۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

اويايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد ليکلے شوے درخواست

د مدد دپاره دعا

۱ پاکه خُدايه، ما ته خلاصون راکړه،

مالِکه خُدايه، زر راشه، او زما مدد وکړه.

۲ هغوئ څوک چې زما د مړ کولو کوشش کوى،

هغوئ دې شرمنده او سرګردانه شى،

هغوئ ټول څوک چې زما تباه کېدل غواړى،

دوئ ټول دې شکست وخورى او شرمنده دې شى.

۳ هغه څوک چې ما پورې خندا کوى،

هغوئ دې ماتے وخورى وارخطا دې شى.

۴ هغوئ څوک چې ستا لټون کښې ګرځى،

هغوئ دې خوښى وکړى او خوشحاله دې شى،

څوک چې ستا خلاصون سره مينه کوى،

همېشه دې د مالِک خُدائ لوئى بيانوى.

۵ زۀ ډېر غريب او حاجتمند يم،

اے خُدايه، ما له زر راشه،

اے زما مددګاره او خلاصوونکيه،

اے مالِکه خُدايه، نور انتظار مۀ کوه.