د تيموتيوس په نوم د پولوس رسول اول خط

دوېم باب

د دُعا په حقله تعليم

۱نو بيا زۀ د ټولو نه اول په تاسو دا زور راوړم چې خواستونه، دُعاګانې، شفاعت او د ټولو خلقو دپاره شُکر ګزارى کوئ، ۲د بادشاهانو او د ټولو لويو مرتبو خلقو دپاره دُعا کوئ، نو چې مونږ د آرام او پُراَمنه او د ديندارۍ او د عزت ژوند تېر کړُو. ۳داسې کول زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په نزد نېک او راضى کوونکى دى. ۴هغه غواړى چې ټول خلق خلاصون ومومى او د حقيقت عِلم ورته حاصل شى. ۵ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے ۶چا چې خپل ځان د ټولو دپاره فديه کړو او په مناسب وخت کښې دا ثابته هم شوه. ۷زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم. ۸نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بې‌ګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى. ۹او ښځې دې هم دغه شان خپل ځانونه د حيا، شرافت او پرهيزګارۍ په جامه کښې سمبالوى، او په کمڅو، سرو زرو او ملغلرو او قيمتى جامو سره دې ځانونه نۀ سنګاروى، ۱۰بلکې په نېکو عملونو دې خپل ځان سنګاروى څنګه چې ديندارو ښځو له مناسب دى. ۱۱ښځې دې په خاموشۍ او په پوره تابعدارۍ سره زده کړه کوى. ۱۲او زۀ يوې ښځې ته اجازت نۀ ورکوم چې سړو ته تعليم ورکړى يا دې په هغوئ روب اچوى، بلکې هغه دې خاموشه وى. ۱۳ځکه چې اول آدم پېدا کړے شو د هغۀ نه پس بى‌بى حوا. ۱۴او شېطان آدم دوکه نۀ کړو بلکې ښځه يې دوکه کړې وه او ګناهګاره شوه. ۱۵خو ښځې به د اولاد په پېدا کولو سره نجات حاصلوى، په دې شرط چې په ايمان، مينه او پاکيزګۍ کښې به د پرهيزګارۍ سره ژوند تېروى.