۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل اول کِتاب

دوېم باب

د حنه دُعا

۱ حنه دُعا وکړه او وې وئيل، ”مالِک خُدائ زما زړۀ د خوشحالۍ نه ډک کړے دے، هغۀ چې څۀ کړى دى په هغې باندې زۀ څومره خوشحاله يم. زۀ په خپلو دشمنانو پورې خاندم زۀ څومره خوشحاله يم ځکه چې خُدائ پاک زما مدد کړے دے. ۲ د مالِک خُدائ په شان هيڅ څوک مقدس نشته، د هغۀ په شان بل څوک نشته، زمونږ د خُدائ پاک په شان حِفاظت کوونکے نشته. ۳ لوئې لافې وهل بس کړئ، د غرور خبرې د خولې نه مۀ راوباسئ. ځکه چې مالِک خُدائ يو داسې خُدائ پاک دے چې هغه پوهيږى، او هغه د خلقو د هر عمل عدالت کوى. ۴ د تکړه فوجيانو ليندې ماتې شوې دى، خو کمزورى تکړه کيږى. ۵ کومو خلقو له چې يو ځل خوراک ورکړے شوے وو نو هغوئ اوس د خوراک دپاره خپل ځانونه مزدوران کړل، خو چې څوک اوږى وُو د هغوئ لوږه ختمه شوه. د شنډې ښځې اووۀ بچى شوى دى، خو د ډېرو بچو مور غمژنه ده. ۶ مالِک خُدائ مړۀ کول او ژوندى کول کوى، هغه خلق قبر ته لېږى او واپس يې راولى. ۷ هغه څوک غريب کوى او څوک مالداره کوى، هغه څوک لاندې کوى او څوک اوچتوى. ۸ هغه غريب د خاورې نه راوچتوى او ضرورتمند د ايرو د ډېرى نه اوچتوى، او د شهزادګانو مرتبه ورکوى او د عزت په ځايونو کښې يې کښېنوى. د زمکې بنيادونه د مالِک خُدائ دى، په دې باندې هغۀ دُنيا ودرولې ده. ۹ هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى. ۱۰ د مالِک خُدائ دشمنان به تباه شى، هغه به د هغوئ خِلاف د آسمان د تندر په شان شى. مالِک خُدائ به د ټولې دُنيا عدالت کوى، هغه به خپل بادشاه له طاقت ورکړى، هغه به خپل خوښ کړے شوے بادشاه بريالے کړى.“ ۱۱ بيا القنه واپس په راما کښې کور ته لاړو، خو سموئيل په سيلا کښې پاتې شو او د عيلى اِمام د مشرۍ لاندې يې د مالِک خُدائ خِدمت کولو.

د عيلى زامن

۱۲ د عيلى زامن بد عمله کسان وُو. هغوئ مالِک خُدائ ته هيڅ توجو ورنۀ کړه ۱۳ او نۀ يې د هغه اصُولو خيال وساتلو چې د اِمامانو د برخې په حقله وُو. او کله به چې چا يوه نذرانه پېش کوله او چې غوښه به لا پخېدله نو د اِمام نوکر به د يو درې غاښى سره راغلو، ۱۴ هغۀ به درې غاښے د پخلى لوښى ته ورننويستلو او چې درې غاښى به څۀ هم راوويستل نو هغه به د اِمام وُو. د هغه ټولو بنى اِسرائيلو سره هم داسې سلوک وشو چې د قربانۍ پېش کولو دپاره سيلا ښار ته راغلى وُو. ۱۵ د دې نه علاوه، وازګه به هم لا نۀ وه لرې کړے شوې او نۀ به سوزولے شوې وه چې د اِمام نوکر به راغلو او چې چا به نذرانه پېش کوله نو هغۀ ته به يې وئيل، ”ما له لږه غوښه راکړه چې اِمام له يې وريته کړم، هغه به ستاسو پخه شوې غوښه نۀ قبلوى، صِرف کچه غوښه قبلوى.“ ۱۶ کۀ هغه کس به ورته ووئيل، ”راځئ چې هغه وکړُو چې څۀ صحيح وى او اول وازګه وسوزوو، بيا چې دې څۀ خوښ وى نو هغه واخله.“ خو د اِمام نوکر به ورته ووئيل، ”نه، اوس دا ما له راکړه، کۀ نۀ راکوې، نو زۀ به يې په زور اخلم.“ ۱۷ د عيلى د زامنو دا ګناه د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېره لويه وه، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ د نذرانو دومره بې‌عزتى کوله.

