د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط

درېم باب

د خُدائ پاک په کار کښې ملګرى

۱اے وروڼو او خوېندو، ما تاسو سره لکه د روحانى خلقو په شان خبرې ونۀ کړے شوې بلکې داسې مې وکړې لکه چې دُنياوى خلقو سره چې په مسيح کښې ماشومان دى. ۲ما تاسو له پئ درکړل خو روټۍ نه، ځکه چې تاسو روټۍ خوړلو ته تيار نۀ وئ. بلکې اوس هم لا تاسو تيار نۀ يئ. ۳ځکه چې تر اوسه پورې تاسو د ګناه د فطرت په اختيار کښې يئ، او چې تر اوسه پورې په تاسو کښې حسد او جګړه روانه ده. نو ولې د دې نه دا پته نۀ لګى چې تاسو تر اوسه د انسانى خواهش په مطابق کردار کوئ؟ ۴ځکه چې څۀ وخت چې يو وائى چې زۀ د پولوس په ډله کښې يم او بل وائى چې زۀ د اپولوس په ډله کښې يم، نو ولې تاسو په داسې کولو د انسانى فطرت په مطابق نۀ شوئ؟ ۵اپولوس څوک دے؟ او پولوس څوک دے؟ هغوئ خو صرف خادِمان دى د چا په وسيله چې تاسو ايمان راوړو او دغه شان مونږ هر يو هغه خِدمت وکړو کوم چې مالِک مونږ ته حواله کړے وو. ۶ما کرونده وکړه، اپولوس اوبۀ ورکړې، خو وده ورته خُدائ پاک ورکړه. ۷نو بيا نۀ کرونده کوونکے او نۀ اوبۀ ورکوونکے څۀ شے دے، بلکې صرف خُدائ پاک دے چې وده ورکوونکے دے. ۸د تخم کرونکى او د اوبو ورکوونکى دواړو مقصد يو دے، خو هر يو به د خپل محنت په مطابق اجر بيا مومى. ۹ځکه چې مونږ د خُدائ پاک خِدمتګار يُو، تاسو د خُدائ پاک زمکه او د خُدائ پاک عمارت يئ. ۱۰ما د هغه فضل په مطابق چې خُدائ پاک راته راکړو، ما د يو پوهه ګلکار په شان بنياد کېښودو او کۀ په هغې بل څوک عمارت ودانوى، نو هر يو ګلکار دې په دې خبردار شى چې پرې څنګه عمارت جوړ کړى. ۱۱ځکه چې هيڅوک هم بل بنياد نۀ شى اېښودلے بغېر د هغه بنياد نه چې اېښودلے شوے دے، او هغه بنياد عيسىٰ مسيح دے. ۱۲کۀ څوک په هغه بنياد باندې د سرو زرو، د سپينو زرو، د قيمتى کاڼو، لرګو، واښو يا د بوسو عمارت جوړوى، ۱۳نو د هر ګلکار کار به په خپله ښکاره شى ځکه چې د قيامت په ورځ به دا په اور راڅرګند شى. او زمونږ د کار نېکى او بدى به په اور وآزمائيلے شى. ۱۴کۀ په هغه بنياد د چا جوړ عمارت باقى پاتې شى نو هغه ګلکار به اجر بيا مومى. ۱۵کۀ د چا کار وسوزيږى نو هغۀ ته به تاوان ورسيږى، خو هغه به په خپله په سوزېدو سوزېدو کښې د اور نه بچ شى. ۱۶ولې تاسو خبر نۀ يئ چې تاسو د خُدائ پاک کور يئ او د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسيږى؟ ۱۷کۀ څوک د خُدائ پاک کور بربادوى نو خُدائ پاک به هغه کس برباد کړى ځکه چې د خُدائ پاک کور پاک دے او هغه کور تاسو يئ. ۱۸په تاسو کښې دې څوک هم خپل ځان نۀ دوکه کوى. کۀ ستاسو خيال وى چې تاسو د دې دُنيا په معيار هوښيار يئ، نو تاسو خپل ځان ناپوهه وګڼئ نو بيا به تاسو هوښيار شئ. ۱۹ځکه چې د دې دُنيا حِکمت د خُدائ پاک په نزد بې‌وقوفى ده، ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”هغه هوښياران د هغوئ په چالاکۍ راګېروى.“ ۲۰او بيا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ د هوښيارانو په خيالونو پوهه دے چې باطل دى.“ ۲۱نو بيا تاسو په يو انسان هم فخر مۀ کوئ، ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى، ۲۲نو کۀ پولوس وى او کۀ اپولوس، کۀ پطروس، او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى، ۲۳او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.