د دوهم تواریخ کتاب

درېم فصل

سلیمان او د څښتن د کور جوړول

(لومړی پاچاهان ۶: ۱ - ۳۸)

۱‏-۲ سلیمان د څښتن د کور جوړول د خپلې پاچاهۍ د څلورم کال په دوهمه میاشت د اورشلیم د موریا په غره باندې پیل کړل. داود همدا ځای د عبادت ځای په توګه ټاکلی ؤ. هغه ځای یو وخت د یبوسي ارونه درمند ځای ؤ، یعنې هغه ځای چې څښتن د هغه پلار، داود ته ورښکاره شو.

۳ هغه بنیاد چې سلیمان د خدای د کور دپاره کېښود اووه ویشت متره اوږد او نهه متره پلن ؤ. ۴ د کور مخې ته یوه برنډه وه چې سور یې نهه متره او لوړوالی یې څلورپنځوس متره ؤ. د برنډې منځني دېوالونه په سوچه سرو زرو پوښل شوي وو.

۵ سلیمان د کور د اصلي سالون منځني دېوالونه اول د سروې په لرګیو او بیا یې په ښه سرو زرو وپوښل او د خرما د ونو په نقشونو او په داسې نقشونو باندې یې سینګار کړل چې د زنځیرونو په شان ښکارېدل. ۶ هغه د کور په سینګارولو کې د قیمتي تیږو څخه کار واخیست. همدارنګه یې د سرو زرو څخه چې د فروایم څخه راوړل شوي وو، ۷ د چت د تیرونو، د دروازو او د هغو د چوکاټونو او د دېوالونو په پوښولو کې کار واخیست. سلیمان د اسماني مخلوقاتو نقشونه هم په دېوالونو کې وویستل.

۸ ډېر سپېڅلی ځای نهه متره اوږد او نهه متره پلن ؤ او دا د کور پوره پلنوالی ؤ. د دې ځای د دېوالونو په پوښولو کې د شلو ټنو څخه زیات ښه سره زر ولګېدل. ۹ د هر مېخ په جوړولو کې د نیم کیلوګرام نه زیات سره زر ولګېدل او د پاسنیو کوټو دېوالونه هم په سرو زرو وپوښل شول.

۱۰ سلیمان د اسماني مخلوقاتو دوه مجسمې جوړې کړې د دې دپاره چې په ډېر سپېڅلي ځای کې یې کېږدي. بیا یې هغه په سرو زرو باندې وپوښلې. ۱۱‏-۱۳ هغه هلته څنګ په څنګ ولاړې وې او مخونه یې د عمومي سالون خواته وو. هرې یوې یې دوه دوه وزرونه درلودل، هر وزر یې دوه متره او شل سانتي اوږد ؤ او دا دومره خپاره شوي وو چې د کوټې په منځ کې په یو بل باندې لګېدل او د کوټې دېوالونو ته رسېدل او د نهو مترو په پلنوالي سره غزېدلي وو.

۱۴ یوه پرده د ښه کتان څخه جوړه شوې وه چې په اسماني، بانجاني او سرو وړیو اوبدل شوې وه او د اسماني مخلوقاتو د نقشونو ګلدوزي په کې شوې وه.

دوه برنجي ستنې

(لومړی پاچاهان ۷: ۱۵ - ۲۲)

۱۵ د کور د دروازې د خولې دپاره دوه ستنې جوړې شوې. هره یوه یې شپاړس متره لوړه وه او په سرونو باندې یې تاجونه وو چې دوه متره او شل سانتي لوړ وو. ۱۶ د هغو ستنو سرونه د جالۍ په شان د زنځیرونو په نقشونو او په سلو برنجي انارو باندې سینګار شوي وو. ۱۷ سلیمان یوه ستنه د کور د دروازې جنوب خواته ودروله او د یاکین په نوم یې یاده کړه. بله یې د دروازې شمال خواته ودروله او هغه یې د بوعز په نوم یاده کړه.