۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

پينځم زبور

د سرود مشر دپاره: د شپيلۍ ساز سره د حضرت داؤد يو زبور

د حفاظت دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه زما خبرو ته غوږ شه،

زما اسويلو ته توجو وکړه.

۲ زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره،

زۀ تا ته سوال کومه زما خُدايه، زما بادشاه.

۳ زما واوره سحر کښې زۀ تا ته آواز کوم،

هر سحر کښې زۀ تا ته درخواست کوم

مالِکه خُدايه ستا په طمع اِنتظار کوم.

۴ يو تۀ هغه خُدائ يې چې په بدو نۀ خوشحاليږى،

بد کرداره به تا سره نۀ اوسيږى.

۵ ستا په وړاندې مغرور خو ودرېدے نۀ شى،

کوې کرکه د هغوئ نه چې بدکاره شى.

۶ تۀ هغه تباه کوې، څوک چې دروغژن وى،

مالِک خُدائ دوکه بازو او خونکارو نه کرکه کوى.

۷ ستا د لوئ رحم په وجه به زۀ دننه شم ستا کور ته،

ډېر په يره په سجده به شم ستا مقدس کور ته.

۸ اے مالِکه خُدايه، په سبب زما د دشمنانو،

په خپل صداقت سره دې زما رهنمائى وکړه،

خپله نېغه لار دې ما ته راوښايه.

۹ په خولۀ يې اعتبار نۀ وى زړونه يې د تباهۍ نه ډک دى.

او په ژبه دروغ وائى او مرۍ يې کولاو قبر دے.

۱۰ اے پاکه خُدايه هغوئ ګناهګار حساب کړه،

هغوئ په خپلو دامونو کښې راګېر کړه.

د ډېرو ګناهونو په وجه دوئ د خپل ځان نه وشړه،

ځکه چې هغوئ ستا خلاف سرکشى کړې ده.

۱۱ خو څوک چې ستا پناه واخلى هغوئ دې خوشحالى کوى،

وائى سندرې تل تر تله بې‌غمۍ سره

وى دې ستا امان کښې ستا امان دې وى هغوئ باندې

هغوئ دې خوشحال وى چې ستا نوم سره مينه ساتى.

۱۲ اے مالِکه خُدايه، تۀ په خپله نېکانو ته برکت ورکوې،

تۀ د خپل رحم ډال هغوئ نه چاپېره وې.