د زبورونو کتاب

شپږنوییم زبور

خدای تر ټولو لوی پاچا

(لومړی تواریخ ۱۶:‌۲۳‌-‌۳۳)

۱ څښتن ته ووایئ یوه نوې سندره

ای ټولې نړۍ، سندره ووایئ څښتن ته تاسې

۲ څښتن ته ووایئ سندره او ستاینه یې د نوم وکړئ

اعلان کړئ هره ورځ دا زېری

چې نجات یې دی راکړی مونږ ته

۳ قومونو ته اعلان کړئ جلال د هغه

ټولو خلکو ته اعلان کړئ

د هغه ډېر عجیبه کارونه

۴ ځکه چې لوی دی څښتن

او ډېر لایق دی د ثنا او صفت

ټولو خدایانو نه دې زیاته وېره وشي د ده

۵ نورو قومونو ټول خدایان دي بې‌ګټې بتان

خو څښتن دي پیدا کړي اسمانونه

۶ دی راچاپېره جلال او لویي له هغه څخه

سپېڅلی کور د هغه ډک دی له قوت او ښایست

۷ وکړئ ستاینه د څښتن په ځمکه ټولو خلکو

هم ستاینه وکړئ د هغه د جلال او قدرت

۸ د څښتن د جلالي نوم ستاینه وکړئ

د هغه دربار ته راشئ او نذرانه راوړئ

۹ کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه

ای ټولې ځمکې ولړزېږه د هغه په مخکې

۱۰ تاسو خبر کړئ ټول قومونه د نړۍ

چې دی څښتن پاچا!

نړۍ یې ټینګه درولې چې خوځیږي نه

او قضاوت به د قومونو کړي انصاف باندې

۱۱ پرېږده خوشحاله اسمانونه شي او ځمکه وکړي خوښي

شي دریاب په غړمبار دې خپلو ټولو مخلوقاتو سره

۱۲ شي دې خوشحاله پټي هم ټولو فصلونو سره

د ځنګل ټولې ونې به بیا ووهي د خوشحالۍ چیغې

۱۳ کله چې راشي د ځمکې قضاوت ته څښتن

نو په انصاف سره به وکړي قضاوت د نړۍ

او قضاوت د ولسونو عدالت باندې