حضرت سموئيل په سيلا کښې

۱۸ په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو. ۱۹ د هغۀ مور به هر کال يوه وړه چُوغه جوړوله او چې هغه د خپل خاوند سره کلنى نذرانه پېش کولو له تله نو چُوغه به يې وروړله. ۲۰ نو عيلى به د القنه او د هغۀ د ښځې دپاره برکت غوښتو او القنه ته به يې فرمائيل، ”مالِک خُدائ دې تا له د دې ښځې نه نور بچى درکړى چې د هغۀ ځائ ونيسى چې کوم تا مالِک خُدائ ته وقف کړے دے.“ د هغې نه پس به هغوئ واپس کور ته تلل. ۲۱ مالِک خُدائ حنه له برکت ورکړو او د هغې نور درې زامن او دوه لوڼه پېدا شوې. سموئيل هلک د مالِک خُدائ په خِدمت کښې لوئ شو.

عيلى او د هغۀ زامن

۲۲ عيلى اوس ډېر بوډا شوے وو. هغۀ د هغه هر څۀ په حقله اورېدل چې د هغۀ زامنو د بنى اِسرائيلو سره کول او دا چې هغوئ د هغه ښځو سره هم څملاستل چا چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې خدمت کولو. ۲۳ نو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو دا کارونه ولې کوئ؟ تاسو چې کوم بد کوئ هر سړے د هغې په حقله ما ته وائى. ۲۴ بس کړئ، زما زامنو، زۀ خبر شوے يم چې د مالِک خُدائ د خلقو په مينځ کښې يو خراب خبر خوريږى. ۲۵ کۀ يو سړے د بل چا خِلاف ګناه وکړى، نو خُدائ پاک ته د هغۀ دپاره سوال کېدے شى خو کۀ يو سړے د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى نو د هغۀ دپاره هيڅ څوک هم د رحم سوال نۀ شى کولے.“ خو هغوئ خپل پلار ته غوږ ونۀ نيولو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو فېصله وکړه. ۲۶ سموئيل هلک غټېدو او د مالِک خُدائ او د خلقو عزت يې وموندو.

د عيلى د خاندان خِلاف پېشګوئې

۲۷ عيلى ته د مالِک خُدائ نه د دې پېغام سره د مالِک خُدائ نه يو پېغمبر راغلو، ”کله چې ستا پلار نيکۀ هارون او د هغۀ خاندان د مِصر د فِرعون غلامان وُو، نو ما خپل ځان هارون ته څرګند کړو. ۲۸ ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربان‌ګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربان‌ګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو. ۲۹ نو بيا، تاسو ولې د هغه نذرانو او قربانو لالچ کوئ چې زۀ يې د خپلو خلقو نه غواړم؟ عيلى، تۀ ولې زما نه زيات د خپلو زامنو عزت کوې چې هغوئ دې پرېښى دى چې زما خلق ما ته کومې قربانۍ پېش کوى چې د هغې په ټولو ښو حِصو باندې خپل ځانونه څورب کړى؟ ۳۰ ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بې‌عزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم. ۳۱ واوره، هغه وخت راروان دے چې زۀ به ستا د خاندان او قبيلې ټول زلمى ووژنم، نو ستا په خاندان کښې به داسې يو سړے هم نۀ وى چې بوډاتوب ته ورسيږى. ۳۲ تۀ به په تکليف کړے شې او هغه ټولو برکتونو ته به د ارمان سره ګورې چې زۀ يې نورو بنى اِسرائيلو له ورکوم، خو ستا په خاندان کښې به هيڅ څوک هم تر بوډاتوب پورې ژوندے نۀ وى. ۳۳ خو چې څوک ژوندى پاتې شى، نو هغوئ به په پرېشانۍ او غم آخته شى او د هغوئ نور ټول اولاد به په يو سخت مرګ مړۀ شى. ۳۴ کله چې ستا دوه زامن حُفنى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول. ۳۵ زۀ به يو اِمام خوښ کړم چې هغه به زما وفادار وى او چې څۀ زۀ غواړم نو هغه هر څۀ به کوى. زۀ به هغۀ له اولاد ورکړم، چې هغوئ به همېشه زما د خوښ شوى بادشاه په حضور کښې خِدمت کوى. ۳۶ ستا د اولاد چې کوم کس هم ژوندے پاتې وى نو هغه به هغه اِمام له ځى او د هغۀ نه به پېسې او خوراک غواړى او دا سوال به ورته کوى چې ما د اِمامانو سره منظور کړه، نو چې ما ته يوه نوړۍ روټۍ مِلاو شى.“