د زبورونو کتاب

څلور نوییم زبور

خدای د ټولې نړۍ قاضي دی

۱ ای څښتنه، ته یې خدای غچ اخیستونکی

ای غچ اخیستونکیه خدایه، وښایه ته خپل جلال!

۲ ای د نړۍ قاضي راپاڅېږه ته

ورسوه د خپلو بدو عملونو په سزا مغروران!

۳ ترڅو به بدکاران ای څښتنه

بدکاران به خوشحالي کوي تر کومه؟

۴ هغوی د کبر او غرور غټې خبرې کوي

ټول بد‌کرداره خلک لافې وهي

۵ ستا خلک تر‌پښو لاندې کوي څښتنه

هغوی کړي ظلم ستا په خپلو خلکو باندې

۶ بل ځایي خلک او کونډې وژني

هم یتیمان قتلوي

۷ وایي هغوی چې څښتن نه ویني مونږ

نه یې پام کیږي مونږ ته د یعقوب د خدای

۸ ای د قوم بې‌عقلو خلکو پوه شئ!

کله به تاسو هوښیارېږئ ساده‌ګانو خلکو؟

۹ هغه چې مونږ ته یې راکړی دی غوږ

ایا هغه په خپله نه اوري څه؟

هغه چې سترګې پیدا کړې دي

ایا هغه په خپله نه ویني څه؟

۱۰ څوک چې په خپله سموي قومونه

نو دوی ته نه شي ورکولای سزا؟

هغه چې خپله دی استاذ د ټولو

نو ایا نه لري په خپله پوهه؟

۱۱ څښتن پوهیږي د انسان په خیالو

هغه پوهیږي چې خیالونه یې باطل او پوچ دي

۱۲ بختور دی هغه څوک چې ته یې سموې، څښتنه

ورته تعلیم د خپل شریعت ورکوې

۱۳ ورکوې ورته ارام په سختو ورځو کې ته

ترڅو چې کنده ویستل کیږي شریرانو ته

۱۴ ځکه څښتن به خپل خلک نه کاندي رد

او نه به چېرته خپل ولس پرېږدي

۱۵ تر‌سره کیږي قضاوت به د انصاف او عدالت سره سم

او ټول نېکان به یې کوي پیروي

۱۶ څوک به زما دپاره پاڅي په خلاف د بدکارانو خلکو؟

څوک به زما دپاره ودریږي په ضد د شریرانو خلکو؟

۱۷ که مرستندوی زما نه وای څښتن

نو زه به زر ومه ډوب شوی په چوپتیا د مرګي

۱۸ کله چې ما وویل: «غورځېږمه زه

څښتنه ستا تلپاتې مینې راټینګ کړمه زه»

۱۹ د زړه د زیاتو اندېښنو په منځ کې

ستا تسلۍ ماته خوښي راوړله

۲۰ هغو قاضیانو فاسدانو سره نه کړې یاري

چې د قانون په نامه بې‌انصافي کوي دوی

۲۱ چې په شریکه د نېکانو د وژلو دسیسې جوړوي

محکوموي بې‌ګناه خلک په مرګ

۲۲ خو څښتن شولو پناه ګاه زما

زما خدای زما د پټېدو دپاره کلکه کلا

۲۳ خدای به راوګرځوي بېرته هغو باندې خپلې بدۍ

هغوی تباه به کړي د خپلو ګناهونو په خاطر

زمونږ څښتن خدای به تباه کړي هغوی