مخکینۍ څپرکۍ

د پطروس رسول لومړی لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱دا لیک د عیسی مسیح د رسول پطروس له خوا د خدای هغو غوره شویو خلکو ته چې د پونتوس، غلاتیې، کپدوکیې، اسیا او بتونیې ولایتونو ته مهاجر او خواره واره شوي دي. ۲پلار خدای تاسو د خپلې ارادې له مخې له ازله غوره کړي یئ او تاسو د روح القدس په وسیله پاک او سپېڅلي شوي یئ، ترڅو د عیسی مسیح اطاعت وکړئ. د هغه وینه ستاسو په خاطر توی شوه چې تاسو پاک شئ. ډېر زیات فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

ژوندۍ هیله

۳‏-۴ثنا او صفت دې وي خدای ته، هغه خدای ته چې زمونږ د عیسی مسیح پلار دی. هغه په خپل لوی رحم سره د مړو څخه د عیسی مسیح د بېرته راژوندي کولو په وسیله مونږ ته نوی ژوند راکړ. دا مونږ ته ژوندۍ هیله راکوي، ترڅو هغه نه‌فناکېدونکی، نه‌خرابېدونکی او تلپاتې میراث تر‌لاسه کړو چې ستاسو دپاره په اسمان کې ساتل شوی دی. ۵خدای به تاسو په خپل قدرت سره ستاسو د ایمان په وسیله د هغه خلاصون دپاره خوندي وساتي چې د قیامت په ورځ به یې ټول خلک وویني.

۶د دې دپاره تاسو خوشحالي وکړئ، که څه هم تاسو باید د یو څه وخت دپاره د هر ډول ازمېښتونو او سختیو سره مخ شئ. ۷د هغوی مقصد دا ؤ چې دا ثابته کړي چې ستاسو ایمان سوچه ایمان دی. لکه څنګه چې فاني سره زر په اور باندې ازمایل کیږي، نو همدارنګه ستاسو ایمان هم چې د سرو زرو څخه ډېر قیمتي دی، ازمایل کیږي. بیا به په هغه ورځ چې عیسی مسیح خپل ځان ښکاره کوي، ستاسو ایمان به ستاسو د ستاینې، لویۍ او عزت سبب وګرځي. ۸سره له دې چې تاسو تر‌اوسه عیسی مسیح نه دی لیدلی، خو بیاهم درباندې ګران دی او سره له دې چې اوس هم هغه نه وینئ، خو بیاهم ایمان ورباندې لرئ او داسې خوشحالي کوئ چې د جلال څخه ډکه وي او په ژبه یې بیان نه شي کېدای، ۹او ستاسو د ایمان مقصد دا دی چې تاسو خلاصون ومومئ.

۱۰د دې خلاصون په هکله پیغمبرانو په غور سره څېړنه کړې ده او همدارنګه د دې فضل په هکله یې چې خدای به یې په تاسو کوي، پېشګویي کړې ده. ۱۱د مسیح روح هغوی ته د مسیح د کړاوونو او جلال موندلو په هکله خبرې کولې. پیغمبرانو چې د مسیح د روح په وسیله چې په هغوی کې ؤ او پېشګویي یې کوله، هڅه کوله په دې پوه شي چې مسیح څوک دی او کله به راځي. ۱۲خدای دغو پیغمبرانو ته دا څرګنده کړې وه چې د هغوی خدمت د خپل ځان دپاره نه بلکې ستاسو دپاره ؤ. اوس دا زېری تاسو ته د هغو خلکو له خوا اورول شوی چې د اسمان څخه د نازل شوي روح القدس په قدرت یې وعظ وکړ. دا هغه شیان دي چې فرښتې هم په دې ارمان دي چې ویې ویني.

د پاک ژوندون دپاره بلنه

۱۳نو د خپل عقل څخه کار واخلئ او هوښیار شئ. هغه فضل ته پوره هیله ولرئ چې د عیسی مسیح په راښکاره کېدلو سره به په تاسو وشي. ۱۴د تابعدارو اولادونو په شان اوسئ. نور مه پرېږدئ چې ستاسو د هغه وخت نفساني غوښتنې چې خدای مو نه پېژانده، په تاسو اغیزه وکړي. ۱۵بلکې لکه څنګه چې خدای چې تاسو یې رابللي یئ، سپېڅلی دی، نو تاسو هم په خپلو کړنو کې سپېڅلي اوسئ. ۱۶ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «سپېڅلي اوسئ، ځکه چې زه سپېڅلی یم.» ۱۷کله چې تاسو خدای ته دعا کوئ، نو هغه ته پلار ووایئ. خدای هغه ذات دی چې بې له طرفدارۍ د هرچا د عملونو له مخې قضاوت کوي. نو خپل دنیاوي ژوند خدای ته په درناوي کولو او وېره کې تېر کړئ. ۱۸ځکه تاسو پوهېږئ چې د ژوند د بېځایه دودونو څخه خلاصون چې د خپلو نیکونو نه تاسو ته په میراث پاتې شوي وو، د فاني شیانو لکه سرو زرو او سپینو زرو په بیه نه دی ترلاسه شوی. ۱۹بلکې تاسو پوهېږئ چې د مسیح په قیمتي وینې چې د بې‌عیبه او بې‌نقصه وري په شان ؤ، په بیه اخیستل شوي یئ او خلاصون مو موندلی دی. ۲۰خدای هغه د نړۍ د پیدایښت څخه مخکې غوره کړی ؤ، خو هغه په اخره زمانه کې ستاسو په خاطر ښکاره شو. ۲۱تاسو د مسیح په وسیله په خدای باندې ایمان راوړی دی، په هغه خدای چې مسیح یې له مړو څخه راژوندی کړ او جلال یې ورته ورکړ، ترڅو په خدای باندې ستاسو ایمان او هیله نوره هم قوي شي.

۲۲اوس چې تاسو خپل ځانونه د حقیقت په منلو سره پاک کړي دي، ترڅو د خپلو ورونو سره د اخلاص نه ډکه مینه ولرئ، نو یو د بل سره د زړه له کومي مینه وکړئ. ۲۳ځکه چې تاسو د خرابېدونکي تخم څخه نه، بلکې د نه‌خرابېدونکي تخم یعنې د خدای د ژوندي او تلپاتې کلام په وسیله نوي پیدا شوي یئ. ۲۴ځکه چې د خدای کلام وایي:

د واښو په شان دي ټول انسانان

او د هغوی ښکلا ده د ګلانو په شان

چې نه لري زیات دوام

واښه وچیږي او رژیږي ګلان

۲۵خو تل ترتله پاتې کیږي د څښتن کلام

او دا کلام هماغه زېری دی چې تاسو ته اورول شوی دی.

مخکینۍ څپرکۍ