چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ واوره ای څښتنه ته ګفتار زما
وکړه پام په اسوېلو زما
۲ ای زما پاچا ای زما خدایه!
واوره ته فریاد زما کومک لره
ځکه چې زه تاته دعا کومه
۳ هر سهار کې اواز اورې ته زما
هر سهار کې زه کوم درته دعا
انتظار د ځواب کړمه زه له تا
۴ نه یې داسې خدای چې خوښوې بدکاري
اوسېدی نه شي له تا سره هېڅ ډول ګناهکار
۵ ستا حضور کې کبرجن ودرېدی نه شي
ته نفرت لرې له ټولو بدکارانو
۶ ټول دروغجن هلاکوې ته
جابران او چلبازان هم سپکوې ته
۷ خو په سبب د ستا له زیاتې او تلپاتې مینې
زه به درشمه ستا کور ته
او ستا له وېرې په سجده به شمه
ستا سپېڅلي کور ته
۸ ای څښتنه، زما ډېر دي دښمنان
لارښوونه راته وکړه چې زه وکړم ستا رضا
زما مخې ته کړه خپله لار صفا
۹ ځکه چې نشته رښتیا د هغوی په خوله کې
او زړونه یې غواړي د نورو بربادي
او ژبې یې ډکې دي
د ریاکارۍ او چل او وله څخه
ستوني یې خلاص دي لکه د قبر په شان
۱۰ ته سزا هغوی ته ورکړه
او محکوم یې کړه ای خدایه
چې په خپلو دسیسو خپله برباد شي
په سبب د دوی د ډېرو ګناهونو
په سبب د سرکښۍ ستا مقابل کې
هغوی وشړه بیخي له خپل حضوره
۱۱ پرېږده چې وي هغه ټول کسان خوشحال
څوک چې ځان په تا کې پناه مومي
پرېږده چې مدام د خوشحالۍ سندرې ووایي
وساته هغوی چې کوي مینه ستا د نوم سره
په رښتیا چې له امله ستا خوشحال وي
۱۲ ای څښتنه، ورکوې ته برکت نېکانو ته
کړي به ستا رحم حفاظت د هغوی
لکه د سپر په شان