د زبورونو کتاب

دوهم زبور

د خدای غوره شوی پاچا

۱ولې په قهر شول نور قومونه دومره؟

ولې بېځایه دسیسې جوړوي دغه قومونه؟

۲تیاروي ځانونه جنګ ته پاچاهان د جهان

دي لګیا حکمرانان د دسیسو په جوړولو یو له بله سره

د څښتن او د هغه د غوره شوي پاچا په وړاندې

۳وایي: «راځئ چې زنځیرونه مات کړو

د غلامۍ رسۍ به وغورځوو»

۴څښتن چې ناست دی په اسمان کې په خپل تخت باندې

خاندي ملنډې وهي په پلانونو د دوی

۵ورکوي دوی ته په خپل قهر اخطار

وېروي دوی په خپل غضب باندې:

۶«ما مقرر کړ خپل پاچا

په خپله پاکه غونډۍ

نوم دی صهیون د غونډۍ»

۷پاچا وایي: «زه به اعلان کړم د څښتن فرمان

ماته وویل هغه چې ته مې زوی زه دې نن پلار شوم

۸سوال وکړه له ما نه ته

ټول قومونه در به کړم

نړۍ ټوله به د ستا شي

۹هغوی به مات کړې

د اوسپنې امسا باندې

د خاورینو لوښو په شان

به کړې دوی سم ټوټې ټوټې»

۱۰شئ هوښیار ای پاچاهانو

تاسو دې نه عبرت واخلئ د نړۍ حکمرانانو

۱۱د څښتن عبادت وکړئ

ښه په وېره او لړزان

۱۲زوی ته یې ټیټ کړئ د درناوي سرونه

هسې نه چې دی په قهر شي زر

او خپلو لارو کې هلاک شئ

هرڅوک چې پناه وروړي بختور دی