۰:۰۰ / ۰:۰۰

د یوحنا رسول لومړی لیک

درېم فصل

۱ ګورئ، پلار مونږ ته څومره ډېره مینه راکړې ده. د هغه مینه دومره زیاته ده چې مونږ د خدای د اولادونو په نوم یادېږو او په حقیقت کې مونږ همداسې یو. دا چې نړۍ مونږ نه پېژني علت یې دا دی چې هغه یې نه دی پېژندلی. ۲ ګرانو دوستانو، اوس مونږ د خدای اولادونه یو، او دا چې څنګه واوسو، تر‌اوسه معلومه نه ده. خو په دې پوهېږو چې کله مسیح راښکاره شي نو مونږ به د هغه په شان شو، ځکه چې هغه به هماغه شان ووینو لکه څنګه چې دی. ۳ هرڅوک چې د مسیح نه دا هیله لري، نو هغه خپل ځان داسې پاک ساتي لکه څنګه چې مسیح پاک دی.

۴ هرڅوک چې ګناه کوي هغه شریعت ماتوي، ځکه چې ګناه په خپله د شریعت ماتول دي. ۵ تاسو پوهېږئ چې مسیح د دې دپاره راغی چې ګناهونه لېرې کړي او په هغه کې هېڅ ګناه نشته. ۶ نو هرڅوک چې د مسیح سره په شراکت کې اوسیږي هغه نوره ګناه نه کوي او هرڅوک چې د ګناه کولو عادت لري، هغه یې هېڅکله نه لیدلی او نه یې پېژندلی دی.

۷ ای ګرانو بچیانو! مه پرېږدئ چې څوک تاسو بې‌لارې کړي. هرڅوک چې نېک کارونه کوي هغه نېک دی، لکه څنګه چې مسیح نېک دی. ۸ هرڅوک چې د ګناه کولو عادت لري هغه د شیطان اولاد دی، ځکه چې شیطان د ازله ګناه کوله، خو د خدای زوی د همدې دپاره راغی چې د شیطان کارونه برباد کړي.

۹ هرڅوک چې د خدای اولاد وي هغه د ګناه کولو عادت نه لري، ځکه چې په هغه کې د خدای ذات دی. هغه د خدای اولاد دی، نو ځکه ګناه نه شي کولای. ۱۰ د خدای د اولاد او د شیطان د اولاد ترمنځ فرق ښکاره دی. څوک چې نېکي نه کوي او یا د ورونو سره مینه نه کوي هغه د خدای اولاد نه دی.

د یو بل سره مینه کوئ

۱۱ کوم پیغام چې تاسو له پیل نه اورېدلی دی هغه دا دی: د یو بل سره باید مینه وکړو. ۱۲ مونږ باید د قاین په شان ونه اوسو. هغه د شیطان اولاد ؤ او خپل ورور یې مړ کړ. هغه یې ولې مړ کړ؟ ځکه چې د هغه خپل عملونه بد وو او د ورور کارونه یې نېک وو.

۱۳ نو زما ورونو! که چېرې د نړۍ خلک ستاسو نه کرکه کوي، نو په دې مه حیرانېږئ. ۱۴ مونږ پوهېږو چې د مرګ نه تېر شوي یو او ژوندون ته راغلي یو، ځکه چې د خپلو ایماندارانو خویندو او ورونو سره مینه کوو. او په چا کې چې مینه نشته هغه لا تر‌اوسه د مرګ په حال کې دی. ۱۵ هرڅوک چې د خپل ورور نه کرکه کوي، هغه قاتل دی او تاسو پوهېږئ چې هېڅ قاتل تلپاتې ژوندون نه لري. ۱۶ نو له همدې امله مونږ پوهېږو چې مینه څه شی دی، ځکه چې مسیح زمونږ په خاطر خپل ځان قربان کړ، نو مونږ هم باید خپل ځانونه د ورونو په خاطر قربان کړو. ۱۷ که چېرې کوم څوک دنیاوي شتمني ولري او ګوري چې ورور یې محتاج دی او زړه ورباندې نه سوځوي، نو هغه څنګه دعوه کولای شي چې په زړه کې یې د خدای مینه شته؟ ۱۸ ګرانو بچیانو! زمونږ مینه دې یوازې په خبرو یا په ژبه نه بلکې عملي او رښتینې وي.

په پوره ډاډګېرنه خدای ته ورتګ

۱۹ نو په دې به مونږ پوه شو چې مونږ د حقیقت پیروان یو او له دې امله به زمونږ زړونه د خدای په حضور کې ډاډه وي. ۲۰ که چېرې زمونږ وجدان مونږ ملامتوي، نو مونږ ډاډه یو چې خدای زمونږ د وجدان نه ډېر لوی دی او د هرڅه نه خبر دی. ۲۱ ګرانو دوستانو! که چېرې زمونږ وجدان مونږ نه ملامتوي، نو کولای شو چې په ډاډه زړه د خدای حضور ته راشو ۲۲ او هرڅه چې ورڅخه وغواړو هغه یې راکوي، ځکه چې مونږ د هغه په حکمونو باندې عمل کوو او هرڅه چې هغه خوښوي هماغه کار کوو. ۲۳ د هغه حکم دا دی چې مونږ باید د هغه د زوی عیسی مسیح په نوم ایمان راوړو او د یو بل سره مینه وکړو لکه څنګه چې مسیح مونږ ته حکم کړی دی. ۲۴ هرڅوک چې د خدای په حکمونو باندې عمل کوي، نو هغه په خدای کې اوسیږي او خدای په هغه کې. په دې ډول مونږ پوهېږو چې هغه د روح القدس په وسیله چې مونږ ته یې راکړی دی، په مونږ کې اوسیږي.