مخکینۍ څپرکۍ

د دوهم تواریخ کتاب

لومړی فصل

سلیمان او د حکمت غوښتنه

(لومړی پاچاهان ۳: ۱ - ۱۵)

۱د داود زوی سلیمان د خپلې پاچاهۍ واکمني ټینګه کړه، ځکه چې خپل څښتن خدای یې ورسره مل ؤ او د هغه څخه یې ډېر قوي پاچا جوړ کړ.

۲‏-۵په هغه وخت کې د عبادت ځای لا په جبعون کې ؤ، یعنې سپېڅلې خېمه چې د څښتن خدمتګار موسی په دښته کې جوړه کړې وه. د خېمې په مخکې د قربانۍ برنجي ځای ؤ چې د اوري زوی او د حور لمسي یعنې بصلییل جوړ کړی ؤ.

یوه ورځ سلیمان د اسراییلو قوم، د لښکرو افسرانو او قوماندانانو، قاضیانو او د قوم او د کورنیو مشرانو ته وویل چې د عبادت هغه ځای ته لاړ شي چې په جبعون کې ؤ. بیا سلیمان او نور خلک څښتن ته د عبادت دپاره هلته لاړل. د عبادت ځای په جبعون کې ؤ، که څه هم داود پاچا له پخوا نه د قریه یعاریم څخه د لوظ صندوق هغې خېمې ته وړی ؤ چې د صندوق دپاره یې په اورشلیم کې ودرولې وه. ۶سلیمان د قربانۍ په برنجي ځای کې د خېمې په مخکې زر څاروي د سوځېدونکو نذرانو په توګه وړاندې کړل.

۷په هغه شپه خدای سلیمان ته ورښکاره شو او پوښتنه یې وکړه: «سلیمانه! څه غواړې چې تاته یې درکړم؟»

۸سلیمان په ځواب کې وویل: «تا تل زما د پلار داود سره ډېره مینه ښودلې ده او اوس دې زه د هغه څخه وروسته د پاچا په توګه غوره کړم. ۹ای څښتنه خدایه، هغه وعده تر سره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زه په یو داسې قوم باندې پاچا کړی یم چې د زیاتوالي له امله د سیند د شګو په شان نه شمېرل کیږي. ۱۰نو ماته حکمت او علم راکړه چې په هغوی باندې د پاچاهي کولو دپاره ورته اړتیا لرم. که نه، نو زه به څنګه وکولای شم چې ستا په دې لوی قوم باندې پاچاهي وکړم؟»

۱۱خدای په ځواب کې وویل: «سلیمانه، تا کولای شول چې زما څخه شتمني او مال او دولت وغواړې، شهرت وغواړې، یا د خپلو دښمنانو تباهي وغواړې یا د خپل ځان دپاره اوږد عمر وغواړې. خو د دې په ځای دې د حکمت او علم غوښتنه وکړه، ترڅو په سمه توګه زما په قوم باندې پاچاهي وکړې چې ته مې ورته غوره کړی یې. ۱۲نو زه به تاته حکمت او علم درکړم. همدارنګه به زه تاته ډېره شتمني او ډېر عزت هم درکړم چې ستا څخه مخکې یا وروسته هېڅ کوم پاچا نه درلودل او نه به یې ولري.» ۱۳وروسته سلیمان د جبعون د عبادت ځای نه چې د څښتن سپېڅلې خېمه په کې ولاړه وه، اورشلیم ته راستون شو او هلته یې په اسراییلو باندې پاچاهي وکړه.

د سلیمان شتمني

(لومړی پاچاهان ۱۰: ۲۶ - ۲۹)

۱۴سلیمان خپلې جنګي قواوې چې د څوارلس سوه جنګي ګاډیو او دولس زره اسونو نه جوړې شوې وې راغونډې کړې. یوه برخه یې په اورشلیم او نورې یې په نورو ځانګړو ښارونو کې ساتلې.

۱۵د هغه د پاچاهۍ په وخت کې سپین او سره زر په اورشلیم کې د تیږو په شان عادي شیان وو او د سبر د ونو لرګي لکه د یهودا د غرونو په لوېدیځو لمنو کې د انځرو د ونو په شان پرېمانه وو.

۱۶د سلیمان سوداګرانو اسونه د مصر او ترکیې څخه راوستل. شاهي سوداګرانو به هغه د ترکیې څخه اخیستل. ۱۷هغوی به د مصر څخه یوه جنګي ګاډۍ په شپږ سوه مثقاله سپینو زرو او یو اس به یې په یوسلو پنځوس مثقاله سپینو زرو اخیستل. همدارنګه ځینې به یې د حیتیانو او سوریایانو په پاچاهانو بېرته خرڅول.

مخکینۍ څپرکۍ