د يوحنا رسول اول خط

دوېم باب

حضرت عيسىٰ مسيح زمونږ شفاعت کوونکے دے

۱زما ګرانو بچو، د دغو خبرو د ليکلو نه زما مطلب دا دے چې تاسو ګناه ونۀ کړئ، خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے. ۲او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے، او هغه نۀ يواځې زمونږ د ګناهونو بلکې د ټولې دُنيا د ګناهونو کفاره هم دے. ۳کۀ مونږ د هغۀ په حکمونو عمل کوُو نو دا د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ هغه پېژنو. ۴کۀ څوک وائى چې، ”زۀ يې پېژنم،“ خو بيا هم د هغۀ په حُکمونو عمل نۀ کوى نو هغه دروغژن دے او په داسې کس کښې رښتيا نۀ وى. ۵خو څوک چې د هغۀ په کلام عمل کوى نو په دغه کس کښې د خُدائ پاک مينه کامله شوې ده. نو مونږ بيا په دې پوهيږو چې په رښتيا په هغۀ کښې اوسيږو. ۶هر څوک چې وائى چې، ”زۀ په هغۀ کښې اوسېږم،“ نو په کار دى چې هغه دې داسې ژوند تېروى لکه څنګه چې مسيح تېر کړے وو.

يو نوے حُکم

۷ګرانو دوستانو، زۀ تاسو ته څۀ نوے حُکم نۀ ليکم، بلکې دا هغه زوړ حُکم دے چې د شروع نه تاسو سره دے. دا زوړ حُکم هغه کلام دے کوم چې تاسو د مخکښې نه اورېدلے دے. ۸نو بيا هم زۀ تاسو ته يو نوے حُکم ليکم چې هغه په رښتيا د مسيح او ستاسو په ژوندون ليدلے کيږى ځکه چې تيارۀ ختميږى او رښتينے نُور اوس هم ځليږى. ۹کۀ څوک دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ په نُور کښې يم،“ او هغه د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى نو هغه اوس هم هغه شان په تيارۀ کښې دے. ۱۰هر څوک چې د خپل ورور يا خور سره مينه کوى، هغه په نُور کښې ژوند تېروى او داسې کس هيچرې د تيندک سبب نۀ جوړيږى. ۱۱خو هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، هغه په تيارۀ کښې ګرځى بلکې په تيارۀ کښې ژوند تېروى او هغه نۀ پوهيږى چې چرته روان دے ځکه چې تيارې د هغۀ سترګې ړندې کړې دى. ۱۲زما ګرانو بچو، زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې ستاسو ګناهونه د مسيح په نوم معاف کړے شوى دى. ۱۳اے مشرانو، زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې تاسو هغه پېژنئ څوک چې ازلى دے. اے ځوانانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو هغه چا ته څوک چې شرير دے شکست ورکړے دے. ۱۴اے بچو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو پلار پېژنئ. اے مشرانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو هغه پېژنئ څوک چې د ازل نه دے. اے ځوانانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو مضبوط يئ او د خُدائ پاک کلام په تاسو کښې پاتې کيږى او تاسو په هغۀ څوک چې شرير دے غالب شوى يئ. ۱۵د دُنيا او د هغې د څيزونو سره مينه مۀ کوئ، ځکه چې څوک چې د دُنيا سره مينه کوى، په هغوئ کښې د پلار مينه نشته. ۱۶ځکه چې په دُنيا کښې د نفس خواهش، يا د سترګو شوق، او يا د دولت غرور، دا د پلار د طرفه نۀ دى بلکې دُنياوى څيزونه دى. ۱۷دُنيا او د هغې شوق تېرېدونکى دى، خو څوک چې د خُدائ پاک په مرضۍ عمل کوى هغه به تل تر تله ژوندے وى.

خردجال

۱۸زما ګرانو بچو، دا آخرى وخت دے. څنګه چې تاسو اورېدلى دى چې خردجال راتلونکے دے، نو اوس ډېر خردجالان راپورته شوى دى، او د دې نه مونږ په دې پوهيږو چې دا آخرى وخت دے. ۱۹هغوئ زمونږ د قبيلې نه ووتل ځکه چې د هغوئ مونږ سره په رښتيا تعلق نۀ وو، نو کۀ چرې هغوئ زمونږ وے نو هغوئ به مونږ سره تعلق ساتلو. کله چې هغوئ لاړل نو د دې نه دا ثابته شوه چې هغوئ زمونږ نۀ وُو. ۲۰خو تاسو په روحُ القُدس مسح کړے شوى يئ او تاسو ټولو ته د حقيقت پته ده. ۲۱ما درته دا نۀ دى ليکلى چې ګنې تاسو د رښتياو نه ناخبره يئ بلکې تاسو پرې خبر يئ، او د دروغو د رښتياو سره څۀ تعلق نشته. ۲۲دروغژن څوک دے؟ هغه څوک چې وائى چې عيسىٰ مسيح نۀ دے، نو دا خردجال دے څوک چې د پلار او زوئ دواړو نه اِنکار کوى. ۲۳هر څوک چې د زوئ نه اِنکار کوى هغۀ سره پلار هم نشته، او هر څوک چې د زوئ اِقرار کوى نو هغۀ سره پلار هم شته. ۲۴تاسو چې اول نه څۀ اورېدلى دى، هغه په خپلو زړُونو کښې وساتئ. او څۀ چې تاسو د اول نه اورېدلى دى، کۀ هغه تاسو کښې وى نو تاسو به په خپله هم په زوئ او پلار دواړو کښې پاتې شئ. ۲۵او کومه وعده چې هغۀ مونږ سره کړې ده هغه د تل ژوندون دے. ۲۶زۀ دا خبرې تاسو ته د هغه چا په باب کښې ليکم څوک چې ستاسو د دوکه کولو کوشش کوى. ۲۷کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ. ۲۸اوس اے ګرانو بچو، اوس په هغۀ کښې شراکت وساتئ، نو کله چې هغه ښکاره شى نو مونږ به مطمئن يُو او د هغۀ په راتلو به د هغۀ په وړاندې شرمنده نۀ يُو. ۲۹کۀ تاسو ته پته وى چې مسيح صادق دے نو تاسو به په دې مطمئن شئ چې څوک صداقت کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى.