول ځکه چې تر نن پورې د زوړ لوظ د تلاوت په وخت د هغوئ په زړونو پړده پرته ده، او دا پړده صرف د مسيح په وسيله اخوا کيږى. ۱۵خو تر ننه پورې چې کله هم د موسىٰ کِتاب تلاوت کيږى نو د هغوئ په زړونو پړده پرته وى. ۱۶خو کله چې څوک د مالِک طرف ته راوګرځى، نو دغه پړده اخوا کيږى. ۱۷اوس مالِک روح دے، او چرته چې د مالِک روح دے، هلته آزادى ده. ۱۸خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.